امریکا وايی زه دې پزه پرېکوم، ته پيزوان غواړي!

 

د پاکستان پوځ وايي د دغه هېواد له پوځي مشر قمر جاوېد باجوه سره په پاکستان کې د امریکا سفیر ډېويډ هېل ملاقات کړی او د امریکا د نوې ستراتيژۍ پر سر يې ورسره خبري کړې دي. د پاکستان پوځ واي«مرسته نه، باور غواړو. بي بي سي»

له امریکا نه د ښاغلي باجوه غوښتنه د پښتو دې متل ته ورته پاتیږي چې وايي« زه دې پزه پرېکوم، ته چارګل غواړي»

ښاغلی جاوېد باجوه هېروي چې «باور» د مرستو موراو سرچینه ده. که پر یو چا او په تېره بیا د یوه هېواد پر مشرانو باور او ډاډ نه وي، داسې هېواد سره د ملاتړ او مرستو خبره یو بې ځایه هیله او د مرسته کوونکې هېواد لپاره ستر قمار او جواري ده!

امریکا ۱۶ کلونه پاکستان سره داسې جوارې وکړه او لوی تاوان يي وکړ! امریکا له ۲۰۰۱ کال راهیسې ترهګرو سره د مبارزې په نوم د پاکستان په دوه مخې پالیسۍ یو مخیز باور وکړ او پاکستاني استخباراتو او پوځیانو ترهګرو سره د جګړې په پلمه امریکا لکه لنګه غوا پرلپسې ولوشله او په میلیاردو ډالر يی ترې وشکول.

پاکستاني پوځیانو په وارونو وارونو امریکايي جنرالان، د امریکا د سنا جرګې غړي او نور دولتي لوړ پوړي چارواکي وزیرستان او د ډیورنډ د تپلې کرښې ختیزې غاړې ته بوتلل او سرګردانه يی وګرځول، څو هلته ورته د ترهګرو په وړاندې د خپلو نمایشي او درواغجنوعملیاتو نندارې وړاندې کړې. په توپونو او بمونو د کوزو پښتنو وران کړي کلي او باغونه يي ورته د ترهګرو د ړنګو شویوځالو په نوم وروپېژندل. د پښتنو د FATA سیمې د لاندې کولو او پر ډیورنډ کرښه د کنترول لپاره يي خپل ۱۷۰۰۰۰ پوځ، ترهګرو سره د جګړې په پلمه، دېره کړ. خو د دې ټولې نندارې شاته، پاکستان خپلې موخې له امریکایانو او نړیوالو پټې وساتلې چې څو يي دا دي:

۱ ــ د ترهګرو اصلې پټنځایونه چې هغه د پښتنو په سیمه کې نشته، بلکې د پاکستان په لویو ښارونو او خویندي ځایونو لکه، کراچۍ، لاهور او اسلام باد کې پراته دي.

۲ ــ د پښتنو سیمه ترهګرو سره د جګړې په نوم ړنګه او پښتانه له خپلو سیمو کډوالۍ ته اړ کړي

۳ ــ پښتانه ترهګرو سره د ملګرتیا په پلمه وټکوي او نړیولو ته يي ترهګر وروپېژني

۴ ــ ترهګرو سره جګړې په نوم له امریکا او نړیوالو پیسې راغونډې کړي او د دغو پیسو یو لوی مقدار بېرته د ترهګرو په روزلو ولګوي، څو د ترهګرو د روزلو بهیر ونه دریږي او په دې بهیر بیا بیا پیسې او نور وسایل ترلاسه کړي.

خو د برو افغانانو، یانې افغانستان په وړاندې د ترهګرو له ملاتړه د پاکستان موخې له دې هم زیاتې دي، پاکستان ښکاره وايي چې موږ ځکه ترهګر ساتو چې افغانستان، هندوستان سره ډېر نږدې شوی او د پاکستان له اجازې پرته هندوستان سره دوستي پالي. پاکستان غواړي د افغانستان بهرني سیاست تر خپلې ولکې لاندې راوړي او د افغانستان په اړه هغه رول ولوبوي چې انګریزانو پخوا د برتانوي هند په اړه درلوده.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ دې وینا چې وايي«پاکستان زیاتره وخت د ګډوډۍ، تشدد او د ترهګرۍ استازو ته پټنځایونه ورکوي» او «امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي. اوس د دې وخت راغلی چې پاکستان د تمدن، نظم او سولې په هکله خپلې ژمنې وښيي.امریکا غږ»، پاکستاني چارواکی سخت وارختا او مایوسه کړی دي.

خو د ترهګرو له ملاتړه د ښکاره شوې رسوايې او د هغو په وړاندې د مجازاتو له ډار سره سره، د پاکستان پوځي چارواکي بیا هم د تېرییستلو او غولولو له تګلارې لاس نه اخلي او په بېشرمۍ تکراروي« د نړۍ هیڅ یوه هېواد د ترهګرۍ ضد جګړه کې نه هم د پاکستان په څېر قرباني ورکړې او نه هم جنګېدلی او زیاتوي، دا چې بیا يې هم د دوی قربانۍ هېرې کړې، نو دغه بیان مایوس کړي دي. بي بي سي»

همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف پاکستاني (جیو تلویزیون) سره مرکه کې وايي«د یوه موتلف هېواد پتوګه زموږ قربانۍ، رول او ونډې ته درناوی نه دی شوی او په څه سترګه ورته نه دی کتل شوي، تاند»

دا چې پاکستاني پوځیان وايي چې موږ د امریکا پیسې نه غواړو، بلکې یوازې باور يي غواړو، د پیسو ټټر به ورته چین وهلی وي. چین اوس د پاکستان کلک ملاتړی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی پرون د اګست په ۲۲ مه، د امریکا د وروستۍ پریکړې په تړاو ویلي چې د ترهګرو په وړاندې د پاکستان مبارزې ته بابېزه کتل شوي. خو که چین د پاکستان په ملګرتوب زیات حساب کوي، ګټه به و نه کړي او په سیمه کې به هسې ګوښه شي لکه نن چې پاکستان ګوښه شوی دی!

د ترهګرو په وړاندې د پاکستان د مبارزې او جګړې په ببولالو نور تېروتل نه دي پکار او لکه څنګه چې په دې اړه امریکا غوڅه پریکړه کړې، اوس باید هغه عملي کړي.

په کابل کې د امریکا پخواني سفیر جیمز کنینګهم وايی«امریکا دې پاکستان سره پریکنده چلند وکړي.»

زلمی خلیل زاد چې افغانستان،عراق او ملګرو ملتو کې د امریکا سفیر پاتې شوی، بیا وايی« هغه اشخاص او صاحب منصبان چې په په پاکستان کې له ترهګرو او توندلارو څخه د ملاتړ کولو مسوول دي، په یو تور لیست کې شامل شي، اشنا رادیو»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وايي«که پاکستان د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو پر ضد اقدام ونه کړ، د امریکا متحد ایالتونه کېدای شي له پاکستان څخه هغه مهم مقام او درجه واخلي چې له ناټو دباندې یې دغه هیواد ته ورکړی دی. ټیلرسن وویل چې که پاکستان ونه غوښتل چې خپل چلند بدل کړي، دا او نور انتخابونه پر مېز شته.»

خو پاکستان ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پیغام تر هر څه زیات څرګند دی«موږ نور د پاکستان پر پناهځایونو غلي نه شو پاتې کېدای. پاکستان په افغانستان کې زموږ په هلوځلو کې له ګډون څخه ډېر څه ترلاسه کولی شي. خو د تروریستانو د ملاتړ د دوام په صورت کې ډېر څه بایللی شي. ده زیاته کړه«پاکستان ډېر ځلې د ورانکارۍ، تاوتریخوالي او ترور عناصرو ته پناه ورکړې ده.»

د ۲۰۱۷ کال د ګست ۲۳ مه

سرلوڅ مرادزی