سرلوڅ مرادزی

 

پر ډیورنډ کرښه د افغان لندن کنفرانس ته لیکلی پیغام

 

 

تر هر څه مخکې تاسو د غونډې ګډونوالو ته درناوۍ او سلامونه وړاندې کوم.

بې له شکه د ډیورنډ کرښې د برخلیک او د لوی افغانستان د بیا احیا په اړه، ستاسو اوسنۍ غونډه د زړور او پرځای اقدام تر څنګ، پر اسلام اباد چې د ترهګرو د ملاتړ په لامل تر سخت نړیوال فشار لاندې دی، یو بل کلک ګوزار ګڼل کیږي!

البته د ټولنې مخور، مخکښ او روڼ اندې لکه تاسو چې د ملت او هیواد ملي ګټو او ارزښتونو ته ژمن یاست، هڅه کوي چې د ملي موخو په پيژند او هغو ته په لاسرسي کې خپلو ولسونو ته تل ریښتیا ووايي، پرتې ستونزې له ولس پټې نه کړي او د عمومي ویښتیا په مټ او د ولس په ملاتړ د هغو په حل کې رامخته شي. بلخوا د ملي موخو په وخت او په ځای نه وړاندې کول، له ملي چارو څنګځن تیریدل او د هغو لپاره د ولسونو نه سمبالول، نه یوازې دا چې د ولسونو او روڼ اندو ترمنځ د واټن لامل ګرځي، بلکې ټولنه ملي موخو ته له رسیدو، راستنوي!

که دولتوال، سیاستوال او د ټولنې په څه پوه کسان، د ملي ګټو په وړاندې روښانه دریځ ونه لري او ولس ته په شف شف، نیمګړې او تړتړۍ ژبه لګیا وي او یا ډارن او پریوتی دریځ ولري، داسې حالت بې له دې چې د ملي ګټو د مخالفینو او د دوښمنانو په ژرنده اوبه ورسمې کړي، په ملي کچه نه شي کولای کومه بریا او لاس ته راوړنه ولري.

د ډیورنډ تپلې کرښه او په تیرو ۱۲۵ کلونو کې د هغې پر محور پرتې ناحله ستونزې، که څوک غواړي یا نه، نن مهال د ملي اجندا په غیږګړه کې رامخته شوي او له مزمن حالت څخه په ورځنۍ توده موضوع بدلې شویدي!

کابل کې د انګریز د سفیر نیکولاس کي وروستۍ څرګندونې او زوړ استعماري دریځ او پر دې کرښه د پاکستان لخوا اغزن سیم، کټارې او د څار او کنترول دروازې او یا نور پټ او ښکاره اقدامات د ډیورنډ د تپلې کرښې لانجه، د ملي مسایلو په سر کې ځای کړې ده.

همدارنګه د اروپاي ټولنې د مرستیال لخوا د افغانستان په ګټه د ډیورنډ د مسالې حل هغه نوې پرمختیا شمېرلی شو چې د دې مسلې په اړه، د افغانانو د دریځ ریښتینولي او حقانیت څرګندوي.

د ډیورڼد د تپلې او استعماري کرښې د ماتولو او د لوی افغانستان د بیا احیا په لار کې د برتانوي هند او له هغه وروسته د برتانوي پاکستان او نورو بهرنیو دوښمنانو او رقیبانو تر ډول ډول چلوټو او خنډ ونو سربیره؛ د لوی افغانستان په دننه، د ډیورڼډ کرښې په دواړو غاړو هم داسې کسان ول او شته چې یا په ښکاره د دې ملي داعيی په مخالفت کې ولاړ ول، یا يي زړه نازړه او پریوتي دریځ درلود او یا يي په دولت کې په غوښن واک سره د هغې په وړاندې د پنځم ستون رول لوبولی دی!

د ډیورنډ کرښې له تپلو وروسته، په تیرو ۱۲۵ کلونو کې، یوخوا د دې کرښې په ماتولو کې موږ د هیواد د ریښتینو زامنو له سرښندنو او ځان تیریدنو سره مخامخ یوو چې د هغوی میړانه، زموږ د راتلونکې لارښود ده او بلخوا د رنګارنګ دوښمنانو او ملي ضد سیاستونو او دریځونو سره اشنا یوو چې له هغو څخه باید زده کړه وکړو او په راتلونکې کې په دې اړه خپله هوښیارتیا له لاسه ور نکړو!

تر ټولو لومړی د دولت یو شمیر لوړپوړي چارواکي، دیپلوماتان، سیاستوال او لیکوال په دې خبرې پورې نښتې ول او یو شمېر يي اوس هم نښتي دي چې د ډیورنډ کرښې کوزه غاړه تر اباسین پورې دې د پاکستان په چوکاټ کې دننه، یوه خود مختاره سیمه وي او یوازې داسې خود مختاري د کوزو افغانانو لپاره کفایت کوي. دوی د دې پرځای چې کابل کوزو افغانانو ته د راټولیدو د مرکز پوګه ور په ګوته کړي، په حقیقت کې په داسې پریوتي دریځ سره، پنجاب هغو ته د راټولیدو د مرکز په توګه ورپيژني!

خو کله چې څوک په دې اړه د دوی دلایل لولي او څېړي، دوی دغسې پریکړه د ډیورنډ کرښې د دواړه غاړو د پرتو ولسونو د غوښتنې او ملي ګټو پر بنسټ نه، بلکې سیمه یزه او نړیوالو حالاتو ته د پام تر پلمې لاندې، وړاندې کوي. دوی غواړي، وځلوي چې که چیری دوی په صفا ټکو کې او په پوره وضاحت د ډیورنډ کرښې د ماتولو او د لوی افغانستان د بیا احیا غوښتنه وړاندې کړي، د برتانوي پاکستان او د هغه د نړیوالو ملاتړو له ګواښ سره به مخ شي؛ نو له دې ډاره ، ښه دا ویني چې د خپلې ځمکې له دعويي تېر شي او یوازې خپلې کوزې خاورې او خپلو خلکو ته د پاکستان په چوکاټ کې دننه د خود مختارۍ په غوښتنه بسیا وکړي!

بلخوا ځیني افغانان بیا یوازې د دې خاورې او د هغې د اوسیدونکو نوم پورې نښتي دي، خو که د افغانستان له وجوده د جلا شوې خاورې نوم هر څه کیږدو او هغه د پاکستان په چوکاټ کې وي او په ټوله کې هغه د پاکستان د شرګډو سیاستونو پر محور راوڅرخي، په حقیقت کې موږ د دې ملي داعيي په حل کې ګام نه دی پورته کړی!

نن خو د دې سیمې نوم پښتونخوا دی، که ټوله خبره په نوم وي بیا نو نن ستونزه حل شوې ده!

موږ د دې بېلې شوې ټوټې په نوم پورې نه یوو نښتي، بلکې زموږ غوښتنه دا ده چې دا بېله شوې ټوټه د افغانستان خاوره ده او موږ په ټوله کې افغانستان سره د دې جلاشوې خاورې او د هغې د اوسیدونکو د بېرته یوځای کېدو غوښتنه کوو. د ډیورنډ کرښې نه منل، تر اباسین پورې یوازې د دې کرښې د کوزې غاړې د سیمې په نوم پورې نه خلاصه کیږي بلکې د هغې بېرته الحاق د دې ټولې ستونزې پر سر کې ځای لري.

کټ مټ لکه ختیځ او لویدیځ جرمني چې بیرته یوځای شول!

هلته لویدیځ جرمنی، د ختیځ جرمني په نوم پورې نه وو نښتی، بلکې هغه سره په بېرته یووالي پورې نښتي وو. البته جرمنی پوهیده چې هغه مهال د دواړو جرمنیو بیرته یوځای کیدل ګران وو، خو جرمنان زړه نا زړه نه شول، له خپلې غوښتنې لاس پرسر نه شول او د بیا یووالي غوښتنه يي تل په صراحت سره بیانوله او هم يي وخت ته انتظار وکیښ!

بلاخره پخپل روښانه دریځ او هدفمن انتظار بري ته ورسیدل او دواړه جرمني ولسونه او خاوره سره بیرته یوځای شول.

داسې د چین او هانګانګ ستونزه هم درواخله. چین هیڅکله هم له خپلې دعوې تیر نه شو، البته مناسب وخت ته يي انتظار وییست.

کله چې موږ د ډیورنډ کرښې د برخلیک او د لوی افغانستان د بیا احیا په اړه غږیږو، دلته باید دوه چارې یوله بله سره جلا کړو:

لومړی ــ دا چې ډیورنډ کرښه نه منو، نو پنجاب سره باید بل کوم ځاي د سرحدي پولې پتوګه ومنو

دوهم ــ د ډیورڼډ کرښې برخلیک او د لوی افغانستان د بیا احیا په اړه د موخو او وسایلو تفکیک

دا چې د ډیورنډ کورښه نه منو، اړ یوو چې د دې کرښې پرځای باید بل ځای پنجاب سره د سرحدې پولې پتوګه وپېژنو او هغه باید اباسین(Indus River) وي او دا زموږ موخه ده.

بلخوا د پورته موخې ترلاسه کولو لپاره باید ډول ډول وسایل او امکانات د ځان په ګټه راغونډ کړو. په امکاناتو کې د پنجاب په ګډون خبرې اترې، د ملګرو ملتو له ټولنې ګټه؛ دا چې اوس د امریکا، اروپا او نورې نړي سره پراخې اړیکې لرو له هغو څخه باید د دې ملي مسالې په حل کې ګټه واخلو. همدارنګه زغم، حوصله باید له لاسه ور نه کړو.

د ډیورڼډ کرښې د برخلیک او د لوی افغانستان د بیا احیا په اړه د موخو او وسایلو تفکیک پکار دی، دلته باید د موخې پیژندل او په څرګنده د هغې بیان او د هغه په اړه غوڅ دریځ او دوهم د خپل موخې د غوښتلو لارې، امکانات او وسایل سره ګډوډ نه کړو.

که موږ خپلو خلکو ته د موخې په ټاکلو کې غوڅ دریځ ونلرو او هغو ته شف شف ووایو، موخې ته هیڅکله نه رسیږو .موخه باید په غوڅه توګه او څرګنده بیان شي.

خو خپلې موخې ته د رسېدو لپاره، د وسايلو پتوګه لومړی هغه لارې وټاکو چې اسانې وي. همدارنګه زغم، حوصله او امکانات باید په پام کې ولرو.

له پاملرنې مو مننه!

د ۲۰۱۷ کال د نومبر ۱۲ مه

سرلوڅ مرادزی