دلته ټول یو په بل شیان خرڅوي

څوک یی قیمت څوک یی ارزان خرڅوي

ځینی د ګټی په چل ول پوھیږي

ځینی یی ھروخت په تاوان خرڅوي

ځینی یی دومره د پیسو وږي دي

چی په پیسو باندی وجدان خرڅوي

ځینی یی دومره په ثُروت مین دي

چی ورته خپل دین او ایمان خرڅوي

ځینی د خپل ځان په سودا اخته دي

دوی د شیانوپه څیر ځان خرڅوي

دلته انسان د مال په څیر خرڅیږي

اوس انسانان ، نور انسانان خرڅوي

دلته مشران ھم سوداګرجوړشوی

دوی یوپه بل باندی کشران خرڅوي

ھرسیاسي لیډر تاجرجوړشوی

اوس ھرلیډر خپل پیروان خرڅوي

د دی بازار په ضد قیام په کاردی

دلته ھرڅوک زمونږآرمان خرڅوي

الحاج الھام الدین قیام

والدورف/جرمنی

۰۲/۰۸/۲۰۱۴