د اسلامي جمعیت او پاکستان د ګډو پروژو یو لنډکی انځور

که په تېرمهال کې د افغانستان په وړاندې د اسلامي جمعیت او پاکستان ګډې توطیې او پروژې د یوې شېبې لپاره  شا ته پریږدو؛ دا مهال هم څونه چې د ترهګرو په ساتنه او پالنه کې پر پاکستان نړیوال فشار زیاتیږي، هومره په کور دننه د افغان مرکزي حکومت په وړاندې د اسلامي جمعیت د سخت دریځې ډلګۍ تخریب، توطیه او سبوتاژ ورځ تر بلې زور اخلي.

هغه فرصتونه چې افغانستان کې د سولې، امنیت او ټولنیز پرمختګ لپاره د افغانانو او نړیوالې ټولنې لخوا برابریږي له بهره د پاکستان په لاس سبوتاژ کیږي او هېواد کې دننه په عمده توګه د اسلامي جمعیت لخوا بربادیږي او له لاسه وځي!

دا اوس افغانانو ته څرګند حقیقت دی، څونه چې نړیوال پر پاکستان فشار زیاتوي، د هغه سره موازي اسلامي جمعیت پر افغان مرکزي حکومت فشار سختوي او پر پاکستان د نړیوال فشار غچ، اسلامي جمعیت له افغانانو اخلي!

کله چې د تېر عیسوي کال د اګست په ۲۱ مه، د پاکستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپله نوې تګلار اعلان کړه او پاکستان يي ترهګرو سره د پټې یاراني او ښکاره ملاتړ او په افغانستان کې د پوځي لاسوهنې او تیري په لامل تر فشار او ګواښ لاندې ونیو، په کور دننه د اسلامي جمعیت د سخت دریځي ډلګۍ لکۍ هم جنډه شوه، عطانور د بلخ پخوانی والی يي د نویو او زیاتو امتیازونو په پلمه مرکزي حکومت ته پرغاړه ورواچاوه او دا دی د پاکستان سره موازي، په افغانستان کې د سولې، ټیکاو او د دولتي واکمنۍ په وړاندې غبرګ جنګیږي.

کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د استازو راتګ چې له افغان حکومته په ملاتړ او پر پاکستان د فشار کړۍ نوره هم تنګوي، د اسلامي جمعیت په مجاز ښه نه لګیږي. دوی خپلو رسنیو کې په شک پوښتي چې«آیا با فشار جامعه جهانی و شورای امنیت بر پاکستان به صلح دست می یابیم؟»

اسلامي جمعیت او خواخوږي يي چې په هېواد دننه جګړه يی ګټې او واک خوندي دی، اندیښنه لري چې نه چیري «با فشار جهاني وشورای امنیت بر پاکستان به صلح دست یابیم»!

دوی له ویشه په تالان او له سولې په جګړې خوښ دي، پاکستان هم ورته تګلار لري!

بلخوا که پاکستان پرافغانستان د کراچۍ او واګه بندرونه تړي، د دواړو هېوادو ترمنځ د شویو تړونونو پر خلاف، افغاني سوداګرو ته د پاکستان پر لویلارو د مالونو د انتقال اجازه نه ورکوي او یا په تورخم او سپین بولدک کې د مالونو په لیږد رالیږد بندیز لګوي، د اسلامي جمعیت اجراییه رییس عطا نور بیا د مرکزي حکومت په وړاندې د حیرتانو بندر د عوایدو د چورولو ګواښ کوي او غواړي د دې بندر له لارې د ځان او اسلامي جمعیت په ګټه د مالونو په لیږد رالیږد بندیز ولګوي.

اسلامي جمعیت په دې لټه کې دی چې د پیاوړی او غښتلي مرکزي حکومت پرځای د واک بېلا بېل ټاپوګان ژوندي او مشتعل وساتي. دوی خپل دې شعار ته«ارګ در محاصره جزایر قدرت است»، سخت لیوال اوخوشاله دی او زیات يي تبلیغوي!

په دې هیله دوی په بلخ کې د عطا نور، په هرات کې د اسماعیل خان، په ننګرهار کې د ظاهر قدیر، په کندهار کې د جنرال رازق او په نورو ولایتونو کې د خپلو نورو جنګسالارانو یومخیز او سرتمبه ملاتړ کوي. هغه غونډې او ایتلافونو چې په بلخ، په ترکیه او یا په کندهار کې ترسره کیږي، د مرکزي حکومت د پښې تینګېدو د مخنیوي لپاره کیږي. خو پاکستان هم  هڅه کړې چې کابل کې مرکزي حکومت غښتلی نه شي. د طالب، داعش او نورو ترهګرو څخه ملاتړ او د هغو په مټ افغان حکومت سره د پاکستان دوامدار جګړه، همداسې موخوته په پام کې نېول کیږي. نن د اسلامي جمعیت جنګسالاران، د پاکستان مللاتړو ترهګرو سره غاړه غړۍ د افغان ګټو په وړاندې جنګیږي!

که پاکستان له بهره د کابل مرکزي حکومت په توپونو او غشو ولي، اسلامي جمعیت يی په کور دننه په ډبرو او کاڼو ولي.

په هغه اندازه چې پاکستان د ډیورڼډ کرښې او بشپړ افغانستان له داعيي ډاریږي، اسلامي جمعیت له پاکستان زیات د لروبر افغان د یووالي او یوميټوب څخه په ډار او تېښته کې دی.

که اسلامي جمعیت د افغان هویت، ملي تاریخ، عظمت، لویا او بریا منکریږی؛ پاکستان په نړیوال سنګر د نوي او غښتلي افغانستان د بیا راڅرګندېدو له ډاره لړزیږي.

لا په خوب کې په لړزه پریوځي له کټه

چې د چا ترغوږ زما د تورې شرنګ دی

خوشال بابا

بېخي پرځای ده، نن پاکستان او اسلامي جمعیت دواړه بدې ورځې او ګډ بد برخلیک سره په یوه لیکه درولي دي!

د ۲۰۱۸ کال د جنوري ۱۸ مه

سرلوڅ مردزی