د افغانو ښځو د اروپایی ټولنې د تسلیت او خواشینۍ پیغام

 

په ډیرې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د کیڼ اړخو مبارزینو د لارې سترې مبارزې میرمن ناهید اناهیتا راتب زاد له نړۍ سترګې پټې کړې. انا الله و انا الیه راجعون.

د میرمن راتب زاد مړینه نه یوازې د حق، عدالت، روڼپالنې او روښانفکري بهیر لپاره یو ضایعه ده، بلکې د افغان ښځو د مبارزې د لارې د یوه مشال ټپیدل هم ګڼل کیږی.

میرمن راتب زاد په افغانستان کې د ښځو د غورځنګ بنسټ ایښودونکې او یوه فعاله سرښندونکې مشره وه چې زموږ په نارینه سالاره ټولنه کې نورو خویندو او میندو ته د خپلو حقونو د لاسته راوړلو د لارې مخکښه وګرځیده او په دې لار کې یې له هیڅ راز سرښندنې څخه ډډه و نه کړه.

میرمن راتب زاد په ټولنه کې د مسؤلیت لرونکې ښوونکې، با درده پالونکې او غمخوره طبیبې په توګه هم خپل رسالت په ښه شان سرته رسولی دی.

میرمن راتب زاد د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د سیاسی بیرو او مرکزی کمیټې د غړې، د ښوونې او روزنې او ټولنیزو چارو د وزیرې، د سولې او پیوستون د سازمان د مشرې او د افغانستان د سیاسی استازې (سفیرې) په توګه هم افغان میرمنو ته ویاړ پرې ایښی دی.

د افغانو ښځو اروپایی ټولنه د دې پیغام په وسیله د میرمن ناهید اناهیتا راتبزاد قدرمنې لور جمیلې ناهید بریالۍ، د دې کورنۍ، د افغانستان ټولو ښځو او د دې د مبارزې لارویانو ته د تسلیت مراتب او خواشیني څرګندوی او د الله پاک له دربار څخه ورته د مغفرت غوښتنه او روح ته یې د دعا لاس لپه کوی.

د افغانو ښځو اروپایی ټولنه / جرمنی

سهیلا حسرت نظیمی

د افغانو ښځو د اروپایی ټولنې مشره