سرلوڅ مرادزی

د پاکستان لنډه غر اوهرکاره پوځ!

ډیری اوس هم په دې اند دی چې پاکستانی پوځ یوازې د هغه هېواد بهرنۍ پالیسې او هغه هم د افغانستان او هند په اړه ترخپلې ولکې لاندې ساتي او په نورو چارو په تېره بیا هېواد کې دننه په ملکي مسایلو کې هومره ګوتې نه وهي.

خو د پاکستان اویاکلن لنډ ګنډ تاریخ څرګندوی چې هلته پوځ هرکاره دی؛ له بهرنۍ پالیسې نېولې د ملکي حکومتونو اداره او په پای کې د هغو نسکورول؛ د مدني ټولنو او ګوندونو تعقیب اوڅار، همداراز د وګړو له شخصي ژونده نیولې د ټولنیزو رسنیو ترکنترول پورې دا هرڅه د پوځ تر خونړیو سترګو لاندې، ترسره کیږي او په دې ټولو برخو کې ملکي حکومتونو او ولسي بنسټونو ته د خبرې او سوڼ ځای او مجال نشته!

پاکستانی نظام، سل په سلو کې یو دیکتاتور او پوځ محوره نظام دی او لومړۍ خبره تل په پاکستان کې پوځ کوي او له بده مرغه دا لړۍ لا جاري ده!

په پاکستان کې ملکي حکومتونه چې له هغې هم واک نه لري او د دیموکراسۍ تظاهر لپاره رامنځته کیږي، هلته هم خپل پیر نه پوره کوي او تر ټاکلي مهال مخکې یا د پوځي کودتا او یا فاسدوملکیانو سره د پوځیانو په ګډه توطیه کې نسکوریږي. تېرو اویا کلنو کې پاکستانی پوځ د واک په داسې ادلون بدلون او لنډه غرۍ کې نړیوال ریکارډ ټینګ کړی دی!

په پاکستان کې د سکندر میرزا تش په نوم ملکی حکومت پوځیانو ونه شو زغملی او په ۱۹۵۸ کال کې جنرال ایوب خان د پوځي کودتا په مټ هغه نسکور کړ. ایوب خان یوولس کلونه مارشالا(پاکستان کې پوځي واکمنۍ ته وايي) وچلوله او د ده حکومت هم په ۱۹۶۹ کال د یوه بل جنرال، یحیی خان په لاس راوپرځید. نوموړي هم تر ۱۹۷۱ کال پورې واک کې پاتې شو او د ده د پوځي حکومت په مهال پاکستان په دوه ټوټو، بنګلدیش او اوسنی پاکستان وویشل شو. دریېمه کودتا په ۱۹۷۹ کال کې جنرال ضیالحق وکړه او تر ۱۹۸۸ کال پورې د یوه خونړي دیکتاتور په بڼه واکمن وو چې بلاخره الوتکه يي په ناڅرګند لامل راوغورځېده او د سپارلۍ سره یوځای د الوتکې په اور کې وریت او په دې نړۍ دوزخ ته لاړ. وروسته بیا په ۱۹۹۹ کال کې څلورمه کودتا جنرال پرویز مشرف وکړه او تر ۲۰۰۷ کال پورې لومړي د کودتا د مشر او ورپسې په تش نوم ولسمشر يي څوکۍ ته ادامه ورکړه.

اوس چې د روان کال د جون په شپږمه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده هیدر نیورت په یوه اعلامیه کې وايی« مایک پمپیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د پاکستان د لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره، د پاکستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو په لارو چارو، په افغانستان کې د سیاسي پخلاینې په ضرورت او په جنوبي اسیا کې د ټولو یاغي او ترهگرو ډلو پر ضد پرته له توپیره د مبارزې په اهمیت خبرې کړې دي.» هم څرګندوي چې پاکستان کې ملکي حکومت د داسې خبرو واک نه لري او هلته پوځ دی چې د هر څه واک يي خپل لاس کې قبضه کړی دی.

د پرنسیب له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر باید د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او یا د هغه هېواد لومړي وزیر سره خبرې وکړي، خو له هغه ځایه چې واک په پاکستان کې پوځیانو سره دی، د غوڅو خبرو او پریکړو واک یوازې پوځیان لري او په داسې خبرو او پریکړو کې، د پاکستان ملکي حکومت نوم څوک په خوله نه اخلي!

بېځایه نه ده چې پاکستان کې د خبریالانو د حقوقو ټولنه (PFUJ) په یوې اعلاميې کې د پاکستاني پوځ د ویاند جنرال اصف غفور هغه تورونه ردوي چې وايي په ټولنیزو رسنیو کې خبریالان د پاکستان سره دښمني کوي. د خبریالانو د حقونو د اتحادیې مشر افضل بټ او مرستیال ایوب جان، «د پوځ د ویاند د تورونو په اړه زیاتوي، پاکستان کې پخوا هم په خبریالانو د فشار راوستلو کوښښونه کیدل، خو په وروستیو کې دا هڅې بیخې زیاتې شویدي او د خبریالانو ژوند يي د خطر سره مخ کړی دی. خبریالان او لیکوالان دا هم زیاتوي، د هغوې مقالې د پوځ د فشار له وجې ندې خپرې شوي، امریکا غږ»

څو ورځې مخکې جنرال غفور حتی د پښتون ژغورني غورځنګ ( PTM ) د مشر منظور پښتین په « سرې خولۍ» پورې هم خبرې کړې وي او لکه د «شړومبو مچ» يي د خلکو په جامو او لباس پورې هم ځان مښلی وو.

نوموړي ( جنرال غفور) رسنیو ته پوځي قومنده هم ورکړې وه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي او عادلانه غوښتنې خپلو خپرونو او رسنیو کې منعکس نه کړي او زیاته کړې يي وه« ځايي رسنۍ ښه کوی چې غورځنګ ته پوښښ نه ورکوي»!

دا چې د PTM یو مشر علی وزیر خپلو خبرو کې د پاکستان پوځ ته وايي، ته غدار يي، ته د پښتنو قاتل يی په حقیقت کې د پوځ شالید ته ګوته نیسي چې د پښتنو، بلوڅو، سیندیانو او نورو قومونو په وینو يي لښتي بهولي او د پاکستان په نظام کې د قصاب دنده لري.

منظور پښتین د PTM مشر دا اعلان چې د اپریل په اتمه يي د پېښور په تاریخي غونډه کې ورکړ او ويي ویل«د پوځ، ISI او MI نوم اخیستل مخکې ګنا وه او چا له ډاره نه شو اخیستلای، نن يی په ډاګه نوم اخلم او په بربنډولو او اخیستلو يی ویاړ کوم.»

د پښتنو مشرانو او نړیوالو رسنیو څرګندونې ښۍ چې پاکستان کې پوځ له پښتون قوم سربېره په پاکستان کې د نورو قومونو سره هم لاس وګریوان دی او پوځ په عمل کې د پاکستاني ولس سره په جنګ دی.

که نن سبا د پاکستان پوځ او ISI د پښتون قوم د سپکاوۍ او د پښتنو مشرانو د له منځه وړلو لپاره لومړی خپله ملیشه د طالب او نورو ترهګرو په نوم پښتونخوا ته لیږي او بیا د هغو ټکولو په پلمه پښتون قوم وژني او هغو ته د قومي غوښتنو په پار سزا ورکړي، سبا د طالب په نوم داسې ملیشه د نورو قومونو منځته هم لیږي او هغوی به هم د خپلو قومي غوښتنو په ګنا، په وژلتون (قصاب خانه، یا مسلخ) کې له یو مخه قصابي کړي.

اوس پوښتنه داده د پاکستان ملکي حکومتونه، سیاسي ګوندونه، مدنې ټولنې او پاکستان کې د نورو قومونو ملتپال ځواکونه ولې د پوځ په اړه چې پاکستان يي په نړۍ کې ګوښه کړی، بدنام کړی او د وروستي سقوط  سره يي مخ کړی، چوپ دي؟

د پوځ په لاس د ترهګرو په روزلو او ساتلو کې، د پاکستاني ولس څه ګټه اوخیر دی؟ ایا په داسې ترهګریز چاپیریال کې به د پاکستان ولس په امن کې پاتې شي؟

سیمې او نړۍ سره دښمنۍ او شرارت کې چې پاکستاني پوځیان يي مخ ته وړي، د پښتون قوم سربېره، پاکستان کې د نورو میشتو قومونو څه ګټه ده؟

دا چې د پاکستان د بودیجې ډېره برخه پوځ لګوي او ولس ته ټولنیز خدمات په نیشت حساب دی، پاکستانی ولس ولې د دې خبرې پوښتنه نه کوي؟

که نن د پاکستاني پوځ سره د یادو پوښتنو په تړاو یوازې پښتون قوم مخامخ دی او سخته سزا يي ویني، ایا سبا به د پاکستان نور قومونه د ورته برخلیک سره نه شي مخ او په پای کې به د پاکستان ټول ولس د پاکساتي پوځ له تیغه خوندي پاتې شي!

د وخت په تېرېدو سره پاکستانی پوځ نور هم وحشي کیږي او د خپل وحشت ننداره د سیمې او نړۍ ولسونو ته، هره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ ( PTM ) سره په چلند کې ښۍ!

اوس د دې وخت رسېدلی چې پاکستان کې ټول میشته قومونه او د دوی قومي ګوندونه د پوځ د وحشت او بربریت په وړاندې د پښتون قوم لار او د پښتون ژغورنې غورځنګ دریځ خپل کړي او په یوه غږ او پوره یووستون سره، د وخت د جابر او دیکتاتور پوځ په مقابله کې ودریږي.

د پاکستان د لنډه غر او بدماش پوځ په وړاندې، بری د پښتون قوم په برخه دی!

د ۲۰۱۸ کال د جون ۸ مه

سرلوڅ مرادزی