F

سرلوڅ مرادزی

F

عبدالله د پېژندپاڼو په اړه، له خپل واک پورته غږیږي!

F

عبدالله عبدالله چې د دولت د یوې څانګې یانې حکومت او هلته هم د یوې برخې مسوولیت چې له اره مشورتي ځاګړتیا لري، په تېرو دریو کلونو کې يی د جهادي مافیايي کړیو په مرسته د خپل مسوولیت او واک پورته ادعاوې کړی چې وروستۍ هغه يي د بریښنايي پېژند پاڼو د ویش سره مخالفت او دښمني ده!

ازادۍ راډیو سره خبرو کې د اجراییه ریاست مرستیال ویاند امید میثم وايی«د دغه بهیر په اړه سیاسي ګوندونه، پارلمان، مدنې ټولنې او ټول خلک رضایت نه لري او باید دا بهیر وځنډول شي»

کوم کسان چې د بریښنايي پېژندپاڼو ویش سره مخالفت لري، د هغوی پته او پېژندګلو ملت ته څرګنده ده. دا کسان نه ټول خلک دي، نه ټول پارلمان دی او نه مدنې ټولنې او سیاسي ګوندونه. اجراییه ریاست او ویاند يی هر ځلې له ځانه په استازیتوب غږیږي. حتا په اسلامي جمعیت او نظارشورا کې هم یوازې څو تنه لنډه غر، هغه هم د ایران په لمسون د دې بهیر سره دوښمني لري!

کله چې پر مرکزي حکومت د دولت د نورو مخالفینو فشار زیتیږي او یا دولت په ځینو برخو کې بریا او لاسته راوړنه ولري، په ورته وخت اجراییه ریاست هم د خپل مخالفت نغاره غږوي او غواړي غږ يی څونه چې کیږي رسنیز کړي.

دوی بریښنايي پېژندپاڼو سره خپل مخالفت یو ځل بیا په داسې وخت ښکاره کړ چې یوازې درې ورځې مخکې د نوي اېتلاف په نوم، څو جهادي مافیايی ډلو ټپلو حکومت ته خپله  لومړۍ غونډه په خبردارۍ، ګواښونو او راتلونکو شخړو پیل کړه.

له هیچا پټه نه ده، اجراییه ریاست د نوي اېتلاف په مټ په رامنځته شوې چاپيریال کې غواړي، نوموړی اېتلاف څخه وروسته پاتې نه شي، هغو سره د مرکزي حکومت په وړاندې د خپل مخالفت غږ د پېژندپاڼو د ویش په ځنډېدو سره بدرګه کړي.

په وروستیو ورځو کې حکومت د خپلسرو ټوپکوالو او نورو مفسدینو په وړاندې غوڅ اقدامات پیل کړي چې د ټول ملت لخوا يي بېساري او پراخ ملاتړ وشو. په دې لړ کې له فاریاب څخه د رشید دوستم استازی نظام الدین قیصاری، له روزګان څخه رحیم الله، له فراه څخه داوود او له بدخشانه نادرشا د ملي دفاع وزارت لخوا ونیول شول او لويي څارنوالۍ ته د څېړنو او ګرویګنو لپاره واستول شول. افغانان، حکومت څخه غواړي چې دا لړۍ باید روانه وساتل شی او په نوم  سره مفسدین، لنډه غر او خپلسري ټوپکوال باید ونېول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

که د خلکو او یا ملت د ملاتړ خبره کیږي، پراخ ملاتړ دې ته ویلای شو؛ نه هغه سبوتاژ او درواغو ته چې اجراییه ریاست يي د پېژند پاڼو په اړه ازادۍ راډیو ته ورڅڅوي!

د دفاع وزارت په داسې هېوادپال اقدام نه یوازې اجراییه ریاست مثبت او تاییدي غبرګون ونه ښود، بلکې

د پېژندپاڼو په اړه يي په خپلو تازه درواغو وغوښتل، حکومت مفسدینو سره له اقداماتو راوګرځوي.

بلخوا اجراییه ریاست دا درواغ  په داسې مهال خپروي چې دې سره په یوه ورځ کې د هېواد دیني پوهانو د مفسدینو په وړاندې جهاد اعلان کړی. دلته هم اجراییه ریاست هڅه کړې چې د مفسدینو په وړاندې د دیني پوهانو غږ تر اغیز لاندې راولي او هغه شنډ کړي.

څونه چې طالبانو سره د روغې جوړې خبرې رنګ راوړي، څونه چې د جګړه مارو، لنډه غرو، مفسدینو او مافیايی کړیو په وړاندې د حکومت اقدامات پراخیږي او څونه چې حکومت د ملي اقتصاد او پرځان د ویسا برخه کې بریاوې ترلاسه کوي، هومره مافیايی کړۍ د ملي نفاق او شرارت د مرکز، اجراییه ریاست سره غوږونه نږدې کوی او په ملي ضد چارو کې سره شریکیږي!

اجراییه ریاست، مرکزي حکومت ته یوازې د مشورې لپاره رامنخته شوی او که کوم اجراییوي واک هم ورکړل شوی، د مرکزي حکومت د عمومي تګلار تابع دی. مرکزي حکومت، د اجراییه ریاست او نورو بنسټونو سلا او مشوره اوري، خو په پریکړو او د هغو په پلیتوب کې خپلواک دی او خپلواک عمل کوي.

د ۲۰۱۸ کال د جولای ۲۹ مه

سرلوڅ مرادزی