کابل – افغانستان

۵/مرغومی/۱۳۹۷

د وطن ګوند د غړو د پوهاوی سراسری کمیټی

د فوق العاده غونډی پریکړی

F

د ۱۳۹۷ کال د مرغومی د میاشتی په لومړئ نیټه چه د ۲۰۱۸ میلادی کال د دیسمبر د میاشتی له ۲۲ نیټی سره  برابره  وه  د وطن ګوند د غړو د پوهاوی سراسری کمیټی  فوق العاده غونډه  د محترم انجینر نظر محمد په مشرئ د کابل په ښار کی چوړه شوه .                                                  

د غونډی برخه والو سولی ته د رسیدو په لار کی د امریکا د متحده ایالتونو د ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د هلو ځلو او د افغانستان په قضیه کی د ښکیلو اړخونو او هیوادونو غبرګونو ته په پاملرنه اړینه وبلله تر څو د ځنی ضروری مسئلو په اړه چه زموږ د هیواد د نن او سبا دپاره ځانګړی اهمیت لری خبری اتری وکړی ، چه د همدی ضرورت په بنا د هیواد روان حالات چه : ۱ – سولی ته درسیدو په خاطر د امریکا د ځانګړی استازی د هلو ځلو اهمیت او د هغو احتمالی پایلی ۲ – د سیمی اونړئ د هیوادونو دریځونه ۳ – د هیواد د خلکو اوسیاسی ټولنو بیلا بیل غبرګونونه ، پکی شامل وو په جلا جلا توګه تر غور او څیړنی لاندی ونیول او د هغوی په هکله ئی په لاندی شرحه د خپلو نظرونو څرګندونه وکړه .                                                                                                             

د غونډی برخه والو که څه هم د لومړنی مطلب په هکله په خپلو مخکنیو ناستو کی د خپلو نظرونو بیان کړیدی خو یو ځل بیا هم عقیده ښکاره کوی چه : د سولی په خاطر د امریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هلی ځلی د ځنی اند یښنو تر څنګ د ټولنی د بیلا بیلو پرګنوهیلی او امیدونه د بل هر وخت په پرتله زیات کړیدی خو په عین حال کی زموږ خلک پدی کلک باوری دی چه د سولی د پاره هلی ځلی به هغه وخت بریالئ وی چه د افغانستان په قضیه کی ټول ښکیل لوری او هیوادونه په لومړی ګام کی د سولی د تأمین په خاطر ټینګ نیت او اراده ولری او بیا ټول په ګډه بی له دی چه کوم لوری ورڅخه مستثنی شی په رښتینی او صادقانه توګه هلی ځلی وکړی تر څو د بین الافغانی خبرو اترو زمینه برابر ه شی .                                                                                                             

که څه هم د سولی د پاره د زلمی خلیل زاد په مشرئ د امریکائی لوری د کړنو په جدی توب ټینګ باور شته خو کله نا کله ددی هیواد د ځنی پوځی جګپوړو چارواکو نا انډوله توپیری څرګندونو او په ځانګړی توګه په اوسنیو خاصو شرائطو کی له افغانستان څخه د ۵۰ سلنه امریکائی سرتیرو د وتلو په هکله د جمهور رئیس دونالد ترامپ وروستنئ پریکړی نه یوازی زموږ په هیواد بلکه په سیمه ، د ناتو تړون په غړو هیوادونواو آن داچه په خپله امریکا کی هم پیل شوی اقدامات د جدی پوښتنو سره مخامخ کړیدی. د امریکائی پوځیانو د وتلو په هکله تصمیم چه همدا اوس اوس د سولی دپاره د هغه هیواد د ځاص استازی ماموریت پیل شویدی دغه تصور پیاوړی کوی چه ګواکی امریکا ممکن د خپل مجبوریت له مخی بی له دی چه د افغانستان د خلکو او نړیوالی ټولنی په وړاندی په خپلو ژمنو ولاړه وی خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسی .                                                                             

د غونډی ګډون کوونکو د ارزونی د دوهم مطلب په اړه چه د ښکیلو اړخونو او هیوادونو د دریځونو په هکله وو داسی نتیجه ګیری وکړه : سره ددی چه د سیمی د هیوادونو د همکارئ د جلبولو په خاطر د امریکا د ځانګړی استازی هلی ځلی د ځاص اهمیت درلودونکی دی او کیدای شی چه هغه د مخ په وړاندی امید بخښونکی ګام په توګه و ارزول شی ، خو دځنی هیوادونو ځانګړی هلی ځلی چه تر ډیره بریده د ځانی او رقابتی ګټو په محور څرخی سولی ته د لاس رسی بهیر د پیچلتیا او پوښتنو سره مخامخ کوی چه لدی جملی کیدای شی د پاکستان هیواد هغو هلو ځلو ته ګوته ونیول شی چه غواړی د روسیی ، جین ، ایران او ترکیی سره په همغږیتوب د افغانستان څخه د بهرنیو ټولو ځواکونو د ډیر ژر وتلو زمینه په هغو امکاناتو او وسیلو سره چه پخبله ئی محاسبه کړیدی برابره کړی او بیا په خلاس مټ خپل پلانونه عملی کړی                                                                                               

په ابوظبی کی د سعودی عربستان ، پاکستان او متحده عربی اماراتو په حضور کی د طالبانو د استازو سره چه په ترکیب کی ئی د لومړی ځل د پاره د کویټی د شورا  استازی  هم وو د امریکائی  پلاوی کتنه که څه هم د زلمی خلیل زاد د هلو ځلو یوه ښه لاسته راوړنه ګڼل کیدای شی خو په ورته وخت کی د قطر ( د طالبانو دفتر ) څخه ابو ظبی او جدی ته د خبرو اترو د بهیر لیږد ددی ټکی ښکارندوئی هم کوی چه د طالبانو پخوانی ملاتړی  سعودی عربستان ددی هڅه کوی چه په سیمه کی خپل موقعیت پیاوړی کړی او د یوه ځانګړی محور په توګه تبارز وکړی                    

باید یادونه وشی چه د روسیی فدراتیف لا د وړاندی د امریکا د متحده ایالتونو سره په موازیتوب د مسکو ناسته د سیمی د هیوادونو او وسله والو طالبانو د استازو په ګډون جوړه کړی او د یو جلا محور په توګه پیژندل شوی ده                                                                                        

له بده مرغه باید وویل شی چه ټول ځا نګړی محورونه د هم غږئ او ګډ پوهاوی په بنسټ نه بلکی د یو او بل سره په رقابت او موازی توب فعالیت کوی او نه پریږدی چه په افغانستان کی سوله او ټیکاو د نورو په معیارونواو شرائطو سره رامنځته شی                                                              

په دی اړه دا هم لازمی ده وویل شی چه : د سیمی هیوادونو له ډلی څخه چین ، ایران ، ترکیه او هند که څه هم چه د جلا محورونو په توګه تبارز نه دی کړی خو په سیمه او افغانستان کی د ریزرفونو او امکاناتو په درلودلو سره کولای شی د خبرو اترو بهیر ګړندی او یا هم له رکود سره مخامخ کړی .  

د وطن ګوند د غړو د پوهاوی سراسری کمیټه په بورتنی تحلیل اوارزونه سره یو ځل بیا روښانه کوی چه لا تر اوسه به ډیر ژر وی تر څوپه هیواد کی د سولی بهیر د څرنګوالی په اړوند وروستنئ خبره وشی ، زموږ په آند تر هغو پوری چه ټول ښکیل او ګټه درلودونکی لوری بی له دی چه کوم لوری ورڅخه مستثنی شی په پوره صداقت او هم غږئ سره زموږ د هیواد د همیشنئ سولی او ټیکاو په محور چه په حقیقت کی د سیمی او نړئ سوله او ټیکاو هم دی د افغانانو په مشرتابه او مالکیت به داسی توګه چه لاسته راوړنی او زموږ ملی ارزښتونه پکی ځوندی وی خپلی هلی ځلی متمرکزی نه کړی زموږ خلک د امریکائی لوری د اوسنیو هلو ځلو ګټورو پایلو ته هیله من کیدای نشی .                          

د غونډی ګډون کوونکو د دریم او وروستنی مطلب په اړوند چه د خلیل زاد د هلو ځلو به هکله د خلکو د بیلا بیلو پرګنواو سیاسی ټولنو غبرګون ته ځانګړی شوی وو ، د ارزونو نه وروسته ئی خپل نظرونه په لاندی شرحه فورمول بندی کړل :                                                                            

د افغانستان خلک په دی ټینګ باور لری چه جګړه په افغانانو تپل شوی او هره ورځ د پردیو د ګټو په خاطر قربانی ورکوی ، او تر څو چه د افغانستان په ستونزه کی د ښکیلو ټولو خواوو د لید لورو د توپیرونو کچه را ټیټه شوی نه وی او د سیمه ایزو ناوړه رقابتونو ځای جوړوونکو متقابلو همکاریونه وی نیولی په هیوا د کی سولی او ټیکاو ته تمه او هیله مندی به ناشونی وی .                              

د پوهاوی سراسری کمیټه د امریکا د جمهور رئیس بیړنی تصمیم ته چه زموږ د هیواد په روانو حالاتو به خاص آغیز هم ونه لری یوازی او یوازی جګړه مارو او ویره اچوونکو ډلو ټپلو ته د بی وخته او غیر ضوروری سګنال په سترګه ګوری او داسی انګیری چه د افغانستان د مشروع او قانونی دولت د واکمنو استازو د حضور نه پرته په ابوظبی کی د طالبانو د استازو سره د امریکایی پلاوی لیدنه په داسی حال کی چه د طالبانو د ملاتړو هیوادونو سعودی عربستان ، پاکستان اوعربی اماراتو استازی هم حضور لری د وخت د شوروی اتحاد د تیروتنی تکرار ګڼی چه پخبل وخت ئی د قانونی دولت د استازو په غیاب کی د جهادی ډلو د نماینده ګانو سره په ریاض او نور ځایونو کی لیدنی کتنی کولی چه په پایله کی ئی نه یوازی افغانستان دلوی ناورین سره مخامخ کړ بلکه پخپله روسیه ئی هم په همیشنی سرخوږی اخته کړه                                                                                                    

د غونډی د ګډون کوونکو په باور د افغانستان د دولتی هیئت سره د طالبانو د استازو له خوا د مخامخ خبروڅخه انکار دا ثابتوی چه د طالبانو ډله نه یوازی دا چه د پریکړی کولو واک نه لری بلکه په پوره یقین سره چه په سوله او ټیکاو هم باوری نه دی او دجګړی او وینی توئیدو د دوام غوښتونکی دی .  

د غونډی ګډون والو د غونډی د کار په ختمیدونکی برخه کی د نتیجه ګیری په توګه داسی عقیده ښکاره کړه چه : سولی ته د رسیدو په کار کی به د امریکا د ځانګړی استازی د هلو ځلو پایلو ته سترګی په لار و اوسو او په ټولو حالاتوکی به نه دومره خوشبین چه د  اندیښنو فاکتورونه هیر شی او نه هم دومره بدبین چه مثبت او امید بخښونکی فاکتونه هم له نظره و غورزول شی . دا په موږ ټولو افغانانو ده چه د هیواد او خلکو د لوړو ګټو څخه د دفاع په خاطر د خپلو ملی ، دفاعی او امنیتی ځواکونو تر څنګ ولاړ و اوسو .                                                               

د وروستنئ خبری په توګه ، د وطن ګوند دغړو د پوهاوی سراسری کمیټه د سولی د پاره د امریکا د موظف هیئت او پخپله زلمی خلیل زاد څخه په ټینګه غوښتنه کوی تر څو د ټولو امکاناتو او و سیلو څخه چه امریکا ئی د یوه ځواکمن هیواد په توګه په واک کی لری په ګټه اخستنه سره د بی قید او شرطه بین الافغانی خبرو اترو د پیل کیدو او د اوږد محاله اوربند د ټینګیدو زمینه چه هر څومره ژر کیدای شی برابره کړی او زموږ د خلکو روا اوږدی غوښتنی ته چه یوازی او یوازی سوله غواړی د تل دپاره د پای ټکی کیږدی                                                                                               

و من الله توفیق