منظور پښتین وايی:

پښتنو ته ډېر نقصان قبیلوي تقسیم نه، بلکې سیاسي تقسیم رسولی دی

منظور پښتین هغه ۲۶ کلن مسیدی پښتون زلمی دی چې د فبرورۍ يي له لومړۍ يي د کوزې پښتونخوا څخه د پښتنو پاڅون رهبري کړ او د اسلام اباد مغرور مشران يي په لسو ورځو کې دې ته اړویستل چې د کراچۍ د پولیسو د یو افسر راوانور د نیولو او مجازات په ګډون (چې ویل کیږي د شهید نقیب مسید قاتل دی) د پاڅون نورې ملي او مدني غوښتنې ومني او د یوې میاشتې دننه دننه هغه پلې کړي.

د پښتونخوا دې پاڅون چې پښتین يي مشري کوله، هغه(پښتین) نه یوازې په پښتونخوا، بلکې په سیمه او نړۍ کې د پښتنو د یوه ځوان ملي اتل پتوګه مطرح کړ. دا مهال سیمه ییزې او نړیوالې رسنۍ د پښتین خبرې او څرګندونې په پراخه کچه خپروي.

اسلام اباد کې د احتجاجي ناستې په مهال، پښتین ویلي وو: احتجاج لویه ګټه وکړه. خلکو ته يي د پښتنو اصلي څېره څرګنده کړه او نړۍ ته يي وښوده چې پښتانه ترهګر نه دي، بلکې ترهګرۍ ځپلي دی.

همدارنګه دلته د بېلګې پتوګه د هغه یوه بله وروستۍ خبره رااخلم چې یو دوست په فیسبوک کې نقل کړې او یو شمېر کسانو پرې خپل نظر هم څرګند کړی دی.

منظور پښتین وايی: پښتنو ته ډېر نقصان قبیلوي تقسیم نه، بلکې سیاسي تقسیم رسولی دی.

دلته د منظور پښتین خبره ډېره پخه او په حقیقت کې د یو داسې څه بیان دی چې تر اوسه پورې ډېر لږ پښتانه ورته متوجه شوې دی. په بېلابېلو قبیلو سره د پښتنو تقسیم کې که پښتانه تاوان ګوري، هغه لږ دی، خو د سیاسي تقسیم څخه پښتنو ډېر تاوان لیدلی او لا يي ګوري.

په قبیلو کې یوازې پښتانه تقسیم نه دی بلکې نور قومونه هم تقسیم دي. که څه هم په قبیلو د پښتنو تقسیم زیات او زیانمن دی، خو نورو لاملونو په تېره بیا سیاسي هغو پښتانه ډېر ځپلي دي.

پښتانه د انګریز په لاس لومړی د ډیورنډ کرښې په وسیله وویشل شول او وروسته بیا د پاکستان په رامنځته کېدو سره دا ویش نور هم زیات شو او په څلورو ټوټو وویشل شول. یانې د ډيورنډ د تپلې او استعماري کرښې په بره غاړه پښتانه او د دې کرښې په کوزه غاړه پښتانه چې بیا هغوی هم په درې برخو وویشل شول، یانې نیم خپلواک قبایل (FATA )، د پښتونخوا ایالت او د بلوچستان پښتانه. په څلورو برخو د پښتنو ویش چې انګریزانو او بیا برتانوي پاکستان د خپلو سیاسي موخو لپاره رامنځته کړ، د پښتنو د یووستون او یووالي په مخ کې تر ټولو لوی خنډ دی. پښتین د پښتنو داسې ویش ته متوجه شوی او په دې لامل هغه د پښتنو لپاره لوی نقصان شمېري.

یو شمېر دوستان دې ته ګوته نیسي چې ګوندې په سیاسي ګوندونو کې د پښتنو ویش پښتنو ته لوی تاوان رسولی، خو په یو قوم کې د سیاسي ګوندونو شتون که داسې ګوندونه خپلو ملي ګټو او ارزښتونو ته ژمن وي، نه یوازې تاوان نه لري، بلکې د خپل قوم په ویښتوب او ملي موخو ته په رسېدو کې ډېره مرسته کوي او اړین ګڼل کیږي. په کوزه پښتونخوا کې د فخر افغان پاچاخان د خدايي خدمتګارو ګوند د کوزو پښتنو په ویښتوب کې ډېره مرسته کړې او نن هم د ملي موخو په ډګر کې دا ګوند تر نورو مذهبي ګوندونو مخکې دي.

خو په پوخ باور د ښاغل پښتین موخه د سیاسي تقسیم څخه، هغه ویش دي چې پورته ورته اشاره وشوه، نه په سیاسۍ پارټیو کې د پښتنو ویش!

ول کېدای شي منظور پښتین دومره پخه خبره کړې چې یوازې د یوه پوخ، لوبېدلي او هوښیار سیاستپوه له خولې راوتلای شي او بس! منظور د پښتنو حقیقي ستونزه په ګوته کړې او په یوه مرکز د دې څلورو ټوټو پښتنو یووالی او پيوستون کولای شي چې په سیمه کې پښتانه له لاسه وتلی برم او واکمني بیا تر ګوتو کړي.

ژوندی دې وي منظور پښتین!

د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۱۴ مه

سرلوڅ مرادزی