نن  هغه انتظار ختم شو  چی له یوه کاله را پدی خوا افغان ملت  ددی هدف  ته درسید لپاره ملاتړلي وه ، د یو کال به اوږدو کی  انتخاباتې مبارزی  ته  دوام ورکړي وه ، په ټاکنو کی  د خلکو د پراخ ګډون  کولو ته  دیر وسیع کار کول

د خلکو لخوا د  سختو امنیتی تهدیدو سره سره د اولسونو  برخه اخستنه  او تر ټولو  درند ه او جنجالی دوره د راییو شمیرلو دوره  تیره شوه ، د انتخاباتو دکمسیون لخوا  ددی پروسی عملی کولو په هغو مشکلاتو او چنجالونو  چی د همپالنی  تیم لخوا را منځته کیدل اوس بحث نکوه  شه  شوله  چی تیره شوه او په خیر سره  یی پای ومند .

البته دا ټولو فشارنو ته ملا تړل او په تینګ عزم سره د ټول ټاکنو  ملی پروسی مخ ته وړل د وطندوسته ملی  شخصیتونو ، مدنی ټولنو فعالینو ، روڼاندو ځوانانو  په  ګډون ،او د ټول ملت لخوا  چي په ټولنه کي  د  دیرو  حاکیمو نا خوالو څخه د خلاصون په خاطر وی .  او دا مبارزه  زموږ په هیواد کی د تو پک او قلم تر منځ د زورواکی او قانون د حاکمیت تر منځ  او  د اداری فساد د دوام  او د پاکی  اداری  درامنځ ته کیدو تر منځ  یوه  سیالی وه   .بالاخر   د خلکو راییو د ډیرو سختو پړاو او رنګارنګ تفتیشو  تر تیریدو ورسته نوی رنګ راوړ او زموږ ملت دی ارمان ته ورسیده چی په هیواد کی د قلم او قانون  دحاکمیت   په  رامنځ ته کیدو سره  لمړی  قدمونه واخلی  او ددی ځواک په راس کی نن داکتر اشرف غنی احمدزی د جمهور ریس په توګه د لوړی (تحلف) مراسیم په ځای او په هیواد کی د قدرت د صلحیز انتقال اساس کیشودل شو.  

نن د هیواد نوی  ولس مشر خپله لومړنی وینا د تحلیف په مراسیمو کی واوروله ،بیانیه یی ډیره هر اړخیزه او په دیرو کلکو ټکیو سره یی  ادا کوله . د ریس جمهور ننی وینا  پراخ مطالب درلودل چی ورباندی کتابونه لیکل کیداي شی خو په لنډه ټوګه اشاره ورته کوو .د ریس جمهور په وینا کی چی د راتلونکی دولت د اساسی کرښو  په مفهوم بلله کیدای شی .

 د حقوقو د ساتنی اورګانو وظیفی او مکلفیتونه په شفاف دول اجرا کولو ته شه اشاره وشوه او د ستره محکمی لپاره یی د مکافاتو اومجازاتو د اصل په بنا د ټولو قاضیانو ارزونه  توصیه کړه ، تر څو د فاسدو کارمندانو لاس له کاره ونیول شی او تینګار یی وکړ چی  په ټولنه کی د عدالت تینګول د خلکو فردی حقوقو ته احترام کول دی او دا د خلکو اساسی غوشتنه ده .او پدی وسیله دخلکو اعتماد په خپل دولت  رامنځته کیږی چی دا زموږ ارزو ده .

لویه څارنوالی دی هم د قانون په چوکات کی  خپلی وظیفی چی د تحقیق او د دوسیو تعقیب په محکمو کی دی  متوجه واوسی  او د خپل صلاحیت سره سم کار وکړی او د لوی څارنوالی د مسلکی هغو مفسیدو کارکونو د رشوت لټونی  استعلامونو مخه ونیوله چی د رشوت د لارو د پیداکولو په منظور یی ساختمانی او تجارتی شرکتونه  تر فشار لاندی نیول  او د جرم د کشف نه مخکی د تحقیق پاڼی ورکولی او ورسته د رشوت له اخستلو دا بی بنیاد پاڼی  په باطله دانی کی اچولي  . د لوی څارنوالی د اصلاح وعده یی  تاییدأ وکړه البته چی د خلکو لخوا په نیک فال سره ددی  وینا هر کلی کیږی او د لوی څارنوالی اصلاح د ټولو صادقو وطنوالو ارزو ده ځکه د رشوت مخه په رشوت خور نه نیوله کیږی او فساد پاکه  تولنه جوړول  د فاسدو کارمندانو پوسیله ناممکن دی ځکه ویلای شو چی کادری سیستم جدی اصلاح غواړی ځکه  نوی سیاست نوی خولي غواړي .

له ټولو ډیر مهم تکی چی په ټولنه کی د فساد داساس مخنیونکی بلل کیږی هغه د وکیلانو د مفسید تجارت مخنوی دی ،ریس جمهور په کلکو ټکیو سره وویل وزیران پارالمان ته جواب دهی لری هر کال به  دوزیر کارونه ارزوی خو د شخصی تماسو څخه جلوګیری وکوي او هیڅ وکیل نور نشي کولاي چي د وزیر دفتر ته د کارونو د اجرا د غوشتنی په خاطر ولاړ شي ، هیڅ وکیل  د تقرر او تبدلی فرمایش وزیر ته ورکولای نشي. دا هغه نیک اقدام دی  چی د تقرر په پروسه کی د روابطو مخه نیسی . دا هغه اقدام ده چی د وکیلانو د رشوت اخستنی ته د پای ټکی کیشودل شو . او د تالار د حاضیرینو لخوا په دوامداره چکچکو بدرګه شو.

ولس مشر په هیواد کی د صلحی او ثبات د راوستلو په خاطر د قوی مرکزی دولت تنګښت وبلل  او ددی ثبات  لوی مانع  او اصلی عامل د موازی حِکومتونو  موجودیت په ګوته کړ  او تاکید یی وکړ چي دا به موږ  ختموو. یو واحد افغانستان یو قوی افغانستان به لرو چی ټول اتباع یو شان حقوق ولری لومړی درجه او دوهمه درجه ولایتونه او وګړی نلرو . دا د برابری اصل د هیوادوالو او ولایتونو تر منځ دی  ټول ولایتونه به متوازین پرمختګ لری او ټول هموطنان به مساوی حقوق او امتیازات لری .

جمهور ریس د  بهرنی سیاست په برخه کی د ګاونډیانو سره ، د عربی هیوادو سره، د اسلامی هیوادو سره او د غربی هیوادو او جاپان سره د افغان دولت د اړیکو ټول اړخونه روشانه کړل ، چی زموږ روابط به په متقابل احترام او د یو بل په کورنیو چارو کی د نه لاسوهنی په بنیاد ولاړی وی ، ددی تر څنګ یی  داقتصادی ودی او متوازن انکشاف د طبعی او بشری منابعو په تشرح کولو سره  د هر اړخیزه پلانونو یادونه وکړه، ولسمشر  دصلحی  راوستل اساسی ضرورت وبلل او د مخالفینو سره د مستقیمو خبرو کول پشنهاد وکړ  خو د صلحی د شوری په وظیفو یی کومه تبصیره ونه کړله.

 اوس راځو دی ته چی له  یو طرفه داسی سترې او ملی وظیفې اجرا کول  د نوی حکومت په مخ کی  دی او له بلی خوا د مخکنی دولت څخه د کاری فرصتونو  او پرمختګونو سره سره د مشکلاتو او د کار د موانعو غرونه هم ولاړ پاته دی . اداری سیستم فاسد شوی ، د مافیایی کړیو تسلط  د دولت په هره برخه کی حاکم دی  او به فساد اغیشته کسان ددولت  ډیر چارواکی تشکیلوی  څنګه به نوی دولت  دا غرونو چپه کړی او د ترقی  د لاری څخه  یی لیری کړی   یواځني  لاره یی لوړ هوډ تینګه اراده او متین با ثباته ګامونه اخستل دي ،محترم ریس جمهور هغه وخت کولاشی چی دا پلانونه تطبیق کړی او دا هدفونه لاسته راوړي چی  تر ټولو لومړی دا مافیایی او مفسید سیستم اصلاح کړي   او ټول موجود موانع له مخی لیری کړی د کار وړ  با استعداد پاکنفس کادرونه په کار وګماری  د هیواد له هر ګوټ او هر میلیته د مستعیدو کادرونو په نشه کول او د  مفسیدینو پر ځای د هغو ګمارل حتمي شرط  دی .د تحول او تداوم تیم غړی او همکاران د زړه نه ورسره همکار واوسی او د یو اباد او سمسور افغانستان د جوړولو پلار کی نه ستړی کیدونکی دوامدار مبارزه  هڅه او هاند وکړی . رشتیا یی ویلی  چي «ارادې لنډوی  لاری ڼه ټوپکی  نه توپونه »  قاطع تصمیم اواراده ده چی موږ هدف ته رسوی  لکه څرنګه چی د انتخاباتو په شروع کی تینګه اراده  مو  د بری د لاسته راوړلو لپاره کړی وه همداسی د مترقی پلانونو په تطبیق کی بریالیتوبونه  لاسته راوړلای شو .

ومن الله  التوفیق