F

     کابل – افغانستان

     ۱۶ وږی ۱۳۹۷

د وطن ګوند دغړو او مینه والو د نظرونو د تبادلی د ګډی غونډی

پریکړه لیک

F

نن د۱۳۹۷ هجری شمسی کال د وږی د میاشتی ۱۶ نیټه چه د ۲۰۱۸ میلادی کال د سپتامبر د میاشتی د ۷ نیټی سره سمون لری د وطن ګون د پوهاوی سراسری کمیټی په بلنه د وطن ګوند دغړو او مینه والو د دوهمی ډلی د نظرونو د تبادلی ګډه ناسته د کابل په ښار کی جوړه شوه .                             

د غونډی ګډونوال چه په ترکیب کی ئی د وطن ګوند زیات شمیر کادرونو او همدارنګه د وطن ګوند آرمانونو اود شهید دوکتور نجیب الله فکری خط ته ژمنو ډیرو ځوانانو برخه درلوده د هیواد په اړینو سیاسی ، ټولنیزو او پوځی مسئلو ، په سیمه او نړئ کی دحالاتو په څرنګوالی چه نیغ په نیغه زموږ د هیواد په حالاتو آغیزه لری ، د موجودو ګواښونو او ننګونوپر ضد د ملی ، دموکرات او تحول غوښتونکو ځواکونو د ګډو کړنو او اقداماتو په بیړنی ضرورت ، د ګوندی غړو د ‍ پیل شوی پوهاوی بهیرپه چټکتیا او د ګوند د قانونی پیاوړی حضور د وروستیو پړاوونو د بشپړیدو په خاطر چه د هیواد په  اوسنیو خاصو حالاتو کی  د ګوندی غړو دپاره نه یوازی ګوندی فریضه ، بلکه ځنډ نه منونکی او اړینه وطنی دنده ګڼل کیږی د مشخصواو عملی تدبیرونو تر لاس لاندی  نیولو په اړوند اوږدی خبری اتری وکړی چه د ناستی په وروستئ برخه کی ئی ددی غوندی له نامه په لاندی شرحه پریکړه لیک ترتیب او تصویب کړ .                                                                                                     

۱ – دنننئ غونډی برخه وال پداسی حال کی چه د پوهاوی سراسری کمیټی د بلنی او نوښت منندوی دی ، اړینه بولی تر څو دداسی ناستو سلسله چه ورپکی د ځوانانو رول او ونډه غښتلی وی ادامه پیدا کړی .                                                                                                            

۲ – موږ د غونډی ګډونوال د ګوند د ټولو غړو او مینه والو څخه چه د پوهاوی بهیر لارویان دی د زړه له کومی غوښتنه کوو تر څو د فوق العاده عمومی مجمع ددایریدو له لاری د هیواد په سیاسی ډګرکی د وطن ګوند د پیاوړی قانونی حضور د تأمین او د هیواد د لوړو ګټو د خوندیتوب په خاطر بی له دی چه پخوانی جوړښتی او ذهنی تعلقیت ته مراجعه وکړو ، خپلی ټولی هلی ځلی او امکانات یوازی او یوازی د واحد وطن ګوند د لارویانو په توګه د پوهاوی بهیر په پیاوړی کیدو اوزیات جلب او جذب  سره سرته ورسوو .                                                                                            

۳ – موږ دننی پراخی غونډی ګډون کوونکی به داسی حال کی چه د هیواد په دننه او بهر کی د ګوندی غړو د پوهاوی بهیر د رهبری ارګانونو کړنو او هلو ځلو ته د قدر په سترګه ګورو ، د یادونی وړ ګڼو چه د ګډو موا فقو او ژمنو د لاسلیک څخه کابو ډیر وخت تیر شویدی بایده وو چه د کړنو کټورتوب او آغیزمنتوب د نن څخه ډیر زیات وای او یا کم تر کمه د پوهاوی بهیر لومړنی پړاو او د واحدو شوراګانو د ایجاد دنده په بریالیتوب سره سرته رسیدلی وای خو له بده مرغه داسی نه دی شوی ، نو ځکه هم وړاندیز کوو تر ځو د ګډو کړنو او اقداماتو د پوره آغیزمنتوب په خاطر اضافی ممکن تدبیرونه طرحه او عملی شی .                                                                                                               

۴ – موږد غونډی برخه وال په دی باوری یو چه لا تر اوسه په ګډ ګوندی کار کی لازمه او څرنګه چه بایده وی همغږی او متقابل باور ندی رامنځته شوی چه په همدی وجه کله ناکله په ټولنیزو رسنیو کی څو ګونیتوب ، ناسم تعبیرونه او د ګډو موافقو او ژمنو څخه سرغړونی به ډاګه کیږی چه په باوری توګه د پوهاوی بهیر کمزوری کوی اود ګوندی غړو یووالی او یو موټیتوب ته نه جبران کیدونکی زیان رسوی چه بایده دی دی نیمګړتیا ته ژر تر ژره د پای ټکی کیښودل ښی .                                        

۵ – موږ د ننئ غونډی ګډون کوونکی پدی باور یو چه ښځی د ټولنی نیمه برخه جوړوی او اړینه ده چه د وطن ګوند د غړو د پوهاوی ګډ بهیر کی وتلی او ځانګړی رول ولری خو له بده مرغه لیدل کیږی چه لا تر اوسه دا کار نه دی شوی ، نو ځکه هم پر ځای ګڼو تر څود پوهاوی د سراسری کمیټی پاملرنه دهمدی تشی د ډ کیدو په لور راوګرزوو، او غوښتنه کوو چه په پوهاوی بهیر کی ددوی د فعال ګډون په تأمین سره دغی نیمګړتیا ته د پای ټکی کیږدی .                                                                                 

۶ – سره ددی چه د پوهاوی سراسری کمیټی کړنی او فعالیتونه د ټولنیزو شبکو له لاری انعکاس مومی خو زموږ په عقیده د پوشش ساحه ئی ډیره محدوده ده چه اکثر ګوندی غړی او مینه وال پخپل وخت ورڅخه نه خبریږی ، او له همدی کبله موږ د غوڼډی ګډون کوونکی ګټور او اړین ګڼو تر څو د سراسری کمیټی  د تبلیغ او نشراتو ځانګه ددی نیمګړتیا د رفعی لپاره اضافی تدبیرونه ونیسی او عملی ئی کړی .                                                                                                            

۷ – له هغه وخته چه د وطن ګوند دغړو د پوهاوی ګډه (سراسری) کمیټه ایجاد شویده د ګوندی غړو د انسجام ، همغږئ او یو موټیتوب په خاطر ئی ارزښتناکی او امید بخښونکی پریکړی کړیدی ، خو داسی معلومیږی چه ډیر وخت پریکړی یوازی د کاغذ په مخ پاتی شوی او عملی بڼه ئی نه ده خپله کړی چه دا پخپل وار د ګوندی غړو او مینه والو باور او امیدونو ته کلک زیان رسوی ، نو ځکه هم د غوڼډی د وروستئ خبری په توګه د پوهاوی سراسری کمیټی ته وړاندیز کوو تر څو د نورو بڼسټونو تر څنګ د څار ارګان په رامنځته کیدو سره د خپلو پریکړو تحقق کره او باوری کړی .                               

په پورته توګه د وطن ګوند د غړو او مینه والو د نظرونو د تبادلی د ګډی ناستی پریکړه لیک په (۷) مادو کی ترتیب او تصویب شو ، هیله من یو چه د پوهاوی سراسری کمیټه به پورتنیو ذکر شویو وړاندیزونو ته پاملرنه او رسیده ګی وکړی .                                                                   

و من الله توفیق