ژباړه : ب .اکبري

ګرې شرون خپل لاسپوڅي رسواکوي
دویمه برخه


په دې ډول ګرې شرون دطالبانو په رامنځته کیدواوله هغوسره دسیا دملاتړپه هکله هیڅ اشاره نه کوي.
هغه طالبان یواځې،پوځي اوستراتیژیکواهدافوته دپاکستان درسیدو وسیله بولي.
(دطالبانوغورځنګ دبلوچستان ایالت اوشمال لویدیزدبنسټپالومدرسوڅخه سر راپورته کړ.دا ډول په سلګونو مدرسو شتون درلود چې دکډوالوافغان ځوانانواو بې وزله پاکستانیانوداوسیدنې،خوراک،څښاک اومذهبي زده کړو لپاره یې امکانات رامنځته کړي وو.اوله دغومدرسو سره په پاکستان کې تر ټولو لومړی مذهبي ګوندونومرسته اوملاتړکیده.اوهمدا رازپه سعودي عربستان کې د خیریه اسلامي ټولنواوسازمانونوله لارې هم ور سره مرستې کیدې...)
(پاکستانیانوطالبانوته په افغانستان کې خپلوسیاسي اوستراتیژیکوموخوته درسیدوداحتمالي وسیلې په توګه کتل اوله هغو څخه یې بشپړملاتړکاوه.)
له احمد شاه مسعود سره دګري شرون اړیکې
(موږمخکې هم دمسعود دځوان وروراحمد ضیا مسعود له لارې له هغه سره یو اړخیزي غیر مستقیمې اړیکې درلودې .)
شرون له احمد شاه مسعود سره دلیدنې دزمېنې رامنځته کوونکی مسعود خلیلي په ګوته کوي.چې دهغه ځاګړی دوست اونیږدې حرفوي همکارو.اوله احمد شاه مسعود سره یې څوکلنې اړیکي درلودې.
اود دغه ملګرتیا دمخینې په اړه لیکي:
))
کله چې د سي،ای،اې مامورینود۱۹۸۰کال دلسیزي په نیمایې کې دخلیلي سره اړیکي ټینګي کړې اوورسره یې ولیدل ،مخکې زموږ له خواهیڅکله نه وګومارل شوی.هغه له سي،ای،اې سره دخپلې همکاری په اړه داسې لید لوری درلود څوله کمونیستانو وروسته دافغانستان دراتلونکي په هکله دهغو په مرستوخپل معلومات پراخ کړي.زه د۱۹۸۸کال په وروستیو کې اسلام اباد ته دبیرته راتګ وروسته له خلیلي سره معرفي شوم .اوکله به چې اسلام آباد ته دکار لپاره راته زما سره یې لیدنه ،کتنه کوله.
له خلیلي سره مې دتماسونوډیره موخه دزیاتره مجاهدینوسره دهغه دپراخواړیکودرلودل اود ده په وسیله مو دیوه مهم قوماندان سره چې زموږد پاملرنې وړو،لاسرسی اواړیکه ټینګول و...((
زموږخبرې د دې لامل شوې چې له سي،ای،اې سره دخلیلي دمرستې انګیزې ومومو....خلیلي چې دزیاتروبیلا بیلوجهادي قوماندانانوسره یې هراړخیزي اړیکې درلودې دهغه په وسیله موږ وکولای شول چې په ټول افغانستان کې له قوماندانانواوقومي ډلو،ټپلوسره تماسونه ټینګ کړو.
هغه له احمد شاه مسعود سره دخپلې لیدنې کتنې په اړه د۱۹۹۶کال په وروستیوکې (له کابل څخه دمسعود دځواکونود شا تګ اوپه هغه ښاردطالبانودواکمنی دوه ورځې دمخه) په کابل کې ترسره شوی وداسې لیکي:
((مسعود ته مې ښکاره کړه چې د۱۹۸۸ـــــ او۱۹۹۰کلونو په منځ کې مې ستاسو دورور احمد ضیا مسعود له لارې په اسلام اباد کې ستاسو سره دتماس ټینګولو مسوول وم اودمالي مرستو په اړه ورسره وغږیدم چې سي،ای،اې په دې موده کې ترسره کړي وې.اوټینګار مې وکړچې دجهاد په اوږدوکلونوکې دمسعودسره د سي،ای،اې مرستې دپام وړدي.
مسعود وویل:
چې په(اوسني وخت کې) یوازې له ایرانیانو څخه لږې مرستې تر لاسه کوو.دهغه وسلواوتجهیزاتودبیې په بدل کې چې روسان یې هغه ته ورلیږي باید نغدې پیسې ورکړای شي .))
داحمد شاه مسعودسره دسي،ای،اې دمرستو په برخه کې لکه چې پورته هم ورته اشاره وشوه د(تورتم په جګړه کې) پوره اطلاعات ورکړشوي دي.اولکه چې وایې:
((۱۹۸۰ــــ او۱۹۹۰ کلونو په منځ کې ګري شرون هره میاشت دوه لکه ۲۰۰زره ډالرنغد،چغد دمسعود جنګي بودیجې ته استول.......باید زیاته شي چې دغه روپۍ له ای،اس،ای څخه پټې وې.))
((دجلال اباد دجګړې په عملیاتو کې سي،ای،اې دمسعود لپاره ځانګړی رول په پام کې درلود.
ګري شرون پیښاور ته ولاړاودمخابرې له لارې یې دمسعود سره خبرې وکړې. اوژمنه یې وکړه چې دسالنګ دلوی لارې دبندولو په بدل کې پنځه لکه ډالره هغه ته سپاري .اودغه پیسې ورکړل شوې .))
ګري شرون له مسعود سره دخپلې لیدنې کتنې پایله داسې لیکي:
((څه ناڅه دسهار څلور بجې شوي وې اوداسې مې انګیرله چې ګني هیله مې ترسره شوي ده.مسعود ومنله چې ټول هغه اطلاعات چې داسامه بن لادن دځای ځایګي اوفعالیتونو په اړه یې لاسته راوړي.زموږپه واک کې راکوي......اوپه پای کې مسعود دا ومنله چې په راتلونکي کې به زما اویازما له استازي سره ګوري....د دغواړیکوتار اوباور چې دشپې ناوخته مې په کابل کې رامنځته کړی ودپنځوکلونوپه یون کې لاپیاوړی او وغوړید....))
دشمال دایتلاف رهبران دسیا په منګولو کې
دامریکا په متحده ایالاتوکې د۲۰۰۱کال دسپتمبر په۱۱ نیټه تروریستي بریدونه ترسره شول.دهماغه کال دسپتمبرپه یوه سهارد سي،ای،اې دیوه جګپوړي مقام له خوا ګري شرون خپل دفترته را وغوښتل شو.او هغه ته دنده وسپارل شوه چې د سي،ای،اې دیوه اووه کسیزپلاوي سره دافغانستان زړه پنجشیر درې ته ولاړشي څودطالبانواو القاعده پرضد عملیات په کار واچوي.
له دې کبله دامریکا دلومړنیوځواکونواودسیا دځانګړوعملیاتوډلې افسران په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته ورسیدل.دسیا ځانګړي ټیمونه له لوړپوړوافسرانواوشبه نظامیانوڅخه جوړوو.چې په افغانستان کې یې دطالبانوضد ،بیلابیلوځواکونوسره اړیکي درلودې.دهغو هدف دامریکا دولت لپاره دالقاعده اوطالبانو اړوند اطلاعاتو راټولول ،اودغه هیواد ته دامریکا دځانګړوځواکونوچمتووالی اود هم پیمانه هوایې آلوتکودبریدونوترسره کول وو.))
له دې شپې وروسته ګري شرون ،(دزامې ماتوونکي ټیم) دځانګړي عملیاتي ډلې دعملیاتودتصمیم واک درلود چې په مستقیم ډول دواشنګټن د جـنګ کوټې اوسیاستوالوسره په تماس کې دی.اوشیبه په شیبه په پوره جزیاتوسره دطالبانود راپرزولواوپرهغودبلوسلورپوټونه ورکوي.
هغه د دغه سفر په پیل کې دهزاره دیوه تشیع مذهبه مشرسره له نوم اخیستلو پرته دلیدنې یادونه کوي.
))  
پنځوس زره نغد ډالردهزاره لوړپوړي قوماندان ته دزامې ماتولودټیم غړي کریس له خوا ورګرل شول چې په ناببره توګه تاشکند ته راغلی و.موږدجهاد له وخته د دغه قوماندان سره اړیکي درلودې.هغه اودهغه ځواکونه د کابل په چم ګاونډ کې خورا اغیزمن وو((.
په پای کې (دزامې ماتولوټیم)د۲۰۰۱کال دسپټمبرپه ۲۶ نیټه له غرمې وروسته په دووبجواوڅلویښتو دقیقودچورلکو په وسیله درې میلیونه ۳ میلیونه نغد،چغد ډالراوڅوټنه تجهیزات اووسلې دپنجشیر داستانه په کلي کې ،په هغه کور کې ځای پرځای کړل چې کله ناکله احمد شاه مسعود له هغه څخه داستوګنې دمرکزپه توګه کار اخیسته.
په دغه سفر کې دلومړي ځل لپاره ګري شرون دمسعود داستخباراتودچاروریس عارف نومي سره وکتل اوهغه ته یې پنځه لکه ډالرنغد،چغد ورکړل .اودغه پوهاوي ته سره ورسیدل چې باید بې له ځنډه یوڅارګرټیم جوړاولاس په کارشي.
هغه همداراز زیاتوي:
((...د سي ،ای،اې هغوټیمونوچې پخوایې له احمد شاه مسعودسره لیدلي وو.هم شمالي ایتلاف ته ډالرور کړي وو...))
ګري شرون چې په افغانستان کې یولوی ماموریت ورغاړې وپنجشیرته په لومړي ورتګ ،ناروغه کیږي.دټیم ډاکتراغیزمن نه واوڅه یې له لاسه نه کیدل.په اوونیو یې خیټې درد کاوه اوډیرځله یې خا ک انداز،توالت ته ځان نه شو رسولی.هغه پلاستیکي بوتلونه چې اوبه یې ترې څښلي اوخالي وو.سرونه یې داسې پرې کوي څو دشپې دنس ناستي په مهال د دردونواوحاجت له کبله وکاروي.ګري دغه داستان په ټوکوبیان کړ دی.لنډه داچې امریکایانوته دافغانستان په څیر هیواد درښتینوستونزوښکارندوی دی.اوداډول نښې نښانې په بیلابیلواړخونوکې لیدلی شوچې ډیری یې خندوونکي اودباور کولونه دي.خوهغه واقعیت وي.لکه شرون اودهغه داوبوپلاستیکي تش بوتلونه.
هغه په پنجشیر کې دیوې شپې لومړنی خاطره داسې بیانوي:
((دوه ساعته وروسته له خوبه راپاڅیدم.خیټه مې غوریدله اوپام مې شوچې باید ډیر ژرتشناب ته ځان ورسوم.دسهیلي اسیا په سیموکې داوږدوکلونوداستوګنې په لړکې پدې پوهیدم چې دا اسهال یانې نس ناستي لومړی نښې دي.غوښتل مې چې برزو واغوندم خو ناوخته شوی و.اوداسهال مخه مې نه شوای نیولای.هڅه مې وکړه چې د دستمال په وسیله داسهال دتوییدواوبهیدومخه ونیسم .خو په دې برخه دبري چانس کم و.هیښ،پیښ پاتې شوی وم اوپه دې پوهیدم چې په داسې حالت کې نه شم کولی دکوټې له لارې تشناب،توالت ته ځان ورسوم.داوبودپلاستیکي بوتل سرمې چې دهغه اوبه مې دګروپ دمړه کیدومخکې څښلي وې دخپل جیبي چاقوپه وسیله پرې کړاوهغه مې دخپل مقعد لاندې ونیواوخپله ستونزه مې یوڅه حل کړه.
دشرم اودردسره جوخت پخپلوپښوکیناستم.سخته تبه اونس ناستی مې درلود.خیټه مې غوریده.خپل ځان اودکوټې فرش مې چټل اولړلی و.اوپه دې پوهیدم چې دشپې په اوږدو کې به زما روغتیا ښه نه شي.افغانستان ته مې سفرحیرانوونکی پیل شوی و.))
داسې ویل کیږي چې دغه ستونزه هغه په افغانستان کې دسفر ترپایه درلوده.
خو ګري شرون دخپل کار په دفتر کې د ډبلوبنډلونودپاسه کیناسته اودهغوله منځه هیڅوک هم نه وو خبر،خوګري پوهیده چې دهغه بنډلونودپاسه ناست دی چې لس میلیونه نغد،چغد ډالر پکې دي.دهر درد علاج اودرمل.رښتیا هغه څه چې په ډیر حساس وخت کې دګري شرون اوهم دسي،ای،اې ټیم غړوته یې په درد وخوړ.همدغه (پنډ بنډلونه) ووچې دطالبانو دفشار په مهال یې دایتلاف رهبران دسیا په منګولوکې کیباسل.


ګري شرون بې له دې چې قضاوت وکړي داڅرګندوي چې څه ډول دشمال ایتلاف رهبران دهغو له ډلې څخه پخپله جنرال قسیم فهیم چې داحمدشاه مسعود له مرګ وروسته دشمال ایتلاف دځواکونونوی قوماندان شوی ودنورو مطرح قوماندانانوهر یو اسماعیل خان،جنرال عبدالرشید دوستم اوعطا محمد نورسره دسي،ای،اې له مستقیم تماس څخه په ویره کې و.
په داسې حال کې چې دشمال ایتلاف رهبرانو دافغانستان دخاورې لس سلنه په واک کې وه .له هغوسره دامریکا مرسته خورا خیاتي وه .دوی هیڅکله هم په خورابدو شرایطو کې دخپل منځي شخ،شولانګونه خلاصیدل لکه چې تراوسه پوري همدا ډول دي.
ب .اکبري
۱۷-۰۲-۲۰۱۷