کابل – افغانستان

۱۷/ لیندئ /۱۳۹۷

F

د وطن ګوند د غړو د پوهاوی

سراسری کمیټی ناسته تر سره شوه

F

پرون د جمعی ورځ د ۱۳۹۷ لمریز هجری کال د لیندئ د میاشتی ۱۶ نیټه چه د ۲۰۱۸ میلادی کال ددیسمبر د میاشتی د ۷ نیټی سره برابره وه د وطن ګوند د غړو د پوهاوی سراسری کمیټی ناسته د محترم انجینر نظرمحمد په مشرئ په کلبل ښار کی ترسره شوه .

دناستی برخه والو د اجندا سره سم د بیلا بیلو مسئلو او له دی جملی : ۱ – دهیواد په روانو حالاتو ۲ – د وطن ګوند دغړو اومینه والو د لا زیات جلب او  جذب ۳ – د وطن ګوند د ولایتی شوراګانو د ایجاد په خاطرلومړنی تدبیرونه ۴ – د انسجام کمیټی د ځنو اغیزمنو غړو سره د پوهاوی کمیټی د استازو د ګډی  ناستي ، او ځنی نورو مطالبو په اړوند اوږدی او هر اړخیزی خبری اتری وکړی او په لاندی شرحه پریکړی وشوی .                  

د غونډی ګډونوالو د آجندا  لومړنی بند  چه د هیواد روانو حالاتو ته ځا نګړی شوی وو تر ډیره بریده د ولسی جرګی د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلانیدو په تړاو په تیره بیا د کابل د ټاکنیزی حوزی په رابطه د اړونده کمسیونونو تر منځ اختلافونه او ناندرئ چه د خلکو د بی باوري کچه ئی نوره هم لوړه کړیده ، د سولی په اړه د زلمی خلیل زاد هلی ځلی او ورسره ورسره د امریکا د ځنی پوځی لوړ پوړو چارواکو نا انډوله توپیری څرګندونی ، دسیمی د هیوادونو په تیره بیا د پاکستان د صدراعظم او پوځی مشرانو له لوری د پخوا په څیر د سولی د تامین په برخه کی یو ځل بیا د مرستو نا باوره ژمنی او دوه مخی سیاست ، د سولی د هلو ځلو د چټکتیا سره سم د وسله والو مخالیفینو له لوری د جګړه ایزو  فعالیتونو زیاتوالی چه په ځوابی توګه د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ د هیواد دملی ، دفاعی او امنیتی ځواکونو هوائی او ځمکنیو عملیاتو پراختیا چه مخالفینو ته ئی هم درنه مرګ ژوبله اړولی ده ،اوځنی نورو مسئلو په اړوند خبری وشوی چه په پایله کی تولو په ګډه یوځل بیا په دی ټینګار وکړ چه جګړه پر افغانانو تپل شوی او زموږ خلک د پردیو د ګټو قربانیان دی نو ځکه هم تر هغو پوری چه د افغانستان په جګړه کی ټول ښکیل او ذینفعه لوری او هیوادونه په ګډه او صادقانه توګه زموږ د هیواد د سولی او ټیکاو په ځاطر چه په حقیقت کی د سیمی اونړئ سوله او ټیکاو هم دی د افغانانو په رهبرئ او مالکیت هلی ځلی ونه کړی سوله او امن نشی رامنځته کیدلای .                                                       

د ناستی برخه وال د آجندا ددوهم بند په اړوند د نظرونو د تبادلی نه وروسته په دی سلا شول چه د سراسری کمیټی غړی به پخپله د وطن ګوند دهغو غړو او مینه والو سره چه تر اوسه پوری د پوهاوی بهیر سره نه دی یوځای شوی اړیکی نیسی او هغوی به په دی قانع کوی چه د پوهاوی بهیر سره يو ځای شی او د خپلو کړنو رپوټ به هم د کمیټی په راتلونکو ناستو کی وړاندی کوی . او همدارنګه پریکړه وشوه چه د ۱۳۹۶ کال د پوهاوی کمیټی د جدی د میاشتی د ۱۵ نیټی د اعلامیی د مندرجو موادو په رعایت سره دی د کمیټی د کړنو د آغیزمنتوب او کیفیت د لوړیدو په خاطر دکمیټی په ترکیب کی د یو شمیر تجربه لرونکو ، فعالو او ژمنو غړو د شمولیت پیشنهادی لست ترتیب او په راتلونکی ناسته کی دی د ارزونی نه وروسته تصویب شی .                                                        

د غونډی برخه والو د آجندا د دریم بند په اړه چه په ولایتونو کی د ګوندی شوراګانو د ایجاد په خاطر لومړنی عملی تدبیرونه شامل وو ، په لومړی ګام کی ئی هغه ولایتونه په نښه  کړل چه د پو هاوی سراسری کمیټی سره په اړیکه کی لا د مخه ورپکی فعال او ژمن ګوندی ملګری موجودیت لری ، و پتییل شوه تر څو د همدغو ملګرو په مرسته د ولایتی شوراګانو دایجاد په لور لومړنی ګامونه اوچت اوبیا پخپل وخت د موافقه شوی مکانیزم  په پام کی نیولو سره وروستنی پریکړه وشی . البته د نورو ولایتونو په هکله به هم دکمیټی په راتلونکو ناستو کی لازمه پریکړه وشی .                                                       

د غوندی ګډون کوونکو د آجندا د څلورم او وروستی مطلب په اړه پریکړه وکړه چه د پوهاوی کمیټی پلاوی دی د انسجام کمیټی د هغو ملګرو سره چه واحد وطن ګوند او ګډو موافقو ته ژمن وی لید نه وکړی او ورسره دی د ګوندی ملګرو په وړاندی د مسئولیتونو او شویو موافقو د عملی کیدو په اړینتوب خبری وکړی او د ګډو خبرو اترو د پایلی څخه دی په راتلونکی غونډه کی رپوټ وړاندی کړی .                                              

غونډی د هیواد د ټیکاو او سوکالئ په هیله د بشپړ یووالی په فضا کی خپل کار پای ته ورساوو .                                                                                           

ومن الله توفیق