خرڅ کړی دی په نورو خپل ضمیردی ګوډاګیه

ھرکاردی د پردیو په تدبیر دی ګوډاګیه

ھرڅه دی د پردیوپه فرمان کوی ، غلام یی

په غاړه کی دی پروت د بل ځنځیردی ګوډاګیه

داڅولسیزی کیږي وطن ستا په اورکی سوځي

په جنګ کی ستا د لاسه ټول راګیردی ګوډاګیه

ځوانان مود قلم په ځای توپک ته ھوسیږي

داټول ستا د راوړي جنګ تاثیردی ګوډاګیه

خوښۍ دی رانه یوړی ، د غمونوقاصد جوړیی

راوړی دی وطن ته ھروخت ویردی ګوډاګیه

اوس ستا په شیطانت ، شیطانه ھرافغان خبردی

په تا باندی یی نوم ایښی " شریر" دی ګوډاګیه

په ضد دی ولسونه ټول قیام ته پورته شوی

پوه شوی ټول ملت ستا په تزویر دی ګوډاګیه

الحاج الھام الدین قیام

والدورف/جرمنی

۱۱/۰۹/۲۰۱۴