.

سردار محمد همدرد

.

له هلمندیانو سره نوې خطرناکه لوبه

.

په تېرو پنځلسو کلونو زمونږ د دې هېواد لویه ستونزه همدا وه، چې اکثریت محروم او اقلیت د واک پر ګدۍ کېناستل، چې دې کړنې ډېر بدې پایلې هم لرلې. یوه ضروري خبره چې باید زه یې وکړم، هغه دا چې د افغانستان په ملي یوالي باور لرم او د افغانستان ټولو قومونو او په خپل تناسب اسلامي، انساني او افغاني ارزښتونو ته په یوه سترګه ګورم.

دا باید ومنو، چې یو شمېر کسان په شعوري ډول د افغانستان د لویو ګټو لپاره نه؛ بلکې د خپلو ګټو لپاره د نورو قومونو حقوق تر پښو لاندې کوي. په دې وطن کې د ګډ ژوند لپاره د افغانستان ټول قومونه باید دا انصاف وکړي، چې تر خپل حق اضافه وانه خلي.

په هلمند کې د ناومیش په نامه یوه ولسوالي چې له دایکنډي سره شریکه ده، یو ځل اوازه سوه، چې دا ولسوالي په هلمند ولایت پورې مربوطه سوې ده. کله چې ما په هلمند کې دنده اجرا کوله، ما چې د دې ولسوالۍ معلومات وکړل، د دې ولسوالي ټول تشکیل او رهبري له دایکنډي سره وه.

اوس داسي ویل کیږي، چې په دې ولسوالۍ کې شاوخوا پنځوس زره تذکرې سټېکر سوې دي او په اوسنیو شرایطو کې بیا دا خبرې پیل سوې دي، چې دا ولسوالي په هلمند پورې مربوط ده. د هلمند د ټولو شمالي ولسوالیو یوازې مرکزونه د دولت په لاس کې دي او د نورو ولسوالیو ټول اوسیدونکي پښتانه ده. په ناومیش ولسوالۍ کې زیاتره زمونږ هزاره وروڼه مېشت دي. که دا کار وسي، چې د دې ولسوالۍ رایې په هلمند کې وکارول سي، دا به د هلمند په حق کې لویه بې انصافي وي.

دغسې تېروتنه یوځل مخکې په تېرو ټاکنو کې په غزني کې هم را منځته سوه، چې هغه ستونزه تر اوسه پورې نه ده حل سوې او حتی د انتخاباتو د کمیسیون دروازه یې تړلې ده.

زه پر مرکزي حکومت ژغ کوم، که د هلمند په حق کې دغه بې عدالتي ترسره سي، بیا نو هلمندیان هم دومره کمزوري نه دي، چې خپل حق په مدني مبارزه او سولییزو لاریونونو وانه خلي.

پر ټولو هملندیانو ژغ کوم، چې د خپل مشورع حق لپاره چپ پاتې کېدل ستاسو پر مظلومیت دلالت کوي او حضرت علي کرمه الله وجه وايي: تر هغه ظالم هغه مظلوم بدتره دی، چې د خپل حق غوښتنه نه سي کولای.

په درنښت!