F

F

د وطن ګوند د غړو او مینه والو د نظرونو د تبادلی د ګډه غونډه

د ۱۳۹۷ کال د زمری د میاشتی ۵ مه نیټه چه د ۲۰۱۸ میلادی کال د جولای دمیاشتی له ۲۷ نیټی سره سمون لری د وطن ګوند د غړو او مینه والو د نظرونو د تبادلی کډه ناسته دکابل په ښار کی جوړه شوه .                                                                   

غونډه د قرآن  عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په لوستلو او ملی سرود په خپریدو سره پیل او بیا د پوهاوی سراسری کمیتی غړی محترم غلام حیدراحمد زی د غونډی د هدفونو او شهید ډاکتر نجیب الله د فکری خط په رابطه لنډی او ارزښتناکی خبری وکړی چه ورپسی د وطن ګوند مرستیال محترم انجینر نظرمحمد د ګډو توافقاتو او د واحد ادرس څخه دکړنو او اقداماتو په اهمیت او څرنګوالی ، په ټولنه کی د وطن ګوند د قانونی حضور په ضرورت اود هیواد  د نن او سبا سیاسی معادلو کی دهغه اغیزه ، لویو ملی او ګوندی هدفونو ته د رسیدو په خاطر د ګوندی غړو د همغږئ او یووالی د تأمین په ضرورت ، له موجودو ننګونو سره د مقابلی او د هیواد او خلکو د لوړو ګټو څخه ددفاع په موخه  د نورو ملی ، مترقی ، دموکراتیکو ، سوله پال او تحول غوښتونکو ځواکونو سره د ګډواقداماتو په اړینتوب اوږدی خبری وکړی چه د غونډی د برخه والو له تائید او هرکلی سره مخامخ شوی .                                                                                                

همدارنګه دغونډی د برخه والو په استازیتوب په داسی  حال کی چه د پوهاوی سراسری کمیټی غړو او یو شمیر نورو سابقه لرونکو ګوندی غړو هم برخه درلوده محترم استاد محمد انور ، محترم شیرین باز شینواری ، محترم محمد اسمعیل ملک زی ، محترم کابل خان تدبیر ، محترم انجینر غلام حسین ، محترم محمد حکیم الماس ، محترم فضل محمد تدبیر ، محترم اسدالله ناصر ، محترم عبدالخالق حسن ، محترم ګلزارخان او محترم پوهاند دوکتور حفیظ الدین صافی د یوشمیر مهمو او ضروری مسئلو په اړوند لدی جملی : دنظرونو د تبادلی د غونډو د رابللو په اړینتوب ، د کمیټی دکار د ګړندیتوب او موجودو نیمګړتیاوو د رفع لپاره د اضافی تدبیرونو نیول ، په عمل کی د ګوند دغړو د یووالی او یو موټیتوب تأمین ، د قید او شرط نه پرته د تفاهم د ګډی کمیټی د مرغومی د ۱۵ نیټی د اعلامیی او طرزالعمل د مندرجو موادو یو شان تطبیق ، په هیواد کی د موجودو ننګونواو ګواښونو سره د مقابلی د پاره تیارې او ځنی نورو مهمو مسئلو په اړه هر اړخیزی خبری وکړی .                                                                                           

د غونډی کار د محترم انجینر نظرمحمد د ارزونی نه وروسته د فراخوان په تصویب سره چه د پوهاوی سراسری کمیټی د غړی او د وطن د مبارزو ځوانانو د سازمان د رئیس محترم امید وطنیار له خوا ګډون کوونکو ته واورول شو د بشپړ یووالی په روحیه پای ته ورسیده .                                                                                           