ژباړه : اکبري

تریلیونرهیواد (افغانستان ) د آس اوکه د غالۍ په بیه


یو ځلې جنرال محمد قسیم فهیم په تخار کې دامنیتي دلایلو له کبله دامریکا دځانګړو ځواکونوچورلکودکیناستو سره مخالفت کوي.خو دوه ورځې وروسته په ډاګه شوه چې دمخالفت په امنیتي لامل نه و.هغه غوښتل چې داسلامي جمعیت دمشربرهان الدین رباني له سترګوڅخه له امریکایي ځواکونوسره دهغه اړیکي پټې وي.ځکه په هغه ورځو کې رباني په تخار کې و.
فهیم دامریکایي ځانګړوځواکونودټیم دراتګ سره مخالفت وکړاوهغه بلې ورځې ته وځنډیده.
خوداستان په ټوله کې داسې پرمخ ځي لکه چې سي،ای،اې غوښته.دامریکا پوځي قوماندان دجنرال فهیم دمخالفت سره،سره دیته حاضرنه شول چې دهغه خورا کوچنې غوښتنه چې ګني امریکایي ځواکونه دی په بدل یونوفورم کې پنجشیر ته ننوزي ،ونه منله.فهیم دعامې غولونې لپاره څوځلې ټینګاروکړکله چې امریکایي سرتیري پنجشیر ته راځي باید سیمه ییزکالي واغوندي.خوپه تاشکند کې امریکایي جنرال داغوښتنه احمقانه بولي اوهغه ته هیڅ پاملرنه نه کوي.
په دې ډول ګري شرون پخپله دجنرال فهیم سره دلیدنې په اړه پوره څرګندونې کوي اوپه یوه برخه کې وایې:
))
فهیم په انګلیسي خبرې نه کوي آن چې په دا ژبه نوکی هم نه پوهیږي.ډاکتر عبدالله اوعارف له فهیم سره زموږدلیدنوپه لړکې له همدې تشې ګټه پورته کړه....((.
دجنرال فهیم سره لیدنې،کتنې دوه ساعته وخت ونیواوډیرځله په هغه ټکو راټول وچې زه او ریک یوه شیبه دمخه له عارف سره پرې غږیدلي و.
ولې موږپنجشیر ته راغلي یو؟اودمرستې لپاره مو تګ لاره څه ده.؟ امریکا به په راتلونکو اوونیو کې کوم کارونه ترسره کړي.؟ هغه خبرې چې له عارف سره مې درلودې بیا تکرارشوې او ټول کلیدي مسایل مې په ډاګه کړل.فهیم زما له خبروهرکلی وکړ.((.
په دغه لیدنه کې دنظارشورا دمشرانو تر منځ داړیکو څرنګوالی دسیا دپاخه اومسلکي کارکوونکي له ژورنظره پټ نه و او دهغه په اړه خپله څیړنه داسې وړاندې کوي:
))
موږدخپلوخبروپه ترڅ کې د داکترعبدالله اوعارف خپل منځي چلند اودفهیم په وړاندې دهغوپه غبرګون پوهیدو.دپوځي مسایلوپه اړوندجنرال فهیم دبرلاسی خبرې کولې اوپه ښکاره یې دغه کار ته ځان ژمن باله.اوکله به چې دسیاسي مسایلوپه اړه خبرې رامنځته کیدې.عبدالله اوعارف به دفهیم دڅرګندونوپه هکله یواوبل ته سره کتل.لکه چې دفهیم خبرې دممتازله خوا ژباړل کیدې.ورپسې به عبدالله هم په انګلیسي ژبه یو څه خبرې پرې ورزیاتولې.زما انګیرنه داسې وه که څه هم عارف اوعبدالله دشمال ایتلاف دپوځي مشرپه توګه دفهیم رول ته درنښت درلوده خودهغه په څنګ کې یې په سیاسي برخه کې دهغه واکمنی اوبرلاسی ته غاړه نه ایښوده.په هغه غونډه کې دعارف اوعبدالله له چلند څخه په دې پوه شوم چې هغو په پوځي برخه کې دفهیم دبریالیتوب څخه ګټه پورته کوي خو په سیاسي ډګر کې یې غوښتل چې دطالبانوله راپرزولو وروسته هغه یوې څنډې ته کړي((.
بیلابیلومنابعودنظار شورا سره دایران سپاه پاسداران دمرستو په اړه لیکنې کړي دي.اودګري شرون لیکنه هم د دې تایید کوي:
((
همداراز په ډاګه شوه چې دایران سپاه پاسداران انقلاب دیوه ټیم دوه تنه څارګرچې دکابل جبهې ته دشمال داییتلاف سره یوځای استول شوي وواوفهیم غوښتل چې دکارپه پیل کې ایرانیان دامریکایې پرسونل دشته والي په اړه باید پوه نه شي.)).
ګري شرون دعبدالله په اړه لیکي:


عبدالله داستانې دسهیل په څوکیلومتری کې دیوې نری لارې سره جوخت چې دغونډیو په لور غځیدلي وه یوه ماڼۍ درلوده .اوپه مخکې دختیځوغونډیوسره بهانده رود ښکاریده.لکه څنګه چې موږهیله درلوده عبدالله یوازې واودموږ یې تود هرکلی وکړاوزموږله همکاری څخه خوشاله و.اوزموږدمرستواو هغه پیسې چې د ده په واک کې مو ورکړي وې ډیره ستاینه اومننه وکړه.)).
هغه جنرال فهیم اوعبدالله ته د دویم ځلې ډالري بنډلونودورکړې په تړاوداسې څرګندوي:
((
تور بکس مې پرانیسته اوله ریک سره مې یومیلیون اووه لکه ډالره وشمیرل څو د نن ورځې په سهار یې دجنرال فهیم اوعبدالله سره دلیدنې په مهال هغو ته وسپارو.)).
اووه لکه پنځوس زره ډالر موپه ځانګړي بکس کې ځای په ځای کړل اودهغه دپاسه مو په غټو تورو دعطانور نوم ولیکه.زه نه پوهیدم چې دغه پیسې به عطا نور ته ورسیږي او کنه.خو غوښتل مې داروښانه کړم چې سي،ای،اې هڅه کوي چې د دوستم اوعطا نور ترمنځ اړیکي ورغوي.د دغې لیدنې لړۍ یې پوره لیکلي چې په یوه برخه کې راغلې دي:
((
هغه ته مې وویل چې خورا ډیرې پیسې مې له ځانه سره راوړي دي.موږغوښتل چې ډاډه شوچې جنرال فهیم مالي امکاناتوته اړه لري څوخپل ځواکونه جګړه ییزیرغل ته برابرکړي .د دروازې بکس ته مې اشاره وکړه چې دهغه په منځ کې یومیلیون اووه لکه ډالره دي.اودکوټی په منځ کې دټولو سترګې دهغه بکس په لور واوښتې.اوویلای شم په ډاګه کړم چې زموږافغان میلمه پال تر اغیزې لاندې راغلل....په داسې حال کې چې ممتاز موږدموټرونولورته بدرګه کولو.ډاډه وم چې جنرال فهیم،ډاکتر عبدالله اوعارف د ډالرودبنډلوپه شمیرلوبوخت ول...
دسازمان مرکزته مې پیغام ولیږه او پخپلو درو همکارانو مې دپیسودورکړې اغیزورته څرګند کړ.))
عطا محمد نوراوهغه ته د ډالرو درسیدو په اړه داسې لیکي:


((
عارف وویل چې عطا دهغه پیسوله کبله چې سي،ای،اې دهغه په واک کې ورکړي دي. ډیر خوشاله دی خوله دوستم سره دالفا دټیم یو ځای کیدل دمنلو وړنه دي....)).
دشمال اییتلاف غوښتنو اونظرونوته دامریکا دپوځي مشرتابه نه پاملرنه د دې سبب شوه چې دسي،ای،اې مامورینوته ستر سرخوږی پیداکړي خوهغوګټونکي اواغیزمنې ډالري بنډلې درلودې.
ګري شرون د((زامې ماتولو)) دټیم پخپل سر کړنواودافغان میلمه پالود نه زغم اوسرغړونې په تړاولیکي:
(( ...
امکان نه لري چې دسي،ای،اې سازمان دشمال اییتلاف مشرتابه ته د دې اجازه ورکړي چې دوی ته دستور ورکړي چې چیرې او چا ته خپل ټیمونه واستوي....)).
ګري شرون دکتاب په پایله کې په افغانستان کې دامریکا دپوځي ځواکونوپخواني قوماندان جنرال تومي فرانکس سره دجنرال محمد قسیم فهیم دلیدنې لړۍ ته هم اشاره کړي ده .د دغه لیدنې ،کتنې په ترڅ کې دنغدوپیسوپه اړه دفهیم دچنې وهلوناندرې(امریکایي سرتیری) نومي کتاب کې چې تومي فرانکس لیکلی ډیر په زړه پوري اولیکي:
((
فهیم وویل که چیرې زه تالقان اودهغه هوایي ډګر ونیسم .وروسته یې مخ خپل مالي مسوول ته ورواړوه او په غوږکې ورته وپسخیده اوبیا یې وویل:زه په میاشت کې درې میلیونه ډالرو ته اړتیالرم .
((
تاسودرې میلیونه ډالره دهغو عملیاتو لپاره هم غواړی چې مزار شریف هم ونیسی.؟)).
ما او هینک د دې لپاره هم تیاری درلود .هغه غوره سرتیری اوزه بد سرتیری وم.دواړه ځواب ته منتظر وو.
فهیم وویل: اوه، نه خیر!
زه دټولوعملیاتو لپاره په میا شت کې اوومیلیونوډالروته اړتیا لرم.
زه سملاسي پورته شوم او ژباړونکي ته مې وکتل دغه اپلتې اوغورتې ،پرتې دي اوژباړونکي ته مې وویل چې ورته ویې ژباړه.
ما دالوتکې دزینې په لوري تګ پیل کړاو راوچورلیدم یو سیګریټ مې ولګاوه.دغه چلند موږمخکې هم ازمویلی و.
دالوتکې دکارګو په روښانه تونل کې هینک ،فهیم په دې وپوهاوه چې جنرال فرانکس ډیر په غوسه دی.)).
زه بیرته الوتکې ته دننه شوم اودمیز څنګ ته کیناستم .هینک خپل سروخوځاوه اوبیایې فهیم ته وویل:
سمه ده په میاشت کې پنځه میلیونه ډالره.خوتاسوباید دروژې درارسیدومخکې مزار شریف ونیسی.اوتر هغه چې تاسوته دپلازمېنې ته دننوتلواجازه شوي نه وي باید دکابل دباندې تم شئ.
فهیم وویل: هو،سمه ده!
کله چې فهیم اودهغه مالي مسوول له الوتکې بهر ووتل اوهغه دمیلیونو،میلیونوډالروبنډلونه مې لیدل چې په مرسدس بینزموټر کې ځای په ځای کیدل.اوډاډه شوم چې موټردسلګونودرنوډالري بانکنوټونودلیږد توان لري.خوزه په دې نه پوهیدم:
چې موږ آس وپیره اوکه یوه غالۍ مو وپیرودله!
ښکاره خبره ده چې نه آس و اونه غالۍ،بلکې دسیا مامورینووکولای شول چې په ناڅیزوپیسود داسې یوه هیواد خاوره وپیري چې لاس نه خوړلي،تریلیونو،تریلیونوډالروبډای اوقیمتي زیرمې لري.
همدارازګري شرون لیکي:
چې دپنجشیر په دره کې موپه ۳۳ شپو اوورځو کې ټول ټال ۴،۹میلیونه ډالره لګښت وکړ.

دګري شرون دلیکنې پای
داکبري ژباړه:

موخذ:دانش نامه ی اریاناــــــ مهدیزاده کابلي
...............................................................................................................................
له بده مرغه زموږ ګران هیواد اوغیور ولسونه دسي،ای،اې اوای ،اس،ای د معلوم الحاله تالي څټواوهیواد پلورولاسپوڅود ډالرې خرمستیواوخپل سروغورزو،پرزواو فرعوني واکمنیو څخه زوریږي.افغان تاریخ اومیړنی پرګنې به هرو مرود دغو خاینانه کړنواودابلیس استکبارپه وینا دآس اوکه دغالۍ په بیه د وطن پلورنې غچ په نره واخلي.کوږ بار تر منزله نه رسي.
اکبري
۲۴-۲-۲۰۱۷