F

F F

د وطن ګوند د غړو د پوهاوی سراسری کمیټی له خواه

د خواخوږئ او ډاډګیرنی پیغام

F

F

په خواشینئ سره مو خبر تر لاسه کړ چه د افغانستان د روشنفکری غورځنګ وتلی څیره د هیواد سیاسی او فرهنګی شخصیت ، د وطن ګوند د مرکزی شورا غړی او د ملی روغی جوړی د سیاست ټینګ پلوي غلام سرور یورش د هغی ناروغئ له کبله چی ور پیښه شویوه دامریکی په متحده ایالتونو کی له دی فانی نړئ څخه سترګی پټی کړیدی . د وطن ګوند د غرو د پوهاوی سراسری کمیټه په داسی حال کی چه د خدای بخښلی غلام سرور یورش مړینه د هیواد روشنفکری غور ځنګ او د وطن ګوند د لارویانو د پاره  نه جبران کیدونکی ضایعه ګڼی ، خدای بخښلی ته د لوی څښتن له دربار څخه د مغفرت او د ګورنئ غړو ، خپلوانو او ملګرو ته ئی د جمیل صبر غوښتنه کوی .                                            

                                    

انا لله و انا الیه راجعون