سرلوڅ مرادزی

د منظور پښتین«سره خولۍ» د خپلواکۍ سیمبول!

پر افغانستان سربېره د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه په کلونو لګیا دي، ثابت کړي چې د ترهګرو ترشا پنجابی پوځ لاس لري، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ په څو میاشتو کې ټولې نړۍ ته ښکاره کړه چې پنجابی پوځ نه یوازې د ترهګرو ترشا ولاړ دی، بلکې خپله پوځ ترهګر دی. اوس د غورځنګ په لاسوندونو د پنجابي پوځ او ترهګرو ترمنځ د چین دېوال نشته، پوځ یوه ګړۍ کې په ترهګرو بدلیږي او ترهګر یوه شېبه کې په پوځ.

پوځ او ترهګر د یوه وجود دوه څېرې دي!

د سهیلي وزیرستان په مرکز «واڼه» کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په یوه مشر علی وزیر، د طالبانو او پنجابي پوځ ګډ برید د دې خبرې پوخ او کره ثبوت دی.

پر علي وزیر او د هغه په ورسره ملګرو دا ګډ برید هغه مهال وشو چې نوموړی خپل تېل پمپ ته په لار وو. لومړی طالبانو د پوځ په مټ هلته داسې لوبه جوړه کړه چې د غورځنګ د غړو «سرې خولۍ» يي سوځولې او د غورځنګ غړي يي ګواښل. د غورځنګ د غړو په لفظي غبرګون کې يي پر هغوی ډزې پيل کړی چې BBC سره مرکه کې د غورځنګ د یوه مشر محسن داوړ په وینا د طالبانو په ډزو کې لږ تر لږه څلور ولسي وګړي ووژل او تر څلویښتو زیات ټپي شول. د وسلوالو په دې برید کې یو ځايي خبریال نورعلي هم ژوبل شوی دی.

په دې اړه د غورځنګ مشرمنظور پښتین وايی«خلک د غورځنګ د مشرعلي وزیر هرکلي ته وتلي ول چې ځایي طالبان، چې پاکستان یې "ښه طالبان" یا د امن کمیټې بولي، ورغلل او هغوی یې ووهل او «سرې خولۍ» یې ورته وسوځلې. د دی عمل په ځواب کې خلکو لاریون پیل کړ او د پوځ پر ضد یې شعارونه ورکړل.»

منظور پښین په دې تړاو زیاتوي« د پاکستان ټولې ادارې په ترهگرۍ کې ککړې دي او د پاکستان د حکومت لاسونه د پښتنو په وینو ککړ دي. پي ټي ایم د امن لپاره تحریک شروع کړیدی چې د پاکستان اساسي قانون یې اجازه ورکوي. خو دوی (پوځ) ترهګري کوي او د پاکستان ادارو خپل ظلم ته دوام ورکړېدی. هغه وویل چې نن دوشنبې (جون۴) په واڼا کې د خلکو په مخکې پوځیان د طالبانو شاته ولاړ ول او په خلکو یې ډزې وکړی.»

بلخوا په یو تازه رپوټ کې د غورځنګ مشر پښتین وايي، انګوراډه کې چې په سهیلي وزیرستان کې د ډیورنډ کرښې ته پرته سیمه ده او د پکتیا ولایت سره نښتې ده، پاکستاني امنیتي ځواکونو د غورځنګ په پلویانو ډزې کړي، یو تن يي شهید او ګڼ شمېر نور يي ټپیان کړي دي!

منظور پښتین دا هم وايی، دوی څو میاشتې مخکې ویلي ول چې وزیرستان ته د پاکستاني حکومت په لارښوونه یو ځل بیا طالبان او نور ترهګر را روان دي او درګرده هلته، ځای پرځای کیږي. پوځ چې له پخوا نه په وزیرستان او نوره پښتونخوا کې ځای پرځای دی، د طالبانو او ترهګرو په نوم چې د پوځ ملیشه يي برخه جوړوی، غواړي د پښتون ژغورنې غورځنګ په وړاندې چې اغیز يي په پښتونخوا کې مخ پر زیاتېدو دي، ودریږي او له دې لارې دا ځل بیا پښتون قوم او د دوی پاڅېدلی قومي غورځنګ وځپي.

منظور پښتین بیا بیا وايی طالبان، پوځ، ISI او MI دا ټول د پښتون قوم په وړاندې، په ګډه جنګیږي.

د پېښو روان بهیر هم ښۍ، وزیرستان کې د «ضرب غضب » او «بیا درغلم» په نوم د پنجابي پوځ پخواني عملیات چې هغو کې پښتانه بې کوره، لادرکه او زیات شمېر وژل شوي، دا ځل به عملیات پوځ د ځان پرځای، د طالب په نوم ترسره کوي.

پوځ او ISI به اوس د طالب په نوم د پښتون ژغورنې غورځنګ سره لاس وګریوان کیږي او جګړه به د طالب په نوم مخته وړي.

پوځ لا مخکې له مخکې په دې اړه تبلیغات پیل کړي او طالب ته لار اواروي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ګریوان ته لاس واچوي.

د پاکستاني پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور د دوشنبې په مازديګر د پوځ په مرکز، په یوې خبري غونډه کې وویل «دوی پوهېږي چې منظور احمد مسید څه ډول په منظور احمد پښتین بدل شو او څه ډول يوه خولۍ له بهره راوړل شوه او په شپه شپه يې د پښتین د خولۍ نوم خپل کړ. پوځ دا ادعا هم کړې، د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنسټوال منظور پښتین او د هغه د خولۍ د شهرت تر شا د افغانستان لاس دی، چې د دوی په خبره په افغانستان کې يې په ملاتړ یوازې په یوه ورځ پنځه زره د خواله رسنیو پاڼې جوړې شوې دي، BBC»

خو د منظور پښتین د «سرې خولۍ» په اړه طالبان هم هغه څه تکراروي چې د پوځ ویاند جنرال اصف غفور يي وايی«د واڼه یو شمیر اوسیدونکو او عیني شاهدانو ویلي چې له څو ورځو راهیسې حالات سم نه ول او ځايي طالبانو د غورځنګ پلویانو ته ویل چې هغه خولۍ (ټوپۍ) دې نه په سر کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتین د خولۍ په نامه یې شهرت پیدا کړی دی.»

د غورځنګ پر پلویانو د «سرې خولۍ» پر تړاو د طالبانو وسلوال برید او په ورته وخت کې د جنرال غفور څرګندونې ښۍ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په وړاندې توطیه، د طالبانو او پوځ لخوا په ګډه روانه ده.

جنرال غفور له یاده باسي چې منظور پښتین «سره خولۍ» د غورځنګ له رامنځته کېدو مخکې هم پر سرکوله او دا د لرو برو افغانو د جامو د ملي دود نښه ده چې تر شا يي د افغانستان لاس د تبلیغاتي جګړې په موخه، رسنیزکیږي. بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ هم  په یوه شپه نه دي رامنځته شوي، بلکې دا په تېرو ۷۰ کلونو کې چې د پاکستان په نوم جعلي هېواد تاسیس شوی، پښتون قوم سره د پاکستاني دولت د ظلم او تیري پایله ده. په دې پير کې پاکستاني پوځ او ISI پښتون قوم ځپلی، توهین کړی او وژلی دی. پاکستاني پوځ په بېلابېلو ټوټود پښتون قوم د ویش، پښتون قوم د ټولوژنې او Genocide مسوولیت پرغاړه لري. پښتون ژغورنې غورځنګ، پښتون قوم سره د پاکستاني پوځ او ISI لخوا د شویو جنایاتو د حساب کتاب لپاره رامنځته شوی.

اوس به «سره خولۍ» د لروبرو افغانانو د یووالي او د پښتون قوم د خپلواکۍ سیمبول وي!

د ۲۰۱۸ کال د جون ۵ مه

سرلوڅ مرادزی