سرلوڅ مرادزی

د دلوې ۲۶ مه او د مافیايي جهادي مشرانو لاپې!


دوه کاله مخکې دغه لیکنه په همدې ورځ خپره شوې وه:
نن د کابل د لويي جرګې په خیمه کې د دلوې د ۲۶۶ مې یا د ملي ژغورنې د ورځې د یاد په پلمه د مجاهدینو هغه مشران راټول شوي وو چې په ۱۹۹۲ کال کې يي د اسلامي جمعیت د پخواني مشر برهان الدین رباني او د اسلامي انقلاب د حرکت مشر مولوي محمدنبي محمدي په مشرۍ جهاد ته د مشروعیت د ورکړې او له پخواني ولسمشر دوکتور نجیب الله څخه د واک د ترلاسه کولو لپاره د ماسکو دروازو ته په ننواتو سره ورغلي وو!
هغه مهال د اسلامي جمعیت د مشر برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو دغه پلاوی د پنجاب په نیغه سلا او لارښودنه ځکه ماسکو ته واستول شو چې په نږدي راتلونکې کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سولې تګلار سبوتاژ کړي او پرینږدي چې د افغانانو ټولې خواوې په کابل کې پر یوه پراخ بنسټه دولت راټول شي.

دلته دا توطیه یوازې د حکومت بدلون ته نه وه په پام کې نیول شوې، بلکې د هغې موخه دا وه چې د واک له بدلون سربیره، د افغانستان هویت او تاریخ هم بدل شي او دا وارهرڅه سرچپه شي!

که د ماسکو دوهمه توطیه چې پایلې يي افغانانو ته د لومړۍ هغې ډېرې خونړۍ دي، د جمعیت او نظارشورا د درواغجنو مجاهدینو په لاس نه وای پلې شوې او افغانان د ملګرو ملتونو د سولې تګلار پلیتوب ته پريښودل شوی وای نن به موږنه د مجاهد، نه د طالب او نه د داعش د پرلپسې ورانونکو جنګونو سره مخ وای او په سیمه کې به مو یو غښتلی ملي دولت درلودای!

د دلوې ۲۶۶ مه چې له افغانستان د شوروي پوځیانو د وتون ورځ ده، د پخواني ولسمشر دوکټور نجیب الله لخوا د ملي ژغورنې د ورځې په نوم یاده شوې او په حقیقت کې د ټولو افغانانو د ګډ زیار پایله ده. خو دلته هم هڅه کیږی له ځینو څخه د غچ پتوګه د افغانانو دا شریکه ګټه، یوازې اسلامي جمعیت او نظارشورا ته ورحواله شي!
بلخوا دې ورځې بنسټ هم د ژنیو تړون په لاسلیک سره کيښودل شو. دا تړون د پخواني شوروي او امریکا تر څار لاندې او د ملګرو ملتونو په مرسته ، په ۱۹۸۸ کې د افغانستان او پاکستان لخوا لاسلیک شو. پاکستان هغه مهال د مجاهدینو په استازیتوب چې دوی هم ټول واک هغه هېواد ته سپارلی وو، له خپلواک هېواد افغانستان سره دا تړون لاسلیک کړ او په دې توګه افغانستان څخه د شوروي د پوځونو د ییستلو بنسټ کيښودل شو. که پاکستان هم له دې تړون سره سم، خپلې ذمه وارۍ پلي کړی وای او افغانستان ته يي په بېلو بېلو پړاوونو کې د بېلا بېلو ترهګرو ډلې چې نن يي افغانستان ته په استولو د پاکستان پخوانی دیکتاتور پرویز مشرف په بیشرمۍ اعتراف کوي، مخه نیولای وای، بیا به هم دومره ویجاړۍ نه وای رامنځته شوې!

د ژنیو تړون کې د پاکستان ژمنه دا وه چې افغانستان ته به د ترهګرو جوپې نه پریږدي او نه به وسله ورکوي!

هغوی چې د عبدالرب رسول سیاف په ګډون، نن په لویه خیمه کې د جمعیت او نظارشورا تر چتر لاندې راټول شوي وو، په هغه دریځ کې ښکاریدل چې څو کاله وړاندې مولوي محمدنبي محمدي د برهالدین رباني په مشرۍ د ماسکو په پلاوي کې څرګندیده.
که څه هم سیاف، نن د ملا عمر په تړاو پخپلو خبرو کې وویل « ملاعمر د تېر تاریخ درمل دي»، خو سیاف هیروي چې دی خپله، اسلامي جمعیت او د دوی په لاړو لانده نورمجاهدین هم د تېر تاریخ درمل دي. اسلامي جمعیت او دې ډلې ته د سیاف پشان نور نږدي مجاهدین له ۱۹۹۲ کال راهیسې د هېواد په ویجاړۍ او د کابل د افشارو د پېښې غوندې د افغانانو په ټولوژنه مجرم دي. دوی د ملګرو ملتونو د سولې د تګلارې په سبوتاژ او د افغان واکمنۍ د ناکامۍ اصلي لامل دي. دوی د نیشه يي توکو قاچاقیان او د دولت او ولسونو د ځمکو غاصبین دي. دوی ته افغانان په ریښتیا سره پاټکمار، کوتکمار، داړه مار او جګړه مار وايی.

د سیاف بل وړاندیز د افغانستان له نوي منتخب حکومت څخه دا و چې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو په رغولو کې د ده پشان مجاهدینو سره سلا وکړي« سیاف، له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو بدلون ناروا وباله، ویې ویل چې د مجاهدینو له مشورې پرته له ګاونډیو هیوادونو سره په اړیکو کې بدلون حرام او د دیکتاتورۍ عمل دی»
سیاف چې ځانته د حدیثو پوهګړی وايی، په دیپلوماسۍ کې د بهرنیو چارو د وزارت د یوه عادي چارواکي په کچه هم پوهه نه لري او نه دیپلوماسي د ده دنده ده. نوموړی کولای شي مسجد ته ولاړ شي او هلته هغو کسانو ته چې د دوی له لاسه يي غلط لمونځ زده کړی، لارښودنه وکړي. هېوادونو سره دیپلوماسي د قربانۍ غوايي نه دی چې حرام او حلال ولري او نه دا ډول ترمینالوژي په دیپلوماسۍ کې ځای لري. نورو هېوادو سره د افغان حکومت بهرنۍ دیپلوماسۍ باید د ملي ګټې پر بنسټ ورغول شي، چې هغه مجاهدینو پخپل ټول پیر کې ترپښو لاندې کړي او نړۍ ته يي افغانان د ځنګلي انسانانو پتوګه ورپېژندلي دي!

د خواشینۍ خبره دا ده چې د دیپلوماسۍ په اړه د سیاف نامسلکي او نامسوله خبرو ته، د بهرنیو چارو اوسني وزیر صلاح الدین رباني هم ښی غوږ نیولی وو او له هغه سره يي سرتاوو.

خو بلخوا د دیپلوماسۍ په اړه د سیاف د خندنۍ خبرو سره همهال نن ولسمشر اشرف غني په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان سفیرانو سره ویدیو کنفرانس درلود.« ولسمشر محمد اشرف غني نن د ویدیو کنفرانس له لارې په ګاونډیو هیوادونو کې د افغانستان له سفیرانو سره خبرې وکړې، ویې ویل چې د هند په ګډون ګاونډي هیوادونه د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ په لومړۍ کړۍ کې شامل دي.

په دې ویدیو کنفرانس کې چې هلته د پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، چین او هند سفیرانو ګډون کړی وو، ولسمشر غني وویل چې له دغو هیوادونو سره افغانستان هراړخیزې اړیکې غواړي او اوس دا اړیکې د بدلون په حال کې دي.

ولسمشر وویل چې په لنډ وخت کې به ایران او هند ته سفرونه وکړي او د تاجکستان ولسمشر ته به د کابل د سفر بلنه ورکړي.تاند»

د دلوې په ۲۶ مه، د لويي جرګې په خیمه کې له سیاف سربېره یوازې د نظارشورا او اسلامي جمعیت نورو ګډونوالو لکه تورن اسماعیل خان او د ملي دفاع پخواني وزیر کمکي بسم الله جان هم څرګندونې وکړي چې له دې ورځې سره يي د نظارشورا او جمعیت د ځان ښودنې پرته، بل کوم ارزښت نه درلود.
د لويی خیمې ننۍ غونډې یو ځل بیا وښوده چې د دلوې ۲۶۶ مه، یوازې نظارشورا او جمعیت ته ډېره په زړه پورې ده او نور مجاهدین يي هومره په قصه کې نه دي. دا ننداره هم د دې لپاره هرکال وړاندې کیږي چې په دې وسیله ماسکو څخه د راپیل شوې توطيي پل پټ وساتل شي.
د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ ۱۵ مه
سرلوڅ مرادزی