F

F

دافغانستان دپخوانی جمهوررییس اتل شهید دوکتورنجیب الله دشهادت

ددوه ویشتم تلین په یاد

F

ليکوال: يوسف انتظار
ځای: خوست

۱۳۹۷ لمريز کال د تلې پنځمه د افغانستان د وتلي څيرې، زړور سياستوال، د ملي روغې جوړې ستر متفکر، رښتيني اتل د افغانستان د پخواني جمهور رئيس د شهادت د دوه ويشتم تلين سره برابره ده. دا ورځ زموږ د هيواد په تاريخ کې زموږ د ولس پر وړاندې د بهرنيو توطئيو او دسيسو د تکرار يوه غمجنه او زړه بوګنونکي ورځ ده په همدې ورځ پخواني جمهور رئيس د وطن ګوند مؤسس په يوه نړيواله توطيه کې د بهرنيو اجيرانو او انسان وژونکو کړيو سره تړلو کسانو د خپلو تور مخو بادارانو او د نړۍ د سترو ښکيلاکګرو ځواکونو په امر او هدايت پداسې حال کې شهيد کړل شو چې ده په پلازمېنه کابل کې د ملګرو ملتونو په سياسي مقر کې د دغه نړيوال ځواک په خونه کې پنا اخيستي وه. انالله و انا اليه راجعون.

افغانان د هيواد په دننه او بهر کې د شهيد ډاکتر نجيب الله د شهادت دوه ويشتم تلين پداسې شرايطو کې لمانځي چې دمګړۍ د هيواد روښانه برخليک په دوړو او وريځو کې پټ ښکاري او هيواد په يوه ستر انساني او زړه بګنونکي ناورين کې ډوب دی، وضع خورا پيچلي، دردونکي، له زغمه وتلي او د هيواد له منځه تلو خطر ورځ تر بلې لا پسې زياتيږي. هيڅوک نه پوهيږي چې څه به کيږي؟ خو هره لحظه هر څه ممکن دي چې پېښ شي چې بې له شکه به زموږ د هيواد پر سياست او معيشت ژوره او څرګنده اغېزه وکړي او هيواد به د نورو نويو چلينجونو او ننګونو سره مخامخ کړي چې مخه نيول به يې بيا څه اسان کار نه وي. موږ پدې باور يو چې که د اوسنيو حالاتو او وضعي د بدلون لپاره لازمې لارې چارې ونه کارول شي او هيواد د روان ناورين څخه ونه ژغورل شي دا به د افغانانو په تاريخ کې د افغان مظلوم ملت پر وينې بهيدونکي ټپ د تيزابو پاشل وي او تاريخ به په ډېر تاسف دا له ځان سره وساتي چې يو وخت افغانستان د بل په ټس کې د بربادۍ سره مخامخ شو، د دې اوږدې او ملي غميزې عاملين به بيا يوازې هغه څوک پيژندل کيږي چې د کړکيچ په سر کې ولاړ دي. ډاکتر نجيب الله پداسې شرايطو کې واک په لاس کې واخيست چې هيواد په بشپړ ډول د جګړې په ډګر بدل شوی ؤ او نجيب الله يې د ستر تاريخي ازمايش سره مخامخ کړی ؤ.

ده د يوه نوښتګر، زيرک او خوځنده سياستوال په توګه هيواد د جګړې او روان بجران او کړکېچ څخه د را ايستلو او د نا انډوله ملي ضد سياست پروړاندې خپله د وياړه ډکه ( د ملي روغې جوړې) تګلاره اعلان او ټول امکانات يې برابر کړل، تر څو مقابل لوری (وسلوال اپوزسيون) وکولای شي د تير خفګان په هيرولو سره له هغو فرصتونو څخه چې د ملي روغې جوړې پر بنسټ منځته راغلي استفاده وکړي، او پدې توګه د جګړې د بندولو په خاطر مذاکرې او تفاهم ته چمتو شي، نجيب الله دا خبره په ډاګه کړه چې هيوادنۍ مسلې اوس مهال دومره پيچلي شوي چې يوازې يو څوک په يوازې توګه نشي کولای هغه حل کاندي او د افغانستان د مسلو يو اړخيز حل په اوس کې واقعيت نه لري. نجيب الله څرګنده کړه چې د ملي روغې جوړې تفکر چې د پرمختګ پر لوری توجيه شوی بين الافغاني خپلمنځي پوهاوی يې اساسي کړۍ جوړوي، نه پرسياسي مسايلو د معاملې معنی لري او نه د بېلا بېلو خطونو او اړخونو تر منځ جوړجاړی دی، بلکې دا د ملت په کچه د هيواد په سترو او خورا مهمو ملي مسايلو همغاړيتوب او زموږ د دوديز مذهبي او هيواد پاله پرمختلونکي تفکر د انعکاس ډېر مناسب پر ځای او پر وخت انځور دی او د افغان کشالې د حل لپاره بله بديله لاره وجود نه لري.

دوکتور نجيب الله د ملي او تاريخي اړتيا پر بنسټ يې د ملي روغې جوړې سياست د دوام څخه يوه شيبه هم په شانه شو او په يوه اړخيزه توګه يې مقابل لوری پخلاينې او ديالوګ ته راوبلل او په دې توګه يې د ملي اسلامي او تاريخي رسالت او دندې پر بنسټ يې د سولې، امن، ثبات، سياسي ټيکاو او په هيواد کې د روان ناورين د پای ته رسيدو، د هيواد د بيارغونې، ولسواکۍ، پرمختګ په ټوليزه توګه د هغه څه پر بنسټ يې چې د افغان ولس سره يې ژمنه کړي وه د جنګ جګړو د لمنې د ټوليدو، د ملي وفاق او يووالي د رامنځته کيدو، د هيواد ځمکنۍ بشپړتيا، ملي حاکميت او ملي خپلواکۍ او د هيواد د ملي ګټو د خونديتوب د افغان مهاجرينو د راستنيدو او ځای پرځای کيدو په هيله د ملګرو ملتونو سازمان د پنځه فقريز پلان پر بنسټ د خپل دولتي واک څخه لاس په سر شو او په زړورتيا سره يې دا ستر تاريخي رسالت ترسره کړ. د ملي روغې جوړې پلان چې د ډېرو منډو ترړو د تطبيق وروستي پړاو ته رسيدلی ؤ په خواشينۍ سره چې دغه پلان د يوې نړيوالې توطئې او دسيسې په ترڅ کې د يو شمېر بهرنيو هيوادونو د اسلام اباد سره په تفاهم کې او همداراز د يو شمېر بې لارې جهادي تنظيمونو د دولت او وطن ګوند په اډانه کې د پنځم ستون د کړيو او په ټوله کې د شمالي ټلوالي په مرسته ناکام ... او د واک د ليږد پروسه يوې بېطرفه شورا ته ګډه وډه شوه او هيواد د قدرت د تشې په ډنډ کې ورګډ او د باتورو افغانانو هيلې او ارمانونه له خاورو سره خاورې شول او هيواد يو ځل بيا د اوږده اخ او ډب او کورسوځونکو جنګ جګړو په ډګر واوښت چې دا جګړه تردې مهاله په ټول قوت سره روانه ده چې پای يې نه ترسترګو کيږي او د هرې ورځې په تيريدو سره دردناکه او پيچلي کيږي. د دې پلان ناکاميدل له شک پرته نه دا چې د ملګرو ملتونو سازمان ستره سياسي او اخلاقي ماته وخوړه او د هغې څانګړی استازی بينين سيوان بد نام شو، تر څنګ يې افغان ولس هم د دې پلان د ماتي ډېره لوړه بيه پريکوي، کوم چې نجيب الله يې د پېښيدو خبرداری ورکړی ؤ، داکتر نجيب الله په کابل کې د ملګرو ملتونو په ديپلوماتيک مقر کې سياسي پناه واخيسته او د څلورو کالونو څخه د زياتې مودې په تيرولو سره هلته بنديوان پاتې شو چې د توطيو او دسيسو په دوام کې په ۱۳۷۵ لمريز کال د تلې په پنځمه طالبانو د کابل په نيولو سره تر ټولو لومړی د ملګرو ملتونو د سياسي مقر د خونديتوب په پام کې نه نيولو سره ډاکتر نجيب الله په زور او جبر سره د استوګنځی څخه رابهر او د محاکمې پرته يې لومړۍ سخت شکنجه او شهيد کړ بيايې د خپل ورور شهيد جنرال احمدزي سره يو ځای د انساني کرامت، اسلامي، بشري او افغاني منل شويو دودونو او نړيوالو اصولو پرخلاف دارته وخيږاوه، کوم چې پلان يې لا له وړاندې د هيواد له پولو بهر جوړ شوی ؤ او طالبانو يې ظاهراً مسوليت پرغاړه واخيست.

شهيد ډاکتر نجيب الله د ملګرو ملتونو په خونه کې څلورنيم کاله د خپل ميړني او باتور ولس په غمونو او کړاونو کې شريک پاتې شوی او ټولې لوړې او ژورې يې د افغانستان د تلپاتي نوم او د دغه هيواد د خلکو په نوم وګاللې. د شهيد نجيب الله نوم د سولې، ملي روغې جوړې، د هيواد د امن، ثبات او سوله غوښتونکو پرګنو سره نه شليدونکی تړاو لري. ده خپل هر څه د خپلو باتورو خلکو او سرلوړي هيواد سره تړلي وو، نو ځکه په ژوند او مرګ د خپلو خلکو پر مخ لکه لمر وځليده.

اوس پوښتنه دا ده چې په پايله کې د دې معاملې له مخې چې د افغانستان د پولو بهر جوړ شوي وه، نجيب الله ولې تر څلورو کالونو زيات کابل کې د ملګرو ملتونو په سياسي مقر کې پاتې شو او ملګرو ملتونو ولې او څنګه ونشوای کولای او يا ونه غوښتل د مخکينيو توافقاتو پر بنسټ ډاکتر نجيب الله په خوندي ډول کوم بهرني هيواد ته وليږدوي پداسې حال کې چې د افغانستان حاکم دولت د برهان الدين رباني په مشرۍ د ملګرو ملتونو د سولې پلان د سبوتاژ مسؤل او د ملګرو ملتونو په سازمان کې استازيتوب هم درلود د دې کار لاملونه او خنډونه څه وو؟ افغانان د دې غوښتونکي دي چې ملګري ملتونه دې هر څومره چې ژر کيدلی شي د دغه فاجعې په اړوند حقايق دې د افغانستان خلکو ته په ډاګه کړي او په دې اړوند نوره چوپتيا افغانانو ته د منلو وړ نه ده . وطن ګوند په داسې شرايطو کې چې د هرې ورځې په تيريدو سره په هيواد کې شته ستونزې او ناخوالې مخ په ډيريدو ويني اولا نورې ګڼې ستونزې او ناخوالې پرلاره دي او د هيواد د پرمختګ، سولې او ملي يووالي د دښمنانو زهر لړونکو غشو لا اوس هم زموږ ولسونه په نښه کړي دي روانو حالاتو ته په کتو زموږ بيا بيا غوښتنه  د افغانستان خلق ديموکراتيک ګوند وروسته (وطن ګوند) د متشکيلو او غيرې متشکيلو اړخونو څخه دا ده چې نور د تنګ او تياره چاپيريال څخه رابهر شو د تيرو ناخوالو څخه د عبرت درس واخلو خپل سر ته سالم سياسي عقل راوګرځو، پر خپلو تګلارو، دريځونو، تکتيکونو له سره نوي کتنه وکړو، منل شوي اصولو او موازينو ته غاړه کيږدو نور وخت په تشو خبرو، څرګندونو، اوتو باوتو، ناندريو او چانه بازيو تير نکړو د يوه او بل نيتونه درک کړو يو او بل ته تيريدنې وکړو په صادقانه او رښتيني توګه يوه او بل ته د ملګرتيا لاس ور وغځوو تر څو په واحد او نه ماتيدونکي ځواک سره په راتلونکي کې خپل رول او اغېز د يوه سياسي سراسري ګوند په توګه په ټولنه کې ادا او خپل هيوادنی مسوليت او تاريخي رسالت د خپلو خلکو او هيواد پر وړاندې ادا کړو. دا دی اوس د شهيد نجيب الله د شهادت له حماسې پوره دوه ويشت کاله تيريږي خو لکه څرنګه چې ليدل کيږي نجيب الله د هرې ورځې په تيريدو سره د هيواد او سياسي بهير په ټولو اړخونو کې خپل اغېزناک او ځواکمن حضور خپلوي د ده افکار په سياسي خوځښتونو او معنوي شخصيت يې د ولسونو او د هيواد د ګڼو پرګنو په زړونو او رګونو کې ځای نيسي. نو پر ځای او اړينه ګڼل کيږي څو د همدې لارې د ټولو نورو ګوندي او غيري ګوندي نوم پاتو او نوم ورکو سرښيندونکو، د شهادت د حماسو د درناوي مراتب هم پر ځای کړو، دا ځکه چې د شهيد نجيب الله ياد د هغوی په ياد سره هم بشپړيږي.

ځلانده او تل پاتې دې وي د وطن د لارې د شهيدانو خاطرې او کارنامې.

د بشپړ بري په هيله.