دډاډګیرنی او غمشریکی پیغام

 

الحکم لله

په ډیری خواشینی سره مو خبر واخیست چی دوطن ګوند دسراسری شورا د اجرائیه هیآت غړی او ددی ګوند دتبلیغاتو او څیړنو د شعبی مرستیال ښاغلی سیدا ګل پاڅون مور د ورپیښی ناروغی له امله  په حق ورسیده  او جلال آباددښار کی خاورو ته وسپارله شوه .

انا لله و انا الیه راجعون 

دوطن ګوند داجرائیه هیات سراسری شورا ٬ دګوند دټولو غړو په استازیتوب ښاغلی پاڅون او دهغه درنی کورنی ته دډاډګیرنی او غمشریکی په وړاندی کولو سره   خدایبخښلی  ته دپاک الله له درباره د جنتونو او اوښاغلی پاڅون او دهغه دکورنی غړو ته د زړه صبرغوشتنه کوو 

آمین یا رب العالمین

دوطن ګوند دسراسری شورا رئیس میر افغان باوری