drnajibullah.jpg

 

جنرال عتیق پاڅون

 

د وطن د اصیل بچي، رښتیني اتل آو په خلکو آو وطن باندې د مین

شهید ډاکتر نجیب الله د شهادت د یوویشتمې غمیزې په اړوند

 

که مونږ د هیواد د داسې ملي آو زړه خوږیو شخصیتونو آو د هغو د کارنامو په هکله هر څومره و لیکو لا به هم ډیر کم وي.

د بشریت په تاریخ کې به ډیر کم مثالونه پیدا کړو چه داسې یوه شخصیت چه د واک آو قدرت په کرسۍ ناست هم وي، په خپل هیواد کې د سولې آو امنیت د راوستلو، د خپلو خلکو د سوکالۍ، پرمختګ آو ترقۍ د پاره دې په داوطلبانه شکل له واک نه لاس واخلي آو حتی خپل ډیر ګران ژوند دې هم ترې قربان کړي.

ډاکتر نجیب الله یو له همدې ډیرو نادره آو کمیابو انسانانو نه وه چه همدا ټولو ته حاضر شو تر څو په لمړۍ مرحله کې په هیواد کې سوله ټینګه، د دې هیواد کړیدلي آو زوریدلي خلک دې د خپل ورځني ژوند آو کاروبار له پاره فرصت پیدا کړي آو وروسته بیا د خلکود ژوند د ښه کولو، د کار موندلو آو دیوه عاید د پیدا کولو د پاره زمینه برابره شي.

دا لېرې لیدونکي شخصیت د وضعې د هر اړخیزه تحلیل آو تجزیې په نتیجه کې بالآخره دې نتیجې ته ورسید که په هیواد کې سوله ټینګه نه شي آو جنګ دوام وکړي آو یا د ده هغه د سولې پلان چه له ملګرو ملتونو سره ئې په کوردینه کې جوړ کړی وه په بیړه آو ډیر ژر عملي نه شي نو په هیواد کې به هغه خاینې ډلې چه په هیڅ هم نه وې بندې آو بندې هم نه شوې واک ته ورسیږي، په هیواد کې به کورنی جنګ جاري و ساتل شي، کړیدلي آو مظلوم خلک به لا هم و کړیږي، د هیواد ملي حاکمیت آو حتی ارضي تمامیت به په خطر کې ولویږي، د هیواد کورنی آو بهرنی سیاست به د لویو آو ګاونډیو هیوادونو تر مستقیم کنترول لاندې راشي، د هیواد ملي آو د خلکو شخصي شته منۍ به لوټ، هیواد ته به د ډیرو زیاتو بهرنیو هیوادونو قوتونه را ننه وځي آو بالآخره ملي خائنین آو جنګي جنایتکاران به په خلکو باندې د برچې آو ټوپک په زور د ملي اتل، مارشال، استاد، جنرال، وزیر، وکیل آو والي په توګه تحمیل شي، څلي به ئې په نومونو جوړ، سړکونه، پوهنتونونه آو څلور لاري به ئې په نومونو ونومول شي آو مړي به ئې په کابل کې په جګو غونډیو خښ آو ډیرې مجللې مقبرې به د دولت (خلکو) په پیسو ور ته جوړې شي، چه د شهید ډاکتر دا ټولې وړاندې لیدنې رښتیا شوې.

د مجاهدینو تر نامه لاندې ډیرې لاءبالي ، بې بندو باره آو په خپلو شخصي ګټو آو پیسو باندې مینې ډلې واک ته ورسول شوې، ملي موزیم، ښوونځي، پوهنتونونه، فابریکې آو د خلکو کورونه په ډیره بې رحمۍ سره چور، د وسله وال پوځ ټوله وسله ( د راکټونو، الوتکو، توپونو، ټانکونو آو سپکو وسلو په شمول) خرڅې آو په ګارنیزیونونو کې ئې شخصي کورونه آو ډیرې مجللې بنګلې د ملیونونو ډالرو په ارزښت جوړ شول، دولتي مځکې غصب آو له ډیرو بې وزلو کسانو نه چه د خوړلو ډوډۍ ئې هم نه در لوده ملیونران جوړ شول.

ډاکتر نجیب الله د یوې کورنۍ آو بین المللي توطئې په ترځ کې له خپل ورور احمدزي سره په ډیره بیرحمانه توګه شهید آو هیواد بیا له یوه ډیر ملي، وطنپرست آو په خلکو آو وطن مین شخصیت نه محروم شو چه دا ده پایلې ئې مونږ آو تاسې ټولو و لیدلې آو تر ننه ورځې پورې ئې دا مظلوم اولس دا بها د خپلو وینو، خپلو نوامیسو آو ملي ارزښتونو حتی د خپلې آزادۍ په بیه ور کوي.

دا توطئه ډیروسیع ابعاد لري چه اصلاً په مسکو کې طرح آو د امریکې متحده ایالات، زمونږ دوه ډیر بد ګاونډیان (ایران آو پاکستان) آو د پټرودالر عربي هیوادونه پکې شامل وه. اګر که هغه ظاهراً د طالبانو په لاس شهید شو مګر د دسیسې ابعاد د طالبانو له حدوده ډیر آخوا وه. ولې د ډاکتر نجیب د حتمي وژلو توطئه جوړه شوله، دې پوښتنې ته به په لنډه توګه داسې ځواب ووایو:

- دی له خپل هغه نیک نیت سره چه دې خاورې آو خلکو ته ئې در لود آو په خلکو کې ئې ډیر محبوبیت پیدا کړی وه د افغانستان راتلونکی طبعي رهبر آو ولسمشر وه، چه د مجاهدینو ډلو چه د قدرت آو ثروت د پاره ئې جنګ آو مبارزه کړې وه په هیڅ صورت سره دا نه غوښته. لویو هیوادونو آو ګاونډیانو هم هر یوه د راتلونکې د پاره خپل کاندید در لود چه پانګونه ئې ور باندې کړې وه.

- دی زیات وخت د دولتي امنیت د ادارې مشر آو وروسته بیا ولسمشر وه چه د مجاهدینو آو نورو هیوادونو له پټو معاملو آو ارتباطاطو نه ښه خبر وه، چه دا رنګ اسرار باید په هیڅ صورت نه وی افشا شوي. آونور نور.

د هیواد د هغه وخت د عیني شرائطو د درست تحلیل په نتیجه کې بالآخره شهید ډاکتر نجیب الله دې نتیجې ته ورسید چه په افغانستان کې له د باندې دیکته شوي دولتي آو سیاسي مودلونه چه د دې هیواد له دین، فرهنګ آو تاریخ سره په مغایرت کې وي په درد نه خوري بلکه د نورو هیوادونو د ښو، موفقو آو مثبتو تجربو د په نظر کې نیولو سره دلته باید د بین الافغاني تفاهم په نتیجه کې لمړی جنګ ختم آو د سیاسي پلورالیزم په بنسټ یو د ملي سولې آو روغې جوړې دولت جوړشي چه له ملي منابعو آو شتمنیو نه په ګټه اخیستلو سره په ملي اقتصاد متکي وي آو افغانستان وکولی شي د اقتصادي بشپړې آزادۍ په سیوري کې د خپلو ملي منافعو د اولویت د په نظر کې لرلو سره یو خپلواک دنننی آو د باندنی سیاست مخکې بوځي. ګرانو افغانانو ته باید په درناوي سره یو عرض وشي چه تر څو چه یوه ټولنه، یو هیواد اقتصادي خپلواکي ونه لري د سیاسي خپلواکۍ چیغې وهل محض یوه بیځایه آو بې معنی خبر ده، هر هیواد که غواړي چه خپلواک دې اوسي په لمړي سر کې دې په خپله اقتصادي خپلواکۍ کار وکړي آو خپل اقتصاد دې منظم کړي وروسته بیا نورې ټولې خبرې په خپله عملي کیږي.

په هر صورت چه له موضوع نه لرې لاړ نه شو ځکه زړونه مو ډیر ډک آو ډیر دردناک دي، کله چه روسیې د ډاکتر نجیب الله د ملي سولې پلان د خپلو ګټو منافي ولید (روسیې نه غوښته چه د ډاکتر نجیب آو ملګرو ملتونو د پلان مطابق هغه دولت چه په رأس کې ئې صمد حامد وه په افغانستان کې واک ته ورسیږي بلکه هغې غوښته د مجاهدینو له جملې نه هغه ډله چه له روسیې سره ئې لا په اصطلاح د جهاد له وخته ډیرې ښې اړیکې در لودې آو د دوستۍ څو پروتوکولونه ئې ور سره امضا کړي وه یعني د اسلامي جمعیت ګوند آو مخصوصاً د هغه یو فرکسیون چه د روسانو په لاس جوړ شوی وه یعني د نظار شورا قدرت ته ورسوي تر څو د هغې هر اړخیزه منافع په افغانستان آو سیمه کې تأمین کړي) ډیر ژر ئې هر اړخیزه اقدامات شروع کړل له یوې خوا ئې د ډاکتر نجیب په دولت باندې اقتصادي آو نظامي مرستې لا له ۲۰۹۱کاله بندې کړې‎، د جمعیت د ګوند مشر رباني ئې مسکو ته ور وباله آو د کوتا پلان ئې ور سره جوړ کړ چه د کودتا د عملي کیدلو جزئیات په مزار شریف کې د هغه هیواد د قونسلګرۍ آو په کابل کې ئې د سفارت په غاړه وه.

له بلې خوا ئې په ډیره بیړه په دولتي آو مخصوصاً حزبي آو امنیتي ارګانونو کې وطن آو خلکو ته د خائنو افرادو په جذب آو استخدام پیل وکړ چه د ګوند په رهبرۍ کې ئې کاویاني، مزدک، پیګیر، بریالی آو وکیل، په اردو کې ئې لوی درستیز آصف دلاور، د کابل ګارنیزیون قوماندان نبي عظیمي، د حیرتانو د ګارنیزیون قوماندان مومن، په دولتي امنیت کې ئې د وزارت مرستیالان باقر فرین آو یار محمد، په ملي ګارد کې ئې د ګارد قوماندان سید اعظم سعید، عبدالرزاق د دوهمې لوا قوماندان، عبدالفتاح دهوائي آو هوآئي مدافعې قوماندان آو د کورنیو چارو په وزارت کې ئې عظیم زرمتی، دشمال د ملیشو قوماندان دوستم آو نور استخدام آو په هغه شپه چه د ملګرو ملتونو استازی بینین سیوان باید کابل ته راشي آو د مخکنیو توافقاتو سره سم ډاکتر نجیب له هیواده بهر کړي، د دوستم ملیشې، د نظار شورا قوتونه آو په شمال کې د جنرال مومن تر قوماندې لاندې میشته یاغیان آو همدا رنګه د ګارد دوهمه لوا په تدریج سره د کابل په هوائي ډګر کې ځاي په ځای، د ډاکتر له وتلو ئې ممانعت وکړ آو هغه د بینین سیوان په مشوره د ملګرو ملتونو دفتر ته ولاړچه وروسته بیا د یوې بین المللي توطئې په نتیجه کې د طالبانو په لاس شهید آو د افغانستان سخته دردناکه غمیزه پیل شوه چه په نتیجه کې ئې قدرت ته د رسیدو آو د زیات ثروت د تر لاسه کولو په موخه د تنظیمي جنګونو په نتیجه کې په کابل کې تر اویازرو پورې بیګناه انسانان مړه شوه، د غازي امان الله خان د دورې دوه ډیر ښکلي ( د دارالامان آو تاج بیک د تپې) قصرونه چه د کابل ښار ئې ښکلی کړی وه آو د ښارنورې برخې تخریب، اردو له درنو آو سپکو وسلو خالي آو وسلې ئې ګاونډیو هیوادونو مخصوصاً پاکستان آو نورو د سلاح په بین المللي دلالانو باندې خرڅې، موزیمونه، ملي ارشیفونه آو ګالري ګانې و پلورل شوې، د طلاتپې په طلائي آو تاریخي آثارو هم د نظار شورا کسانو ډیر کوشش وکړچه تر لاسه آو خرڅ ئې کړي مګر که هغه هم ډاکتر نجیب په ډیر ماهرانه آو مسلکي توګه نه وی خوندي کړي سرنوشت به ئې د کابل د تاریخي موزیم د آثارو په شان شوی وی. رشوت، فساد آو قومګرائۍ په عام کلتورتبدیل آو ژبنیو، قومي آو مذهبي اختلافونه ته ډیره لمن ووهل شوه، زورګویي، خود سري آو انارشیزم ډیر زیات شول حتی تر دې اندازې پورې چه یوه بسته دولتي دستګاه آو زمونږ بهرني دوستان نه شي کولی یو والي چه په فساد کې غرق دی تبدیل کړي (هوکه ئې دا بهرني دوستان په شا و نه ټپوي).

آو د دې غمیزو پای هم نه لیدل کیږي، خدای تعالی (ج) دې په دې بې وزله اولس و رحمیږي ځکه لا تر اوسه هم اکثره هغه کسان چه په پورتنیو جنایاتو کې ئې لاس در لود په خپله آو یا ئې په ارثي توګه اولادونه په واک دي.