کابل -  افغانستان

۱۸ / غبرګولی/ ۱۳۹۷

د وطن ګوند د غړو د پوهاوی ګډی کمیټی او د افغانستان د ترقی ګوند

ګډه اعلامیه

په خوښئ سره خبر درکول کیږی چه د پوهاوی ګډی کمیټی واکمنو استازو او د محترم پوهاند دوکتور نجیبالله په مشرئ د افغانستان د خلکو د ترقی ګوند د

رهبری هیئت تر منځ د خبرو اترو په پایله کی هوکړه وشوه چه د افغانستان د خلکو دترقی ګوند چه د وطن ګوند په بنسټیزو اصولو باورمن دی د وطن ګوند

د غړو د پوهاوی ګډی کمیټی په اعلامیه او طرزالعمل کی درج کړل شوی ټول مطالب چه د ۱۳۹۶ شمسی کال د مرغومی به ۱۵ نیټه تصویب او د همدی

میاشتی په ۲۲ نیټه د ټولنیزو شبکو له لاری خپاره شویدی په بشپړ تائید او رعایت د خپلو ټولو تشکیلاتو سره د وطن ګوند د غړو ترمنځ د پوهاوی ګډ بهیر

سره یوځای او واکمن استازی ئی د پوهاوی ګډی کمیټی په غړیتوب منل شوی او په نننئ ناسته کی ئی هم ګډون کړیدې . دپوهاوی ګډه کمیټه دغه لاسته

راوړنه د پوهاوی ګډ بهیر ټولو برخه والو ملګرو ته مبارکی وایی او د وطن ګوند د غړو د یووالی او همغږئ د لا پیاوړتیا  په لور ئی بل غښتلی ګام بولی .