صیام الدین پسرلی

 

د غني  بهرنۍ سیاست ډېر پیاوړی او متوازن دی

د افغانستان د اوسني بهرني سیاست د منفي نقد لپاره پرون په کابل کې یوه ستره غونډه بلل شوې وه. په دغه غونډه کې اکثره پخواني چارواکو د اوسني حکومت  د بهرني سیاست په اړه ډېرې نیوکې وکړې. له بده مرغه زموږ د سیاستوالو تحلیل اکثره وخت سیاسي، قومي او حزبي تړاو لري یعني تحلیل او خبرې یې بې لوري نه دي.  زه د نړیوالو اړیکو او د بهرنۍ سیاست د یو محصل په توګه د هغوي خبرې ردوم او برعکس زه  د اوسني حکومت بهرنۍ سیاست د تېرو سیاستونو په پرتله ډېر جامع، هر اړخیز او متوازن بولم.

د افغانستان د پخواني حکومت بهرنۍ سیاست په دریو کړیو یا حلقو څرخېده:

لومړنۍ حلقه:  د سیمي هېوادونه وه:

د سیمي په هېوادونو کې شپږ ګاونډي هېوادونه ( پاکستان، ایران، چین، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان)، او اته نور لکه روسیه، هند، قزاقستان، قرغزستان، آذربایجان، عربی متحده امارت، سعودي عربستان او د ترکیي هېوادونه شامل وه.  

دوهمه حلقه: اسلامي نړۍ

د ولسمشر کرزي د بهرني سیاست دوهمه حلقه اسلامي نړۍ وه، چې تر ډېره د اسلامي هېوادونو سره پر اړیکو، همکاریو، علمي او فرهنګي موضوعاتو، د سولي پروسه، سوداګرۍ، د مذاهبو نژدېوالی او په ټوله کې د اسلامي هېوادونو تر منځ پیاوړي اړیکي جوړول وو.

دریمه حلقه: نړیواله ټولنه ( نړیوالې همکارۍ)

په دغه حلقه کې امریکا، د ناټو غړي هېوادونه، استرالیا، جاپان، د ملګرو ملتونو سازمان، نړیوال پراختیایي بانک، د پیسو نړیوال صندوق او نور  شامل وه...

د غني بهرني سیاست:

د ولسمشر اشرف غني بهرني سیاست بیا په پنځو حلقو د افغانستان د بهرني سیاست د جامع سند تر نامه لاندې لیکل شوی دی، چې ډېر ژر به د تصویب لپاره ملي شورا ته وړاندې او ولسمشر یې توشح کړي، چې په تېر پنځلسو کلونو کې داسې مدوین بهرنۍ سیاست نه و لیکل شوی.

دغه پنځه ګوني وېش تر ډېره د بسټیزو او بشري سرچینو، عامه ډيپلوماسۍ، اقتصادي پراختیا، امنیتي، فرهنګي او روزنیزو چارو کې د اساسي اصلاحاتو، له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د مناسباتو د ټینګولو او د متحدو هېوادونو د بهرني سیاستونو سره مطابقت، سیمه ییزې همکارۍ، د اتباعو او کډوالو دحقونو څخه دفاع په بر کې نېسي.

لومړی حلقه: د افغانستان ګاونډیان  

( بې له چین هېواد څخه نور ټول پنځه ګاونډي هېوادونه لکه پاکستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان شامل دي)

دوهمه حلقه: اسلامي نړۍ ده

درېمه حلقه: قدرتمند او پیاوړي هېوادونه لکه (د امریکا متحده ایالات، ځیني اروپایي هېوادونه، روسیه، چین، استرالیا، کاناډا او جاپان) شامل دي.

څلورمه حلقه: اسیایي هېوادونو ته ځانګړی شوې ده

پنځمه حلقه:  نړیوال سازمانونه او ټولنې دي

اوسنۍ بهرنۍ سیاست په څلورو مهمو ستنو ولاړ دی، چې په لاندې ډول دي.

لومړي ستنه: پراختیا او بیا رغونه  

دوهمه ستنه: د امنیت ټینګښت

دریمه ستنه: په بین المللي چارپیریال کې د افغانستان د ځای معلومول او ساتل.

څلورمه ستنه: د افغانستان د خلکو پرمختګ، ازادي، او د سولي ټینګښت دي

دا چې یو بهرنۍ سیاست د امنیتي موضوعاتو تر څنګ یو ښه اقتصاد محوره هم ووسي، نو زه هم غواړم چې  د اوسني حکومت بهرني سیاست په تېره د اقتصادي سیاست مثبتي اغېزي په مثالونو  کې واضح کړم.

اول: د پاکستان سره زموږ اړیکي:

ولسمشر اشرف غني د حکومت د جوړیدو سره سم خپل لومړني بهرني سفرونه له سعودي عربستان او چین څخه چې یو یې په اسلامي نړۍ او بل یې د سیمې په کچه له پیاوړو هېوادونو څخه دي، پیل کړ تر څو د دغو هېوادونو په واسطه په پاکستان فشار وارد کړي چې د افغانستان سره ښه اړیکي ولري. ولسمشر غني له پاکستان سره د اړیکو د پياوړي کېدو په هڅه کې حتی له هندوستان سره اړیکي بې ساري سړې کړې. ولې کومه نتیجه یې ور نه کړه غني هم مجبور شو چې خپل لوری تغیر کړي. او په  اقتصادي، سیاسي، سوداګریزو او ترانزیتي چارو کې د خپلې پیاوړي ډپلوماسۍ په واسطه افغانستان د پاکستان له  متکي کېدا څخه وژغوري. نه یوازې دا، بلکې څو مختلفې نورې لارې یې هم پېدا کړې.

دوهم: د ترکمنستان سره د افغانستان ښه اړیکي:

ترکمنستان هغه هېواد و، چې د پخواني حکومت تر پایه پورې افغانستان ته د دښمن په سترګه کتل، نه یې غوښتل چې له موږ سره ښه اړیکي ولري، حتی افغانانو ته یې د ویزي د ورکړي په برخه کې ستونزي جوړولي، خو د اوسني حکومت د فعاله ډپلوماسۍ او پیاوړي بهرني سیاست په واسطه ترکمستان هېواد دې ته حاضر شو، چې د اقیني – اتاه مراد د اوسپني پټلۍ وغزوي او د افغانستان سره ښه اړیکي ولري.

دریم: ازبکستان سره زموږ اړیکي:

په تېرو څوارلسو کلنو کې ازبکستان د پاکستان څخه وروسته دوهم هېواد و، چې د ترانزیت په برخه کې موږ ته ستونزې جوړلې، موږ نه شوه کولای چې په اسانۍ سره خپل ممیز او نور تولیدات د دې هېواد په واسطه روسیې او نورو هېوادونو ته صادر کړو، خو اوسنۍ حکومت وکولای شو، چې ازبکستان وهڅوي تر څو له موږ سره ښه سوداګریز او ترانزیتي اړیکي ولري. په پایله کې اوس موږ د دغه هېواد سره د امنیت، پانګوني، زراعت، صحت او سوداګرۍ په برخو کې دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړي دي. نه یوازې دا بلکې موږ ددې هېواد په واسطه مستقیماً له چین هېواد سره د اوسپنې د پټلۍ په واسطه هم نښول شوي یو.

څلورم: د هند سره اړیکي:

کله چې پاکستان څو ځلي د تورخم او سپین بولدک بندرونه زموږ پر مخ وتړل، افغان حکومت وکولای شوه، چې د هوا له لارې د سوداګریزو توکو انتقال د هند او دوبی سره پېل کړي، دا نوښت د افغانستان په تاریخ کې بې مخینه وو. سیاست د منافعو شخړه ده، کله کله دا هم ډېر موثر تمامېږي چې د دښمن دښمن سره دوستي وشي.

پنځم: د ایران سره د اوبو له ډپلوماسی څخه کار اخېستل:

له ډېر وخت وروسته افغان حکومت وکولای شو، چې د ایران پر وړاندې د اوبو له ډپلوماسۍ څخه کار واخلي. اېران غوښتل چې پخپل خاوره کې د افغان کډوالو سره بد چلند وکړي او د خپلې خاورې څخه یې وباسي، خو د افغان حکومت له جدي ډپلوماتیک غبرګون سره مخ شو او په پایله کې اېران دې ته مجبور شو، چې خپل سیاست د افغان ګډوالو پر وړاندې تغیر کړي. د همدغې ډپلوماسيۍ په نتیجه کې افغانستان، اېران او هند وکولای شوه، چې د چابهار دري اړخیز تړون لاسلیک کړي او ښه سوداګریزي اړیکي پېل کړي.

شپږم: د لوړو قدرتونو سره اړیکي:

اوسنۍ حکومت وکولای شو چې تر یو حده د لوړو قدرتونو سره ښه اړیکي جوړې کړي او تر ډېره په دغه برخه کې بریالی هم دی.

په اوسنۍ نړۍ کې د متحدینو لرل یو ضروري امر دی، ولسمشر غني وکولای شو، چې خپل اړیکي له امریکا، انګلستان، اروپایی هېوادونو، روسیی او چین سره بیرته ورغوي او په سېمه او نړۍ کې خپل متحدین پیدا کړي.

نړیوال سازمانونه او ټولنې:

د ملي وحدت حکومت د بهرنۍ پالیسي په پنځمه کړۍ کې د وارسا، بروکسل، نړیوال سوداګرۍ، شانګهای او سارک سازمانونو په غونډو کې د افغان چارواکو ګډون او په کور دننه د ریکا شپږم او سام غونډو جوړول د افغانستان د امنیت او اقتصاد محوره بهرنیو سیاستونو عمده بیلګې دي.

ولسمشر غني وکولای شو، چې د وارسا په غونډه کې افغانستان ته پنځه ملیارده ډالره او د بروکسل په کنفرانس کې د نړیوالو د پاملرنې تر څنګ ۱۵.۲ ملیارده ډالره هېواد ته راوړي.  

موږ داسې نور مثالونه هم لرو، چې د ولسمشر غني د ښه او فعاله ډپلوماسۍ په واسطه تر سره شوي مثلاً د سلما بند، ټاپي او کاسا زر پروژو پرانېستل او نور یادولای شو.

په ټوله کې دا به بی انصافي وي، چي اوسنۍ حکومت د بهرني سیاست به برخه کې سل په سلو کې بریالی وبولو، خو دا به هم ډېر بې انصافي وي، چې په شته لاسته راوړنو او قوي ټکو سترګي پټي کړو.

د یو افغان ځوان په توګه چې دې هېواد ته لوي هیلي او پلانونه لرم، دومره وایم چې د ټولو مسوولیت دی، څو خپل دولت په هر نیک کار کې وستایو او د خویدو مخه یې ونیسو.

زموږ د دښمنانو هدف زموږ بې اتفاقي او د حکومت او ولس تر منځ فاصلي پېدا کول دي.

باید ډېر هوښېار ووسو

درنښت

صیام الدین پسرلی

د نړیوالو اړیکو ماسټر