انجنیر عبدالصبور ساپی

یوقدم یو آواز انقلاب انقلاب

څلورمه برخه

په تېرو درې برخو کې مو د حق او د هغه اړخونه، د انګرېزانو کړنې ، پښتنوسره ظلمونه،  نارواوې، د پښتنو بېسواد او له تمدن نه محروم ساتلو کې  د انګرېزانو ستر ه ونډه  او پاکستانته ئې په دې هکله سپارښتنوته د تاریخ دیوې تورې برخې په توګه کتنه وکړه، په دغه برخو کې د فخرافغان باچاخان د عدم تشدد مبارزو او د هغو پایلو دا چې څه عامل د عدم تشدد د غورځنګ د نه بریا سبب شول، د پښتون ژغورنې غورځنګ منځته راتل او د منظور پښتون ژوند ته  لنډه کتنه وکړه اوهم  پدې اړوند یوشمیر اړوند مسئلوته نظر واچول شو، اوس راځو پاتې برخې ته!

مبارزه کې د مشرتابه رول او ارزښت:

د مبارزې خبّر چې کله منځته راشي نو سیاست دیو اصل په حیث ورسره تړلی ده، سیاست عربي کلمه ده او ريښه ئې د آس له رامولونه اخیستل شوې خوپه لغت کې داریت ، خرد ، دچاروسمون، تدبیرجوړول او وړاندې وروستو فکر کولوته وائي، په فارسي ادبیاتوکې د (چاره کولو) او (اداره کولو) ته هم استعمال شوی، سیاست یعنی ټولنه کې له هغه فعالیت څخه عبارت ده چې نظم د مختلفو عقیدو، نظریاتو، او ګټو ساتولو ترمنځ تضمین یا راولي، داچې په زور اویا هم په حقوقو متکي وي دا جلاخبرده، سیاست د اخلاقو سره ډېرې نږدې اړیکې لري. ډېر پوهان وایي چې سیاسي آند بې له اخلاقو نیمګړی دی او اخلاقي آند بدون له سیاست څخه، له بلې خوا هغه څه چې له اخلاقي اړخه نیمګړي وي، سیاسي برخه کې هم نیمګړي وي. یعنې سیاست او اخلاق لازم و ملزوم دي.  له څېړنو داسې معلومېږي چې سیاست یواځې د سیاست د علم په مطالعه نه بشپړېږی باید چې انسان هر اړخیزه مطالعه ولري څو یو ښه او بریالی سیاستوال شي.

نن ورځ سیاست؛ د ژوند نه بېلېدونکې برخه جوړوي، ځکه د اقتصاد سره بنیادي اړیکې لري او اساس ئې ګڼل کېږي، څرنګه چې سیاست د مبارزې اصل ده هره مبارزه ځانته ځانګړتیاوې لري، چې  یو مرام یا مقصد ته د رسېدو لپاره د زمان او شرایطو په نظرکې نیولو له سیاسي کوښښ سره رنګ اخلي،  کله مبارزه تېزه او تنده، کله خاموشه او پټه، کله  مسالمت آمیزه او د تشدد پرته، کله قهرآمیزه خونړۍ او تشدد سره ملګرې وي، د عدم تشدد مبارزو یو ښه بېلګه چې په همدې تېرو دومیاشتوکې په ارمنستان کې ښې پایلې درلودلې او د مدرن جهان،  ښه فرهنګ او رغنده سیاست ښکارندويي کوله بریالۍ شوې، (سرژ سرکیسیان) چې  تېرو لسوکلوکې د ارمنستان ولسمشر وه د نظام له بدلون چې  له ریاستی نه پارلماني ته واوخت، بیا غوښتل چې صدراعظم شي پارلمان چې د ده له حزبه و هم ګټونکی شو مګر څرنګه چې خلکوته ئې ښه کار نوکړې  د همدې عدم تشدد او سولیزو مظاهرو په مرسته روسته له څو ورځو استعفا ته مجبور شو د دهٔ له استعفا روسته مظاهره کونکو نورې غوښتنې مطرح کړې او بسته حکومت استعفا ئې وغوښتله «نیکول پاشینیان» د مظاهره چیانو مشر او هغه کسان چې د دولت لخوا د مظاهرو د جوړو او د عامه نظم په  مختلولو زندان ته اچول شوي  ول له بنده خوشې او د ارمنیانو دغه مخملي او سوله یځ انقلاب بریا ته ورسېده۰ مقصد له دې یادونې نه دا وه چې سره له  دې چې د مظاهرو مشر«نیکول پاشینیان» په زندان کې و، مګر دا سوليزې مظاهرې داسې رهبري شوې چې پایلې بریالۍ وې نو ځکه  که اعتراضات باثباته، یوموټی او له ټینګ عزم سره ملګري وي حتمي نتیجه مثبته لاس ته راځي، بل څه چې په دې مظاهرو کې په نظر ښکاري د مظاهرو ښه او مدبره مشرتابه ده چې په یو ښه سیاست لوبولوسره بېلې دې چې وینه توی شي بریا ئې ترلاسه کړه، نو ځکه د پښتون ژغورنې  غورځنګ چې نوی سر را پورته کړی دخلکو یوموټي کولو لپاره یوې خلاقه مشرتابه ته اړتیا لري۰

ډېر غورځنګونه په همدې شکل منځته راغلل مګر له منځه لاړل ځکه چې مشري ئې ناسالمه یا واحده نه وه لکه  افغانستان کې د خلق او پرچم ګوند، د۱۹۷۸زکال د (غوائي) دمیاشتې پاڅون،  چې د خلکو لخوا ئې سخت هرکلی وشو درې میاشې روسته د اختلافاتو قدرت غښتنې او ناسمې پاليسي ښکار اوتضعیف شو، روسته روسانې مرستې ته ودانګل بیا داکتر نجیب الله په مرسته بېرته وویستل شول، سرله دې چې د ډاکتر نجیب الله په مشرۍ ګوند د تېروتنو اصلاح ته لاس واچو او سترو بریاو سره مخ شولکه د جلال آباد جنګ ګټل، مخالفین په خپل بریا بې باوري کول، جنګ کې د پام وړ کمښت رامنځته کول، مګر سره له دې هم سولې ته ډېرواټن  پاتې و، په خواشیني سره باید ووایم چې بین الاقوامي توطئې او د ګوند خپل منځي اختلاف ددې سبب شول چې ګوند له ماتې سره مخ شي او ټولې لاسته راوړنې چې د سولې لپاره شوې وې په سین لاهوشي، آن داچې  د ګوند او دولت مشر ډاکتر نجیب الله خپل ژوند له لاسه ورکړ، او د قدرت جنګو نه د اسلام ترنامه لاندې سترناورین رامنځته کړل، ټول کابل وران او ملوک الطوایفی ته ورته نظام رامنځته شوه، یوشمېرد دولت مشران هم ووژل شول۰

په [۱۸مه ز] پېړۍ کې د فرانسې سترانقلاب چې په نړۍ او تاریخ کې ډېر مشهور دی د سالمې رهبري له تشې، روسته له دوو کالو له  منځه ولاړ او ټول رهبران ئې یو یو   ووژل شول، دتامیل پړانګانو پاڅون سریلانکاکې روسته له یو اوږدې مبارزې نه په۲۰۰۹زکال د مې په میاشت کې د۵۴کلن "ولوپیلای پرابهاکاران " په مشرۍ له ماتی سره مخ او دی پخپله ووژل شو، همداشان هغه غورځنګونه او انقلابونو چې واحده رهبري لرله بریالي او پاتې شوي، لکه د کوبا انقلاب  د  فیدل کاستروپه مشرۍ، دهندوستان انقلاب د مهاتماګاندي په  مشرۍ ، د الجزاېر انقلاب په ۱۸۳۲زکال د فرانسې د استعمارخلاف د (عبدالقادر) په مشرۍ، مګر هغو چې واحدې رهبري ندرلودې یا بریالۍ نشول یا خو له بریالیتوبه روسته ژر لمنځه ولاړل، نو ځکه مشر او مشرتابه  یا ليډرشپ په ګوند اوغورځنګ کې د ستر اهمیت وړده۰

مشر یا مشرتابه:

مشر دیوې تولنې هغه وګړی ته وېل کېږي چې له جسمي او صحي پلوه خاصتاً د ذهني له نظره دټولنې په نوروکسانو ځانګړی خلاقیت ولري چې همدا خلاقیت، دی د خلکوپه زړونوکې محبوب کوي او خلک ترتاثیر لاندې راولي، مشري د یو حرکت، پاڅون او یا غورځنګ ستراصل ګنل کېږي او له یوې سالمې رهبري پرته بریا شونې نده،  همداسې د  ګوند اوغورځنګ د بقا لپاره هم مشر ځانګړی رول لري، جمعي مشري  د مبارزو یو بنیادي او حیاتي اصل ده، چې هم پکې دموکراسي سا تل کېږي او له «سوبژکتیویسم» یا ذهني ګري او «لونتاریسم»  (خپله اراده غوره ګڼل او په واقعیتو سترګې پتول) نه مخ نیوی کېږي، جمعي مشري یو غورځنګ له شخصیت پالنې یا کېشې شخصیت نه چې کولی شي یو ګوند یا غورځنګ له بربادي سره مخ کړي، مخ نوی کوي،  یو مشرتابه ته پکار ده چې:

·        ۱- ښه مشر ښه سیاستپو، خلاق او مبتکروي او ښه سیاستپو باید ښه فنکار وي، سنجول شوی قدم وچت کړي او قدم وچتولوکې استوار او پايدار وي د خلکوآرمانوته وفادار او متعهد او له  دښمن سره نه پخلا کېدونکی۰

 

·        ۲- رښتیني فاکتونه را ټول او هغه په سمه او دقیقه توګه مطالعه او له دې فاکتونه شعارونه او لارښونې راوباسي۰

·        ۳-دغه لارښونې باید خلکومنځ  کې خپرې او پرې نظارت وشي، انعکاسات راټول ترڅو تېروتنې اصلاح شي۰

·        ۴-داسې کادرونه او فعالان غوره شي چې هغوی متعهد د غورځنګ ارمانوته وي پوهه او ایمانداري ولري سپارل شوې دنده په ایمانداري، صداقت او انرژي سره ترسره کړي۰

دچین له تاریخه(۱) نقل ده چې«تای کانګ» د چین ځوان پادشاه ۲۰۸۰ کاله مخکې له میلاده خپل مشاور«ساشون» چې عمرئې په تحقیق او تجسس کې تېرشوی و او یو عالم انسان و را وغوښت او له هغهٔ ئې وپوښتل [څنګه کار وکړم ترڅواعتماد د خلکو ځانته واړم او رهبرشم] هغه ورته په ځواب کې وویل:

·        ۱-ترڅواطمینان ونلرې بیان ورنکړې۰

·        ۲-ترڅو یواځې ئې په کوم کارلاس پورې نکړې۰

·        ۳-ترڅوپه عمل کې قاطع نه ئې د یوکار لافې او دباپې ونه وهې۰

پدې توګه یو غورځنګ کولای شي چې ډېرژر په یو سترقوت بدل شي چې یو خوله یو لاس یوه خبر او یو سنجول شوی عمل وي، بیا بریا به خامخا تجلي کوي، پښتون ژغورنې غورځنګ هم چې سترقدم  وچت کړی باید په ایمانداري سره د یو با احساسه مشرتابه په غوره کولو دپښتنو هیلې او امیدونه خاورې نکړي او بریاته ورسوي او د فوجیانو د توطئیوغلام نشي، پښتون ژغورنې موومنت دا ثابته کړه چې پښتانهٔ نور هغه ويدهٔ پښتانهٔ ندي دوۍ کې اوس دا احساس اوشعور پیدا شوی ده چې فقد اتفاق کولی شي دوۍ وژغوري او همداسې یوې ځوانې رهبرۍ ته اړتیا درلودله که خدای کول ترلاسه ئې کړه۰

پې ټي ام او د مبارزې غښتلي کول:

پښتون ژغورنې موومنت؛ د ویاړلي ځوان منظورپښتون په لار ښونه او مشرۍ په ناببره توګه په داسې وخت کې سر راوچت کړچې پښتون قام سخت یوې ځوانه با احساسه او بادرده مشرتابه ته اړتیا لرله، کوم چې د پنجابي فوج د ترور، وحشت او بربریت په  خيّرنه فضا‌‌ کې ګیرپاتې دي، دغه ناولې فضا دپښتنو سیموسربېره په، بلوڅو، او هزاره سيموکې هم په ورته حالت خپره ده۰

د پښتنوغورځنګ پنجابی فوجیانوته داسې ژلق وکړ چې جهانې وښورو، دغه غورځنګ په یو ستر نوچار، له ډاره پرته، داسې غوڅ او تند شعارونه ئې په جارجار دفوج په خلاف خپارهٔ کړل او خلکو په مینه په لوړو آوازو په وار وار تکرار کړل چې، تر اوسه هېڅ ګوند داسې تند شعارونه نه ول کارولي لکه؛ [[یہ جو دہشت گردی ہے اس کے پیچھے وردی ہے]]، معنا دا چېرته چې دهشت ګردي ده د هغه شاته وردي ده ( وردي نظامی جاموته وائي) چې مطلب برالا له پوځیانو او پوځي استخباراتونه ده،  دارنګه نور تندشعارونه لکه (یوقدم یوآواز انقلاب انقلاب) یا دا چې منظور پښتین د پنجشنبې ورځ دمی په لسمه  کراچۍ کې په یو مخامخ تقریرکې داسې وویل « مونږ دا وایو چې د ترهگرۍ شاته پوځ دی؛ نه! مونږ ته پکار ده ووایو چې دوي پخپله ترهگر دي » هغه زیاته کړه "هغه رینجرز چې وسله ورسره ده، د خلکو نه ئې پیسې، موبایلونه اخیستي، خلک یې وهلي ټکولي دي، دا ترهگر نه دي نو څه دي؟"

داسې شعارونه او تندې ویناوې د پاکستان فوځي واکدارانو په خلاف بلکل نوې خبرده او فوجیان ئې سخت هک پک اوحیران کړل، چې دا قوت له کومه سرراپورته کړ، فوجیانو په یوبېړني حالت کې ترټولو لمړی پاکستاني مطبوعاتوته خبرداری ورکړچې په قطع صورت د دغه غورځنګ جلسات، لاریونونه او اشتهارات خپاره نکړي او د دوۍ هررنګه فعالیت په مطبوعاتوکې منعکس نکړي، فوج پدې هم بسیا نشو او یوشمیر مزدور پښتانه ئې راټول کړل چې د غورځنګ د مخنیوي لپاره جلسې جوړې کړي او پښتون ژغورنې غورځنګ شعارونه برعکس استعمال کړي،  لکه داشعارچې د استخبارتو لخوا جوړ او خپل مزدورانو ته ئې ورکړ[یہ جو دہشت گردی ہے اس کے ،،علاج؟؟!!،، وردی ہے] دا شعار د[سازمان تحفظ ختم نبوت] په نامه د [پاکستان فوج زنده باد] په نارو راپورته کړ، او پښتون تحفظ موومنت PTMئې پردو ته په خدمت تورن کړ، البته چې دا کومه ناآشنا خبره نده پنجابي استخبارات دخپل ظلمونو او ترورونو پټولو لپاره باید داسې نغارې ووهي، پنجابي استخبارات د دغه غورځنګ د فعالیت محدودول او بدنامولو لپاره خامخا ډېرې هلې ځلې کړي او ښائي لانورهم زیاتې شي ترڅو غورځنګ ځانته سلامي کړي، مخکې له دې چې پنجابیان غورځتګ ته ستونزې جوړې کړي غورځنګ مخته ځنې امکانات مهم دي شته چې ورته پام وساتي:

·        ۱-ترهرڅه دمخه دغورځنګ سیاسی اړیکې له نورو هم نظره ګوندنو، سیاسي شخصتونو، ډلو اوقومونو سره نږدې او داسې تنظیم شي چې غورځنګ وکولای شي په کورني او بهرني سطح کې زیات دوستان او خواخوږي پیدا کړي، دپنجابیانو د ناروا په هکله د سیمې او دنیا سترو هیوادوسیاسیون او مېډیا ذهن ځان خواته را واړه وي او د هغو حمایت راجذب کړي۰

·        ۲- په کورني برخه کې د بلوڅو آزادي بښونکي تحریک سره نږدې اړیکې جوړول او خپل فعالیتونه همآهنګول  د سند هم نظره ګوندوسره هم اړيکې جوړل، د غورځنګ پراخې کورني او بهرني اړيکې د غورځنګ مشروعیت او امنیت خوندي کوي او په ریاست فشار زیاتوي۰

·        ۳- پنجابی فوج وائي:«زمونږ دروازه دهرچاپه مخ خلاصه ده» PTM باید خپلې خواستې ورته واستوي او ترڅنګ ئې داسې سیاست غوره کړي چې فوج ورته خبروته راشي یا ترې دعوت وکړي! او دا هغه وخت شونې ده چې غورځنګ  یووجب هم له خپلو خواستو ګذشت ونکړي او د ریاست عملی ګام اخیستل اصلی شرط وګرځوي۰

·        -۴ ریاست دغورځنګ له غوښتنو په یوه او بله بهانه وخت تېروي چې ترڅو خلک په غورځنګ بې اعتباره کړي چې مقبولیت او محبوبیت ئې بې خونده شي او خپل اثرو رسوخ له لاسه ورکړي۰

·        ۵- تش شعارونه او مټنګونه چې نتیجه ونلري خلک ناامیده اوستړي کوي  په تېره که ریاست د غورځنګ غوښتنوته ځواب ورنکړي او وخت کشي وکړي، پداسې حالت  پکار ده چې مېټنګونه او مظاهرې تندې شي پدې معنې چې له هغه ځایونه چې ریاست  ئې ورته په نښه کوي د ښارونو منځته ووځي که ممکنه وي مدني نافرماني هم زیاتې  کړي۰

په مبارزه کې شخصیت، نظم او تاکتیک ستر اهمیت لري، شخصیتونه کولی شي داسې فن و کاروي چې ستر تاثیر د ټولنو په تاریخي ودې پرځاي پېږدي که چېرې دا فعالیت د ټولنې د ودې (تکامل) د عینی قوانینو اوشرایطو سره انطباق ولري۰

د څلورمې برخې پای