سرلوڅ مرادزی

د کټارو تر شا اسلام اباد څه غواړي؟

 

د سند ایالت سیمون سیمه کې د لال شاباز قلندر پر زیارت برید ته چې پکې ۸۰ تنه ووژل او د ۱۰۰ تنو په شاوخوا کې ټپيان شول، اسلام اباد په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سیپټمبر د ۱۱ مې پېښې رنګ ورکړي او له دې پېښې کټ مټ د سیپټمبر د پېښې پشان د سیمې او نړیوالو د تېریستلو په موخه د افغانستان په لور د خپلو تیریو او پوځي سوقیاتو لپاره د یوې پلمې پتوګه کار اخلي!

که څه هم د ډیورنډکرښې پر دواړو غاړو پر افغان خاوره او ولسونو د پاکستان تیري، د ترهګرو په نوم او پلمه او یاهم په مستقیمه توګه له پخوا راهیسې ادامه لري، خو دا پېښه اسلام اباد د افغانستان په وړاندې د خپلو تیریو او بریدونو لپار د یوې نوې او ښې بېلګې پتوګه کاروي.

د شاباز قلندر زیارت پېښې سره په تړاو ورکولو او په دې پلمه چې ترهګر له افغانستانه راغلي وو، اسلام اباد پر ډیورنډ کرښه د نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف، افغانستان سره د تګ راتګ ټولې لارې او دروازې وتړلې او په یو اړخیز ډول يي د دوه هېوادو ترمنځ سوداګریزې او ټولنیزې اړیکې په عملي توګه پرې کړي.

همداراز له پېښې یوازې څو وروځې وروسته، اسلام اباد د ۲۰۱۷ کال د مارچ په دوهمه پریکړه وکړه، که چیری پلې شي په هغې سره به FATA (Federally Administered Tribal Areas) د ډیورنډ تپلې کرښې کوزه غاړه د پښتنو خپلواکه سیمه په پاکستان کې مدغم شي او د دې سیمې خپلواکي به هم د کوزې پښتونخوا د نورې سیمې پشان ختمه شي!

اوس د دې لړۍ په تازه برخه کې د پاکستاني پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه وایي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کرښه د اغزن تار (کټارې) لګول پیل شوي دي.

نوموړی وايی «کټارې به لومړی په هغو سیمو کې لګول کیږي چې وسله وال پرې په اسانۍ تګ راتګ کولی شي. نوموړي دغه خبره د شنبې په ورځ قبایلي سیمو ته د خپل سفر په مهال وکړه. باجوه وايی باجوړ او مومند ایجنسۍ تر ټولو زیاتې خطرناکې سیمې دي او پوځ به اول په همدغو سیمو کې کټارې لګوي. امریکا غږ»

دلته هم باجوه او د اسلام اباد نور چاروکي پر کرښه د کټارو لګولو لپاره د ترهګرو نوم پلمه ګرځوي او وايي چې په دې وسیله غواړي پاکستان ته د ترهګرو د وراوښتلو لارې بندې کړي. خو لکه چې څرګنده ده د کټارو په لګولو سره اسلام اباد څو موخې لري؛ یوخوا غواړي نړۍ ته وښۍ چې ترهګر په پاکستان کې نشته او له افغانستانه پاکستان ته ور اوړي او بلخوا د کټارو د لګولو په پلمه به لومړی له ټولې کوزې پښتنونخوا وړاندې راتېرشي، پښتونخوا به هضمه کړي، ډیورڼډ کرښې ته به ځان را نږدې کړي او د کټارو په لګولو سره به دغه استعماري او تپلې کرښې ته د هېوادو ترمنځ د سرحدي پولې حیثیت تر ګوتو کړي.

دلته باید دا هېر نه شي، لومړی په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د ترهګرو د ځای پرځای کېدو ډرامه او پر دې سیمه د امریکايي ډرون الوتکو بمبار او بیا د پاکستاني پوځ د ضرب غضب په نوم عملیات، دا ټول د دې لپاره وو چې د FATA پښتنو خپلواکه روحیه ووژل شي، پنجابي پوځ د ترهګرو د لټون او چاڼ په پلمه دې سیمې ته راننوځي، لومړی دFATA خپلواکي ختمه کړي او ځان ډيورڼدکرښې ته رانږدې کړي چې وروسته د کټارو په لګولو سره د ډیورنډکرښې ته پخپل اند رسمي بڼه ورکړي.

نن هم کله چې باجوه او د اسلام اباد نور چارواکي پر ډیورنډ کرښه د کټارو لګولو په مهال، له افغانستانه د ترهګرو د اوښتلو د مخنیوي په پلمه خبره کوي، په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزارت وايي« افغانستان کې یې د القاعدې شبکې یو مهم قومندان د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژلی. امریکا وايي، قاري یاسین یې له ۲۰۰۸ کال راهیسې څارلی دی. د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، قاري یاسین تېره اونۍ د بې پیلوټه څارګرو الوتکو په یوه برید کې وژل شوی. واشنګټن پر یاسین تور لګولی، چې ګني په ۲۰۰۸ کال یې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې پر ماریوټ هوټل برید کې د دوو امریکايي پوځيانو په ګډون لسګونه نور کسان وژلي وو.امریکا غږ»

د امریکايي چارواکو داسې څرګندونې چې ترهګر يی په افغانستان کې وژلې او یا نیولي، د اسلام اباد د هغه ادعاوو سره هممهال چې وايی پاکستان ته ترهګر له افغانستانه ور اوړي او په دې لامل د هغو د مخنیوي لپاره باید پر ډیورنډکرښه کټارې ولګوي، د اسلام اباد د ادعاوو د پخلي لپاره ګڼل کېدای شي. په ورته وخت کې د امریکايي او پاکستاني لورو داسې تکراري ادعاې تصادف نه شي ګڼل کېدای، بلکې هغه د یوې سیناریو بېلا بېلې برخې بلل کیږي چې له یوه ځایه سرچینه اخلي او یوه موخه لري!

کله چې افغانستان کې امریکا او ناټو پراخ او پیاوړی شتون لري او بلخوا امریکا افغانستان سره امنیتي تړون او ۹ پوځي اډې هم لري، اسلام اباد د افغانستان په لور پوځي سوقیات او پر افغان خاوره داسې ښکاره برید او تیري د امریکايي مقاماتو له خبرتیا او سلا پرته نه شي کولای!

لکه څنګه چې د سیپټمبر د ۱۱ مې پېښې په پلمه، ترهګرو سره د مبارزې په نوم امریکا افغانستان ته راغله او له دې پېښې يي د حضرت عثمان کمیس جوړ کړ، دغسې اسلام اباد هم غواړې د لال شهباز قلندر د زیارت له پېښې د عثمان کمیس جوړ کړي او ترهګرو سره د درواغجنې مبارزې په نوم پښتونخوا لاندې کړي، پښتانه سره بېل او وویشي او ډیورنډ کرښې ته د پولې نوم وګټې او د افغانستان بهرنۍ تګلار د خپل اغیز لاندې ولري.

له کټارو مخکې هم د ترهګرو د مخنیوي په پلمه، اسلام اباد پر ډیورنډ کرښه د کندهارــ کویټې په برید د یوولس سوه کیلو مترو په شاوخوا خدق کیندلی وو چې د افغانانو او کوزو پښتنو له کلک غبرګون سره مخ شوی وو. د کټارو په اړه هم افغان حکومت پخپل غبرګون کې وايی« د افغان حکومت له موافقې پرته د ډیورنډکرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري هر ډول اقدامات او موانع بې ګټې دي»

همدارنګه دا چې ویل کیږي«پر ډيورنډ کرښه نړیوال قانون او د افغانستان او بریتانوي واکمنو، هند او پاکستان ترمنځ د شویو ټولو تړونونو له مخې که پر ډيورنډکرښه یا ورسره څېرمه پاکستان هر څه جوړوي، د کابل رضا به پکې شامله وي..BBC» یوازې رضا بسیا نه کوي، افغانانو ته اصلا د ډیورڼډ کرښه د منلو نه ده!

بلخوا د اسلام اباد په وړاندې پر ډیورنډ کرښه د کټارو د لګولو په تړاو د کابل غبرګون هم باید نورې برخې ولري، یوازې د بهرنیو چارو د وزارت پورته اعلان شوی دریځ بسیا نه کوي!

افغان حکومت کولای شي د دغې ستونزې په اړه امریکا او ناټو سره خبرې وکړي او د هغو ی ملاتړ ترګوتو کړی. بلخوا په ملګرو ملتونو کې هم په دې اړه خپل غږ اوچتولای شي او نن چې پاکستان د ترهګرو په ملاتړ په نړۍ کې ګوښه شوی، د هغه په وړاندې ډېر نور څه ترسره کېدای شي.

د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۲۷ مه

سرلوڅ مرادزی