سرلوڅ مرادزی

 

انوارالحق احدی او د قاتلانو ټلواله!

انوارالحق احدي چې حکومت کې د څوکۍ د ترلاسه کولو د ملاتړ لپاره لېونی او څیري ګریوان د مزار او ترکيی پر کوڅو ګرځي، له هغې وروسته چې د بلخ د والي عطا محمد نور په دربار کې د هغه په جنګسالار حضور شرفیاب شو! ترکیي ته يي د تازه ایتلاف جوړولو لپاره د قاتلانو د سردار فراري دوستم په حضور د مشرف کېدو لپاره تشریف وروړ!

احدي د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ له حکومته په دې خوابدی اوبېزار دی چې د هغه(احدي) په وینا ولسمشر ورسره د هېواد د بهرنیو چارو د وزارت ژمنه کړې وه او نوموړې څوکۍ يي د اسلامي جمعیت یوه سرخېل صلاح الدین رباني ته ورکړې ده.

احدي د ژوندون تلویزیون په یوه خپرونه کې ویلي ول چې د ۲۰۱۴ کال په ټولټاکنو کې ما او زما پلویانو له ولسمشر اشرف غني څخه ملاتړ کړی او په دې لامل د بهرنیو چارو څوکۍ زما حق دی، خو ولسمشر بل چاته سپارلې ده!

دا چې احدي او پلویانو يي په ټولټاکنو کې د ولسمشر غني له تګلارې ملاتړ کړی او په رسنیو کې ښاغلي احدي د ولسمشر غني د تګلارې په وړاندې کومه بله رغنده او بشپړه تګلار نه ده وړاندې کړې، نو څرګندیږي چې مرکزي حکومت سره د نوموړي اختلاف او لالچ یوازې د څوکۍ پر سر دی او کوم بل منطقي بنسټ نه لري.

که څه هم احدي مخکې له وخته د ټولټاکنو خبره کړې، خو دا غوښتنه يي د کومې ځانګړې تګلارې په نه درلودو سره د افغانانو لخوا نه ده بدرګه شوې او یوازې د ده د شخصې غوښتنې تر بریده پاتیږي چې هغه هم په حکومت کې د غوړې ونډې په موخه د یوه فشار پتوګه په پام کې نېول کیږي، نه د هېواد لپاره د کومې غوڅې او بشپړې طرحې په موخه!

خو پوښتنه دا ده چې انورالحق احدي باید خامخا په هره کابینه کې وزیر وي؟ د پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابینه کې نوموړی د اوږد وخت لپاره وزیر پاتې شوی. په پخوانیو کابینو کې احدي دومره ښه نه دی ځلېدلې، خو ډېر نور وزیران هم وړ کسان نه ول! دلته موخه دا نه ده چې ښاغلي احدي د وزارت وړتوب نه لري، خبره دا ده چې د وزارت څوکۍ باید میراثي نه وي او خامخا د یو کس په ټېکه کې نه وي. که ژرنده د پلار ده هم په وار ده!

که د احدي پشان یو کس چې د یوه ملي ګوند د مشرتوب دنده لري، د ولسمشر غني سره د وزارت څوکۍ پشان په یوه بابیزڅیز اختلاف او لالچ کوي، هغه په حق نه دی او نوموړی باید پخپل دریځ یو ځل بیا له سره فکر وکړي.

ښاغلی احدي په خپل نوي دریځ سره چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د حکومت له ملاتړه يي لاس واخیست او د سړیخورو او قاتلانو ټلوالې ته يي پنا وروړه، په حقیقت کې له بارانه پاڅېد، تر ناوې لاندې کښیناست!

په وشنګټن پوست کې یو لیکوال ماکس بیراک(Max Bearak) خپله یوه لیکنه کې چې ښاغلي ظریف امین یار ژباړلی د عطا محمد نور، دوستم او محقق تازه جوړه شوې ټلوالې ته، د قاتلانو ایتلاف وايی « ایتلاف قاتلان: جنگسالارن سابق وعده نجات افغانستان را می دهند»

Unbenannt.png

ریښتیا هم د خندا وړ دا ده چې درې تنه نوموتي جګړه مار او قصابان چې د هېواد هره کوڅه ، کلی او بانډه يي د خونړیو جګړو او د وینو لښتو د بهولو حکایت او روایت لري، د افغانستان د ژغورنې لپاره ټلواله جوړوي او ښاغلي احدي يي هرکلي ته ورځي او له هغو مرسته اوملاتړ غواړي!

ولسمشر غني هم په یوه وروستۍ څرګندونه کې وايی« له غلو ملاتړ له افغانستان سره جفا ده»!

خو ډیری افغانان په دې باور دي، افغانستان به هغه وخت وژغورل شی چې د یو څو نورو لاملو ترڅنګ نوموړي درې واړه ورانکاری، جګړه مار او د ولسونو قاتلان د خپلو اعمالو په سزا ورسیږي او افغانان يي د تل لپاره له شر څخه خویندي شي!

د نوموړې ټلوالې خواخوږي رسنۍ دا هم لیکي، د هېواد د ژغورنې په نوم ټلوالې په پښتنو کې یو کس ته اړتیا درلوده چې د دې ټلوالې قومي نیمګړي جوړښت پرې بشپړ شي، خو احدي صیب دغه نیمګړتیا ورپوره کړه.

په یوه بله پرمختیا کې، مزارشریف او وروسته ترکيي ته د احدي د تګ په درشل، د ولسي جرګې غړي محی الدین مهدي چې د ستمیانو خواخوږی او د نظارشورا ستایوال دی، یوه لیکنه کې د « نامه ی سرګشاده به رهبری حزب افغان ملت»، انوارالحق احدي ته لیکي:

«با سلام و احترام فراوان!

هر چند می‌دانم که اکنون حزب شما در محور اقتدار سیاسی قرار ندارد و نیز همه‌ی کسانیکه به دولت «تک قوم محور» باور دارند، عضو حزب شما نیستند؛ همین‌گونه، امروزه بسیاری‌هایی که تأکید بر ایجاد ملت واحد (در محور قوم پشتون) به نام «افغان ملت» دارند، از سنت‌هایی ایدیولوژیک متفاوت با حزب شما، وارد صحنه شده‌اند؛ همین‌طور، اینانی که هم اکنون داعیه‌دار شعار‌های دیروز حزب افغان ملت (خصوصاً «داعیه‌ی پشتونستان‌خواهی») گشته‌اند و به دلیل عمل بی‌باکانه‌ و افراطی‌شان «افغان ملتی‌های جدید» نامیده می‌شوند، نسبت ارگانیک با حزب شما ندارند، بالاخره، هر چند حزب شما - از نظر تاریخی- مبدع و موجد آن‌چه را که در بالا عنوان کردم نیست، جرقه‌های نخستین این افکار، ابتدا در دماغ شیرعلی‌خان خلجان نمود، سپس این عبدالرحمان خان بود که آن‌ها را به عنوان اصول دولت‌داری خویش قرار داد؛ ولی گام‌های عملی در این راستا را نادرخان، برادران و اخلافش برداشتند.

با این حال، از آن‌جایی که حزب شما، به مثابه‌ نخستین حزب سیاسی، سه موضوع فوق را از اصول و اهداف مرامی خویش قرار داد و برای تسجیل و قانون‌مندشدن آنان جد و جهد به خرج داد، جا دارد از شما بخواهم که در این موارد به کنکاش بنشینید و با سعه‌ی صدر آن‌ها را بازبینی کنید. چون کم نیستند کسانی که هم‌سو با این قلم، عوامل سه‌گانه‌ی مذکور را از چالش‌های اصلی در راه اتحاد، توسعه و امنیت می‌دانند. بدون شک، بازگویی نتایج حاصله از پنجاه سال کار منسجم و ثبت شده‌ی حزبی، روی بینش و روش دسته‌هایی که بیرون از حزب افغان ملت،‌‌ همان اهداف را دنبال می‌کنند، قابل محاسبه است. امیدوارم پس از این اقدام، دیگران نیز به شما تأسی جویند. به یاد دارم که احسان طبری - یکی از رهبران پرآوازه‌ی‌ حزب توده‌ی ایران- چند دهه کارزار و فعالیت آن حزب را در کتابی زیر نام «کژراهه» به نقد کشید؛ بی‌گمان، او با این کارش نه تنها به سرگردانی نسل خودش پایان داد، بلکه نسل بعد از خویش را نیز از دنباله‌روی آنان برحذر داشت.»

پورته لیکنه له ۸ صبح څخه افغان پيپر رااخیستې او هلته يی د بشپړ متن لوستلو ته لاسرسی شته (لیکونکی)

وروسته مهدي نوموړې درېواړه موضوعګانې، احدي ته نورې هم ښه راسپړي چې د شک او شبهه ځای پکې پاتې نه شي. خو د مطلب لنډیز دا دی نوموړی، انوارالحق احدي ته وايي چې له افغان هویت څخه تېرشه، د مرکزي حکومت(چې ستمیان او نظارشورا ورته حکومت تک قومي وايي) د جوړښت او پیاوړتیا هڅه مه کوه، د پښتونستان دعوه پرېږده او نورو ملي ارزښتونو پسې چې د مهدي په اند نور قومي لږکي پرې خپه کیږي، مه ګرځه!

خو د چپي ایراني لیکوال، احسان طبري وړاندیز د انوارالحق احدي پرځای، ډېر د محی الدین مهدي په درد خوري، ځکه مهدي له خپل افغاني هویت منکر دی او پخپلو ملي ارزښتونو يي د پردیو په لمسون پښې ایښې دي!

مهدي ته پکار دي مخکې له دې چې پرې ناوخته شي بیرته خپل افغاني هویت، ملي ارزښتونو او ملي تاریخ ته مراجعه وکړي او ځان د ایراني افکارو له مرییتوب وژغوري.

بلاخره که احدي ځان سره بله هره سناریو لري، خو نوموړې ټلواله له احدي هغه غوښتنې لري چې محی الدین مهدي د ټلوالې د سرخېلانو تر لېدو مخکې، احدي ته یو په یو بیان کړي او هغه يي پر غوږ وهلی دی. شمال ټلوالې ته د احدي د مراجعې په اړه یو ایرانی طنز رایاد شو چې د ایراني دولت د وخت مشر ایت الله خمیني او د ایران مشهورې سندرغاړې ګوګوش په اړه يي لیکلی وو او په نن کې د احدي په اړه ریښتینولي پیداکوي (۱)

که احدي د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت کې کومه څوکۍ او زیات واک نه شي ترلاسه کولای، خپل هویت او ملي حیثیت له لاسه نه ورکوي؛ خو د دوستم، عطا نور او محقق سره په ناسپيڅلې ټلواله کې به هم له واکه بې برخې پاتې شي، هم به حیثیت له لاسه ورکړي او هم به يی د ملي هویت پر لمن خیرن داغ د تل لپاره پاتې وي!

یادونه:

(۱)طنزداسې دی:

(البته د بیان ژبه زما ده)

ایت الله خمیني ښکلې او مشهورې سندرغاړې، ګوګوش ته وايی: کمیس دې لیرې کړه چې جاپاني دی، سینه بند دې ایسته وغورځوه چې فرانسوي دی او نیکر دې هم وباسه چې امریکايي دی، چې بربنډه شوې اوس اسلامي چپنې ته پنا راوړه اوغیږ ورته پرانیزي!

د ۲۰۱۷ کال د اګست ۸ مه

سرلوڅ مرادزی