ګرانو خویندو او وروڼو، د علم، ادب او فرهنګ مینه والو دوستانو!

ستاسو درنه حضور ته په دغه پرتمینه غونډه کې ښه راغلاست وایم.

زه ویاړم چې ستاسو قدرمنو دوستانو سره یو ځای په داسې یوه درنه او پرتمینه غونډه کې برخه اخلم چې د یوهڅاند لیکوال، تکړه ژورنالیست، پیاوړي داستان لیکونکي، ټولنیز پوه، سیاست پوه، د ادبي او فرهنګي بریاوو او قدردانۍ په ویاړ جوړه شوې ده.

دا نوښتګر، مخکښ او پیاوړې پوهیال، فرهنګپال او د ادب او فرهنګ غوره ویناوال ګران او منلې ډاکټر صاحب ببرک ارغند دی.

ښاغلی ډاکټر ببرک ارغند زموږ د هیواد په ادبي او فرهنګي ډګر کې هغه نومیالی لیکوال او پیژندل شوې سټه ده چې په پوره ریښتینولۍ سره یې د افغان اولس بریاوو، ویاړونو او دردونو ته خپلې ادبي پنځونې ځانګړې کړې دي.

ښاغلی ډاکټر ببرک ارغند پر (۱۳۲۵) لمریز کال کې د کابل په ښار کې په یوه روڼ انده او منوره کورنۍ کې زیږیدلی دی.

دغه پیاوړی لیکوال په پر له پسې توګه د بلخ، کابل کندهار ولایتونوکې د باختر، حبیبې او میرویس هوتکي په لیسو کې زده کړې کړې دي، اوخپلې لوړې زده کړې یې د ادبیاتواو بشري علومو په پوهنځې کې پای ته رسولې دي.هغه ځواکمن استعداد چې ده درلودو د بلغارستان د صوفیې پوهنتون له خوا د خبریالی او ژورنالیزم په څانګه کې د دوکتورا دیپلوم ورکړ شوی دی.

ډاکټرصاحب ببرک ارغند د (ارواښاد غلام محی الدین) زوی دی چې د ( ویښ ځلمیانو) فعال غړۍ وُ. د دوی اصلي ټاټوبی د کابل ولایت د پغمان ولسوالی د ( ارغندی) کلی دی، او پلرنۍ ریشه یې سلیمان خیل او د تترخیلو د ستانکزای شاخ پورې تړلی دی.

ښاغلی ډاکټر ببرک ارغند د رسمي او نارسمي دندو سربیره د (درفش جوانان) د اونیزې بنسټ ایښودونکی او لومړنی مسوول مدیر دی. او همدا راز د (دهقان) مجلې او د (وطن) میاشتنی خپرونې مسوول مدیر پاتې شوې دی.

ګرانو دوستانو په دې غونډه کې یو شمیر د ادب درنو مینه والو هم ګډون کړئ دی او خبرې لري ، ما غوښتل چې د ډاکټر صاحب د داستاني اثارو په اړه هم یو څه ووایم او معرفي یې کړم خو د وخت د کموالي له کبله په همدې لیکنې بسنه کوم. خو زه تاسو دوستانو ته وړاندیز هم لرم. ما د ښاغلي ډاکټر صاحب ببرک ارغند سره یو کال مخکې بشپړه مرکه درلوده تاسو کولای شی د ډاکټر صاحب او د ده د اثارو د پوره پیژندګلوی په اړه دا مرکه په بیلابیلو سایتونو کې ولولئ.

خو سره له دې هم غواړم یو څه ووایم.


ارواښاد علامه محمود طرزي وایي :

(یو اولس په ژبه او ژبه په ادبیاتو ژوندی پاتی کیږي ... ).

د علامه طرزي صاحب د دې خبرو په لاسوند، په رښتیا سره چې ژبه او ادب د هر ملت یوه لویه شتمني ده، او ډیر ګټور او ارزښتمن میراث دی، چې باید زموږ هیواد وال د یو ښکلي او لارښوونکي هنري اثر په توګه لکه یو ګلبڼ ورته همیشنې پاملرنه وکړي.

په دې ویاړلي علمي او ادبي ډکر کې هغه لیکوال کولای شي ستررول او نقش ولوبوي، چې لوړه انساني عاطفه او د بشر پالنې احساس ولري، او د لوی اوهدفمند انسان په توګه د لوړو آرمانونوخاوند وي، پر خپله ژبه واکمن وي او د خپلې ژبې د پرمختګ او ودې په لاره کې کارنده او رغنده برخه واخلي، روښانه نړی لید او اندیشه ولري، د خلکو د سوکالۍ، دموکراسۍ او د عقیدو د بیان د آزادۍ لپاره مبارزه وکړي.

زموږ لیکوال باید د ځوانانو په راویښولو کې او د دوی د عیبونو په ورښودلو کې، د هیواد سمسورتیا او پراختیا ، د ملي احساس روزلو اوغوړیدلو ته ، د عالي او علمي افکارو خپرولو ، اخلاقي او تربیوي معیارونو ته ، په خپلو لیکنو او اثاروکې ځانګړې پاملرنه وکړي. د عدالت، انصاف، صداقت ،حقیقت او ټولنیزو حقوقو پلوې وي ، د پاک او سپیڅلي قلم خاوند وي اود قلم عفت او حیثیت وساتي، هغه ظلمونه اواستبداد، چې په خلکو کیږي وغندي او ټولنې ته یې په ډاګه کړي، او د ظالمو حکومتونو د ناروا کارونو سره او د ټولنیزو ناخوالو او د ټولنې د بدو پدیدو سره نه پخلاکیدونکې وي ، د ژړیدلو اوکړیدلو خلکو دردونو او روحي رنځونو سره، د هیواد، هیوادوالو، انسان او انساني کرامت سره ژوره مینه او خواخوږي ولري. د یو زړه سواندي انسان په توګه د شهیدانو او یتیمانو او خوارانو سره وژاړي او اوښکې تویي کړي او د دوی د غمجنو حالاتو سره غمجن او دردمن وي .

لنډه دا چې که زموږ ریښتینې لیکوال دا پورتنې څرګندونې په پام کې ونیسي نو باید یو متدین، پاک او سپیڅلې انسان، د تقوا اوپرهیزګاری دروند شخصیت، متواضع، بې کبره او د لوړو انساني اهدافو او صفاتو خاوند وي.

له نیکه مرغه زموږ د لرغوني هیواد زیاترو عالمانو، پوهانو لیکوالو، تاریخ لیکونکو، سیاستوالو، لرغونپوهانو، ژبپوهانو، ژورنالیستانو، د مطبوعاتو ډله ییزو رسنیو کارکوونکو، ادیبانو، شاعرانو او څیړونکو د دغو پورتنیو څرګندونو په پام کې نیولو سره په خپلو ګټورو آثارو او لیکنو کې خپل قلمونه اوچت ساتلي دي او خپل غږونه او فریادونه یې پورته کړي دي.

د دوی ګټور او غوره اثار زموږ د ادب او فرهنګ په تاریخ کې نه ورکیدونکي، نه هیریدونکي او تل پاتې دي. د دغو نامتو او سترو شخصیتونو کارنامې د درنښت او ستاینې وړ دي.

زموږ په هیواد کې له دغو غښتلو او علمي څیرو څخه یو هم ښاغلی

ډاکټر صاحب ببرک ارغند دی، چې زموږ دهیواد په ادبي، فرهنګي اوسیاسي ډګر کې یو پیاوړې، وتلې او پیژندل شوې داستان او کیسه لیکونکې، ادبي، فرهنګي او سیاسی شخصیت دی . دی د دري ژبې د هغو نوښتګرو، مخکښواو نامتو لیکوالو څخه دی، چې د ده په غوره لیکنو او ارزښتناکو داستاني آثارو کې ډیر لوړعلمي مفاهیم، انساني ، ټولنیز، ملي او ادبي تصورات او افکار په ډیره خوږه ، سلیسه، ساده او روانه ژبه بیان شوي دي . د ده په لیکنو او داستانونو اوکیسو کې هنري ښکلا، خیالونه، سمبولونه، تصویرونه، زموږ د اولسونو په ژوند باندې د واکمنو دودونو، عنعنوي ارزښتونو، پاک او سپیڅلي انساني احساسات، جذبات او عواطف ادبي او اخلاقي پیغامونه په ډیر رنګین او ظریفانه بڼه انځور شوي دي.

د ښاغلي ډاکټر صاحب ټولې لیکنې او اثار خو په تیره بیا د هغه غوره رومانونه لکه: (پهلوان مراد و اسپی که اصیل نبود)، (کفتربازان)، (سفر پرندګان بی بال)، او تاریخي رومان ( لبخند شیطان) زموږ د هیواد د ادبیاتو په اسمان کې ځلیدونکي ستوري دي او زموږ د فرهنګیانو، ادب پوهانو، قلموالو او لوستونکو د خورا درنښت او ستاینې وړ دي.

د دغه مجرب لیکوال د ګټورو لیکنو او داستانونو یوه بله ښیګڼه او ژور اغیز دا دی چې راتلونکو نسلونو ته د داستان لیکنې غوره او دقیق تخنیک او فن زموږ د ولسونو د ملي او انساني ارزښتونو، فرهنګي میراث، عقاید، فولکلور او دودونه لیږدوي او زموږ د ټولنې د ملي پیوستون ، ملي هویت او ملي خواخوږې د ټینګښت ښکارندوی او ساتونکی دی.

ډاکټر صاحب ببرک ارغند یو موُدب، زړه سواندی، متواضع، خواخوږی، مینه ناک، زړور او پتمن شخصیت دی. د هغو سپیڅلو لیکوالو له ډلې څخه دی چې خپله پوه، افکار او تجربه یې تل د خپلو هیوادوالو په خدمت کې ایښې ده.

دغه پیاوړی او زړور شخصیت د (۱۹۹۶) زیږدیز کال راهیسې د خپلې درنې میرمنې او پنځو اولادونو سره د هالیند په هیواد کې د کډوالی ژوند تیروي.

درنو دوستانو او د ادب مینه والو!

په پای کې غواړم ووایم :

زه د ښاغلي ډاکټر صاحب ببرک ارغند د ادبي، فرهنګي، ټولنیز، او سیاسي کارنامو د درنښت اوستاینې د وړاندې کولو ترڅنګ د ټولو ټولنیزو، ادبي او فرهنګي ټولنو څخه چې د دغه نومیالي، فرهنګپال او ادبپوه سټې په درناوی یې دا درنه او پرتمینه غونډه جوړه کړئ ده د زړه له کومې مننه کوم.

ښاغلي ډاکټر صاحب ببرک ارغند ته د پاک الله څخه خوشاله، نیکمرغه، سوکاله، برمیاله ژوند او اوږد عمرغواړم.د ده د لا نورو بریاوو او غوړیدو په هیله.

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادرمسعود