په بلجیم کې د آغلې جمیله زمان انوري د ټولنیز، علمي، ادبي او فرهنګي هاندو هڅو په ویاړ نمانځ غونډه

 

درنو او قدرمنو آغلو او ښاغلو حاضرینو، د ادب او فرهنګ درنو مینه والو دوستانو!

زه خپلې پیرزوینې او نیکې هیلې ستاسو درنه حضور ته وړاندې کوم .

زه ویاړم چې ستاسو ګرانو دوستانو او د ادب مینه والو سره یو ځای په داسې یوه پرتمینه غونډه کې برخه اخلم، چې دا غونډه د یوې خوږ ژبې ویاندې، ادب پوه، ټولنیز پوه، تکړه او نامتو رسنوالې، د اندو ژوند او دعلمي، ټولنیزاو ادبي هاندو و هڅو، بریو او بریاوو په ویاړ جوړه شوې ده .

دا علمي، ټولنیزه او ادبي څیره، فرهنګپاله، هیواد پاله، هنر پاله، نومیالې او تکړه ویانده، پر ټولو ګرانه او ټولو ته منلې ملي سټه، جمیله زمان انوري ده .

زموږ په افغاني ټولنه کې د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې افغاني ادب، کلتور او فرهنګ لرغونۍ تاریخ لري .

که چیرې د علم، ادب، کلتور او هنرغوړیدلي او رنګین تاریخ ته په ځیر سره وګورو، له نیکه مرغه زموږ د هیواد زیاتروعالمانو، پوهانو، لیکوالو، ژورنالیستانو او ادیبانو لکه ځلیدونکي ستوري د خپل قلم، پوهې، ژورو خیالونو او لوړو فکرونو په وسیله، د نړۍ او د خپلې ټولنې د بیلابیلو مسایلو ، حوادثو او رنګارنګ پیښو او حالاتو په اړه خپله تګ لاره، انساني احساسات او عواطف په بیلا بیلو ډولونو په ډیرعالي او ظریفانه بڼه په خپلو آثارو کې بیان کړې دي، او د علم، کلتور، ادب او هنررنګینه نړۍ یې، روښانه او ځلانده ساتلی ده، او همداسې یې د علمي، کلتوري او فرهنګي پرمختګ او پراختیا په برخه کې فعاله، ګټوره او اغیزناکه ونډه اخیستې ده.

په دې کې شک نه شته چې د ادب په تاریخ کې د نومیالیو، میړنیو اتلانو، نامتو عالمانو، ادیبانو ځلانده کارنامې او نومونه د تل لپاره ژوندي پاتې دي او د دوی د پام وړ او ارزښتناک اثار زموږ په جګړه ځپلي هیواد کې معاصرو او راتلونکو نسلونوته د یوې علمي، ټولنیز، کلتوري او فرهنګي زیرمې او معنوي پانګې په توګه، لویه او بډایه شتمني ده .

آغلې جمیله زمان انوري زموږ د هیواد په ادبي ډګر کې نه یوازې نامتو، خوږ ژبې او با استعداده ویانده ده، بلکې د پوهې، ادب، فرهنګ، کلتور او ټولنیز ژوند د ودې ، پرمختګ او پراختیا په برخه کې خپل ځانګړی ځای او مقام لري چې زموږ هیواد وال او په تیره بیا دعلم او ادب مینه وال ورباندې ویاړي او د قدر په سترګو ورته ګوري.

آغلې جمیله زمان انوري زموږ د هیواد د رادیو او تلویزون هغه پخوانۍ، او د مسلکي تجربې تکړه څیره، هڅانده اوبا احساسه ویانده ده، چې د خپل خوندور غږ او استعداد، لیاقت، ادبي او فرهنګي هلوځلو له لارې یې نه یوازې اخباراو خبرونه لوستل خو په بیلابیلو نورو خپرونو او برنامو کې یې هم نطاقي کوله. دې په خپل وخت کې د رادیو او تلویزون څپو ته ښکلا وربخښلې وه او د ادب او فرهنګ برخه یې تل توده، ښکلې او رنګینه ساتلی وه . هغه علمي، ټولنیز او ادبي مطالب، چې د دې په خوږه ژبه بیانیږي د درنښت اوستاینې وړ دي، او د اوریدونکو او لیدونکو په ذهني او رواني حالاتو کې یو معنوي کیفیت، تصور او خیال راپاروي.

محترمه جمیله زمان انوری در (۲۸) حمل سال (۱۳۲۱)هجری شمسی در کابل درباغ علی مردان در کوچه محمدزایی ها دریک خانواده روشنفکر چشم به دنیا گـشود. این چهره برازنده و ممتاز بعد از ختم تحصیلات عالی از لیسه ملالی در شهر کابل به پوهنځی تعلیم و تربیه شامل ګردید. در سال (۱۳۴۴)هجری شمسی بعد از سپری نمودن تحصیلات از پوهنځی تعلیم وتربیه در بخش های مختلف تعلیمی و تربیتی ایفاء وظیفه نموده اند.

جمیله زمان انوری یکی از چهره های اثر گــذار در بخش تعلیم و تربیه بوده، او در ولایت کندوزدر لیسه بلقیس به حیث معلم بعدا سر معلم مکتب سپس مدیر مکتب و نظر به لزوم دید وزارت تعلیم و تربیه در شهر کابل به حیث مدیر عمومی مکاتب دختران، مدیر عمومی نظارت تعلیم و تربیه شهر، مدیر عمومی میتودیک و پروګرام های تحصیلات عالی ، مدتی به حیث مشاور ریاست کودکستان ها ، بعدا به صفت میتودیست مرکز علمی میتودیک واستاد اکمال تخصص معلمان و چند سال اخیر بحیث کادر مسلکی ریاست تفتیش وزارت تعیلم و تربیه اجرای وظیفه مینمودند.

محترمه جمیله زمان انوری در جریان وظایف در چندین سیمینار های روانشناسی ، پیداگــوژی، اداره و نظارت که تحت استادان آلمانی دایر گــردیده بود فعالانه سهم داشتند که مورد ستایش و تمجید آنها قرار گــرفته و تصدیقنامه های هم بدست آورده اند.

در سال (۱۹۸۱) عیسوی میلادی با یک تعداد از مدیران مکاتب تعلیم و تربیه برای اشتراک در یک سیمیناری تعلیمی مدت یکماه عازم دهلی جدید گــردیدند وبعد از ختم سیمینار با سند فراغت دوباره به وطن برگــشتند.

در سال (۱۳۶۲) هجری شمسی به محترمه جمیله زمان انوری دیپلوم افتخاری نطاقی و جایزه مطبوعاتی از جانب مقامات وقت اهدا شده.

در سال(۱۳۶۴) هجری شمسی از طرف ناحیه سوم شهر کابل بعنوان وکیل در شورای نمایندگــان مردم نامزد گــردیدند که با اتفاق آرا برای یک دوره انتخاباتی پذیرفته شدند. نامبرده به کشور های مختلف خارجی جهت بازدید سیستم تحصیلی سفرهای داشتند که صاحب تقدیرنامه ها و تحسین نامه ها گــردیده اند.

نامبرده در سال (۱۹۹۸) عیسوی میلادی در کشور هالند پناهنده شدند که فعلا با فامیل خود درین کشور زندگــی مهاجرت را سپری مینماید. قابل یاد آوری است که محترمه جمیله زمان انوری در دیارغربت، مهاجرت و دوری از وطن، هم در فعالیت های اجتماعی، ادبی، کلتوری و فرهنگی سهم فعال و ارزنده داشته اند.

در دوران مهاجرت نامه پر از محتوا که مشکلات وپروبلم های زنان و دختران افغان مقیم وطن ما را انعکاس میداد با ترجمه انگلیسی آن به کوفی عنان سرمنشی ملل متحد ارسال نمودند. چندین مصاحباتی با ژورنالیستان و روزنامه نگاران هالندی در مورد وضع رقتبار زنان و دختران افغان انجام داده اند.

در سال (۲۰۰۲) عیسوی میلادی به حیث نماینده افغانان مقیم کشور هالند که بیشترین آرا را بدست آوردند در لویه جرگه استراری در افغانستان اشتراک نمودند.

در کشور هالند کتاب تحت عنوان () چاپ شده که نام یک تعداد از نخبگان مهاجر شش کشور در آن درج شده که خوشبختانه درین کتاب نام محترمه جمیله زمان انوری هم درج است.

در سال (۲۰۰۶) میلادی در موزیم ملی هالند در شهر دینهاک یادبودی از شخصیت های علمی، ادبی و فرهنگی برگزار گردیده بود که با کمال افتخار در جمع این شخصیت ها دربین چهل پنج هزار مهاجر افغان محترمه جمیله زمان انوری اولین خانمی مهاجرافغان است که دو دیپلوم و اسناد مختلف دوره کاری، یک قطعه عکس و بیوگرافی ایشان الی سال (۲۰۲۱) به نمایش گذاشته شده است.

به همین ترتیب تقدیر نامه ها از جانب کانون بین المللی صلح، بنیاد فرهنگی حافظ عبدالمجید، اتحادیه انجمن های افغانان در هالند، همایش زنان افغان در اروپا و لوح تقدیر از جانب سفارت جمهوری اسلامی افغانستان اخذ نموده اند و همچنان سه بار لقب مادر شایسته سال و یک تعداد تقدیر نامه ها و تحسین نامه ها را ار انجمن های مختلف بدست آورده اند.

د پورتنیو خبرو پر استناد، اغلې جمیله زمان انوري هغه ځلانده او فرهنګپاله څیره ده، چې په ټولنیزو ادبي او فرهنګي هڅو او چاروکې یې نه هیریدونکي او نه ستړیدونکې هلې ځلې تر سره کړې دي، او په دې لاره کې یې د خپلې همیشنۍ وطني، ملي او ادبي مینې په درلودلو سره په پوره او سپیڅلي احساس او انساني عواطفو سره فعاله ونډه اخیستې ده.

لنډه دا چې د نوموړې ریښتینې مینه او بریاوې د ټولنیز ، افغاني کلتور، ادب او فرهنګ په برخه کې هغه څرګند واقعیتونه دي چې نه یوازې موږ او تاسې، خو راتلونکي نسلونه به هم پرې وویاړي.

اغلې جمیله زمان انوري یوه مهربانه، زړه سواندې اودرنه څیره ، مینه ناکه، ، د لوی زغم او سپیڅلي احساس خاونده سټه ده . د دې په خبرو اترو کې هر وخت د انسان او انساني کرامت درناوی، له خپل ولس، کلتور، ادب او فرهنگ سره ژوره مینه څپې وهي او په ذهن کې يې د هیوادوالو اتحاد او اتفاق، او د ملي یووالي، ورورولۍ او برابرۍ موخه او مرام له ورایه راڅرگندېږي.

ما د آغلې جمیله زمان انوري د پوره پیژندګلوي په تړاو څو کاله مخکې له دې سره یوه بشپړه علمي، ادبي او مسلکي مرکه درلوده، چې په بیلابیلو سایتونو کې خپره شوې ده، که غواړئ چې د دې په اړه پوره معلومات تر لاسه کړئ، تاسو درنو مینه والو ته بلنه درکوم چې دا مرکه ولولئ او خوند ترینه واخلئ.

دوستان عزیز و گرامی :

همزمان به مناسبت سال نو، جشن پر شکوه میله گل سرخ و عید نوروزی بهترین تمنیات و شاد باش های نیک و مراتب مبارک باد خویش را خدمت فرد فرد شما عزیزان از صمیم قلب ابراز میدارم.

به شما دوستان گرانقدر سال سعادت و خوشبختی، سال صفا و صمیمیت، سال رفاه و آسایش، سال اتحاد، اتفاق و وحدت ملی ، سال صلح و امنیت سراسری در وطن محبوب ما آرزومندم.

درنو دوستانو او د ادب مینه والو!

په پای کې غواړم ووایم.

زه د اغلې جمیله زمان انوري د ټولنیز ، کلتوري، ادبي او فرهنګي کارنامو، هاندوهڅو د درناوی، درنښت او ستاینې د وړاندې کولو تر څنګ، په بلجیم کې د افغانانو د ملي یوالې د ټولنې او په تیره بیا له ښاغلي خلیل الله وفا خدرخیل څخه چې د دغې پیژندل شوې ویاندې، فرهنګپالې او ادبپوه په درنښت یې دا علمي – کلتوري او فرهنګي بنډار جوړ کړی دی د زړه له کومې مننه کوم .

آغلې جمیله زمان انوري ته د لوی خدای څخه خوشاله، نیکمرغه، سرلوړی او سوکاله ژوند او اوږد عمر غواړم.

په درنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود