د پالتاک ناسته دوطن ګوند دغړو د پوهاوی ګډی کمیټی دغړوپه ګډون جوړه شوه!

د ۱۳۹۷ کال د غوي د میاشتی ۱۵ نیټه ماښام د مخکنئ خبرتیا او بلنی سره سم د پالتاک غونډه جوړه شوه.

په غونډه کښی په هیواد کښی دننه د وطن ګوند د غړو د پوهاوی ګډی کمیټی غړو او په بهر کښی په عمده توګه په اروپای بیلابیلو هیوادونو کښی میشت د وطن ګوند غړو او مینه والو برخه درلوده. د ناستی برخه والو د وطن ګوند د پیاوړی قانونی حضور او فوق العاده عمومی مجمعی د تدویر په لارو چارو، د ګډی کمیټی د اعلامیی او طرزالعمل د موادو په بشپړ تطبیق، د پریکړو په تطبیق څارنه، د ادغام او راجستر د پروسی په ګړندیتوب، په خپل وخت د اطلاعاتو رسونه، په پروسه کښی د شاملو جوړښتونو لخوا د پریکړو یو شان تطبیق، د موثر تبلیغی او ترویجی کار سمبالښت، په پروسه کښی د یو شمیر وران کارو او فرصت طلبو عناصرو تشخیص او د هغوی د تخریبی فعالیتونو مخ نیوی، د پوهای په پروسه کښی بهر میشت د ګوند د غړو او مینه والو موثره او عملی ونډه اخیستنه، په بهر کښی د هیوادونو او حوزو په تفکیک د واحدو شوراګانو د جوړیدو په څرنګوالی، د موجوده ستونځو، ننګونو او ځینی نورو ضروری مسئلو په اړوند اوږدی او هراړخیزی خبری وکړی، د نظرونو او لیدلورو ډیره برخه ورته او یو شان وه خو په ځینو برخو په تیره بیا د شویو موافقو د تحقق د څرنګوالی په هکله توپیرونه هم وه چی ګډو اضافی او تفصیلی خبرو اترو ته اړتیا لری. د پوهای د ګډی کمیټی د غړو لخوا په ناسته کښی ګدونوالو بهر میشت ملګرو ته ډاډ ورکړل شو چی د دوی رغنده او جوړونکی نظریی او سپارښتنی به په خپلو کړنو کښی په پام کښی نیسی او هغه برخه چی یو څه زیات غور او همغږی ته ضرورت لری هغه به د پوهاوی ګډی کمیټی په ناسته کښی تربحث لاندی نیسی او ممکنه عملی لاری به ورته لټوی او هم به په بعدی پالتاکی ګډو ناستو کښی د نظرونو تبادلی ته دوام ورکوی. همدا رنګه د محترم ملګری فقیر محمد ودان د خبرو هغه برخه چی د تخنیکی ستونځو له کبله په بشپړ او کره توګه وا نه اوریدل شوه، نوموړی ژمنه وکړه چی هغه به په لیکلی توګه کمیټی ته رالیږی. باید وویل شی چی په یاده غونډه کښی د پوهاوی د ګډی کمیټی په استازیتوب محترمو ملګرو هریو انجنیر نظر محمد، پوهاند دکتور حفیظ الدین صافی، دکتور سلطان جان شفا، غلام حیدری احمدزی، کابل خان تدبیر او د ځوانانو په استازیتوب امید وطنیار او همدا رنګه د بهر میشت ملګرو لخوا محترم ملګرو فقیر محمد ودان، انجنیر محمد اسلم، عبدالبشیر پیوستون، اسدالله پیام او محبوب الله احمدزاده خبری وکړی. غونډه چی د افغانستان په وخت د ماښام په ۷ بجو پیل شوی وه د شپی په ۱۱:۳۰ بجو یی د بشپړ یووالی او تفاهم په فضا کښی خپل کار پای ته ورسوه.

اجلاس پالتاکی اعضای کمیته مشترک تفاهم حزب وطن تدویر یافت!

به اساس دعوت و اطلاعیه قبلی اجلاس مشترک پالتاک بتاریخ ۱۵ ثور ۱۳۹۷ مطابق اجندای پیشنهادی تدویر گردید.

در اجلاس اعضای کمیته مشترک تفاهم حزب وطن از داخل کشور و تعداد از اعضا و هواداران حزب مقیم خارج عمدتاً از کشور های مختلف حوزه اروپایی اشتراک داشتند. اشتراک کننده گان اجلاس در رابطه به چگونگی تأمین حضور قانونی و نیرومند حزب در صحنه سیاسی کشور و تدویر مجمع عمومی و فوق العاده، تحقق کامل مواد اعلامیه و طرزالعمل کمیته مشترک، نظارت برتطبیق فیصله ها، تسریع پروسه ادغام و راجستر تشکیلاتی، اطلاع رسانی به موقع، تطبیق یکسان فیصله ها در ساختارهای شامل پروسه تفاهم، سازماندهی کار موثر تبلیغی و ترویجی، تشخیص عناصر فرصت طلب و مخرب و جلو گیری از فعالیت های تخریبی آنان، تأمین اشتراک موثر و فعال اعضا و هواخواهان حزب شامل پروسه مقیم خارج، چگونگی ایجاد شوراهای واحد حزب در خارج از کشور به تفکیک کشور های و حوزه ها، مشکلات و چالش های موجود و نیز روی برخی مسایل ضروری دیگر بحث طولانی و تبادل نظر نمودند. قابل یادآوریست که نظریات و برداشت های رفقای شامل اجلاس تا حدی زیاد با هم یکسان بوده اما در برخی موارد عمدتاً در رابطه به چگونگی تحقق اسناد توافق شده، تفاوت دیدگاه ها نیز وجود داشته که به بحث و تبادل نظر بیشتر ضرورت دارد.

در اجلاس از طرف اعضای کمیته مشترک تفاهم به اعضاء و هوادران حزب مقیم خارج از کشور که در اجلاس اشتراک داشتند، اطمینان داده شد که نظریات و سفارشات سازنده شان ارج گذاشته و آنرا در اجراات خود در نظر می گیرند. برخی دیگر از نظریات و پیشنهادات که به غور و دقت بیشتر نیاز دارد آنرا در جلسات کمیته مشترک به بحث گرفته و همچنان در جلسات بعدی پالتاکی با رفقا در میان گذاشته تبادل نظر بیشتر می نمایند. ناگفته نباید گذاشت که برخی از صحبت های رفیق محتر فقیر محد ودان که بنابر معازیر تخینکی بطور مکمل شنیده نشد، نامبره وعده سپردند تا آنر بطور کتبی به آدرس کمیته مشترک ارسال میدارند. متذکر باید شد که در اجلاس از داخل کشور به نمایندگی از اعضای کمیته مشترک رفقا هریک انجنیر نظر محمد، پوهاند دکتور حفیظ الدین صافی، دکتور سلطان جان شفا، غلام حیدری احمدزی، کابل خان تدبیر و نیز به نمایندگی از جوانان امید وطنیار و همچنان از رفقای مقیم خارج هریک فقیر محمد ودان، انجنیر محمد اسلم، عبدالبشیر پیوستون، اسدالله پیام و محبوب الله احمدزاده صحبت نمودند.

اجلاس که حوالی ساعت ۷ شام به وقت کابل آغاز گردیده بود به ساعت ۱۱:۳۰ شب در فضای کامل همبستگی به کار خود پایان بخشید.