F

سرلوڅ مرادزی

F

ارګ د جهاد په نوم ویجاړۍ، ولې پر غاړه اخلي!

F

تر هر څه مخکې باید وویل شی موجوده حکومت چې ارګ يي استازولي کوي لومړی د بن کنفرانس او وروسته د درې دورو ټولټاکنو په پایله کې رامنځته شوې چې دا هیڅکله هم د جهادي مافیا ځایناسته او لاسته راوړنه نه شي ګڼل کېدای، بلکې هغه د افغان ملت او نړیوالو ګډو هڅو محصول بللی شو.

موجوده دولتي نظام او اساسي قانون د ټول افغان ملت او پرمختللې نړۍ د هغه هڅو پایله ده چې د جهادي او طالبي بربادیو وروسته او د هغو پر کنډوالو درول شوی دی.

د جهادي مافیا غټه لاسته راوړنه چې پاکستان کې د جوړ شویو اوه تنظیمو او په ایران کې د اتو تنظیمونو د لاس مېوه ده؛ په هېواد کې کورنۍ جګړه، د کابلښار کنډواله، د نظم او مرکزی دولت تشه او د هېواد عمومي بربادي ده!

د دغو بربادیو او ورانکاریو پر یوه اړخ هم د ویاړ لپاره ځای نه لېدل کیږي!

ارګ کولای شي د جهادي او طالبي مافیا تر پیر وروسته، د اساسي قانون تر چتر لاندې د نظام په وروستیو بریاوو ډډډه ولګوي، پرهغو حساب وکړی او یا يي یادونه وکړي. افغانان هم په کلکه د نوموړو بریاوو ستاینه کوي او د هغو ملاتړ کوی.

هغه څه چې ارګ په خپله وروستۍ اعلامیه کې د افغانستان د مقدس جهاد په نوم یادکړی، نه جهاد بللی شي او نه سپېڅلی، بلکي د افغانستان پر سر د پخواني شوروي اتحاد او امریکي ترمنځ وینړۍ جګړه وه چې افغانانو پکې له دواړو خواوو کلکې څپېړې وخوړې او په اړه يي حقایق ورځ تر بلې لاروښانیږي.

په اتیایمه لسیزه کې د افغانانو ستر مشر فخر افغان پاچا خان تر هرچا مخکې ویلي ول چې د افغانستان جګړه د امریکا او روس ترمنځ جنګ دی او دا جهاد نه، بلکې فساد دی چې افغانان باید پرې تېر نه وځي او د هغې مخه دې په وخت ونېول شی.

له نیکه مرغه، نن د هغه په نوم جهاد اصلي لوبغاړي لکه امریکا او وروسیه هم وايی چې دا جهاد مهاد نه وو، بلکې د ترهګرو سره جګړه وه چې يی مخه باید وار له مخکې نېول شوی وای!

تېرمهال پاکستان هم ویلي ول«جهاد افغانستان، دفاع پاکستان»!

ریښتیا هم مجاهدینو د جهاد په نوم پاکستان اباد او افغانستان برباد کړ او دا لړۍ تر ننه په بېلا بېلو بڼو ادامه لري او د جهاد ګټه یوازې پنجاب ته رسیږی.

د اسلامي ګوند مشر ښاغلی حکمتیار هم وايی چې د جلال اباد جنګ د دوی لویه اشتبا وه.

که چیری طالبان، داعش او القاعده ترهګر ګڼلی شو، چې بېشکه دی هم، نو بیا په پاکستان او ایران کې جوړ شوي جهادي تنظیمونه ولې ترهګر ونه بلل شی؟

نن هغه څه چې طالبان، القاعده او داعش يي په افغانستان کې تر سره کوي؛ ایا پرون په ورته بڼه مجاهدینو نه ترسره کول؟

ایا د سرک ورانولو، ښوونځي سوځولو، استاد وژلو ترمنځ نن او پرون کوم توپير قایلېدای شو؟

که نن طالب او داعش ته ترهګر وایوو، په کوم منطق او لاسوند پروني مجاهد ته ترهګر نه شو ویلای؟

د ارګ په اعلامیه کې دا خبره هم خندنۍ ده چې لیکی« د جهاد په دوران کې افغانانو انتحاري بریدونه، نه کول او نورو هېوادونو ته یې هیڅ ګواښ نه وو متوجه کړی»

ارګ یوازې انتحار د پروني او نني ترهګر ترمنځه پوله بولي، په نورو ورانکاریو او بربادیو کې د دغه ورته ترهګرو ګډ لاس نه ویني او ترې ښویه تیریږي!

نن هم چې طالبي او داعشی ترهګر په هېواد کې انتحاري بریدونه کوي، په حکومت کې د ناستې جهادي مافیا په مټ يي ترسره کوي او دواړه سره بیا هم شریک دی. د ارګ داسې خبره دې ته پاتیږي، لیوني ته چا ویلي ول چې پام کوه بوساړې ته اور وا نه چوي، خو ليوني ورته ویلي ول، ښه شول چې دا چل دې هم رازده کړ.

پخوانۍ جهادي مافیا ته د انتحاري حملو چل ورښودل پکار نه دی، بلکې د داسې حملو مخه نېول پکار دي، ارګ دې د غفلت له خوبه راویښ شي او په دې برخه کې دې هم نړۍ سره همګام شي، که نه له کاروانه وروسته پاتیږی!.

نن چې د امریکا ولسمشر پروني مجاهد ته چې هر اړخیز ملاتړ يي ترې کاوه، ترهګر وايي؛ ایا له پټ ساتل شوي حقیقته پرده نه پورته کوي؟

ریښتیا هیڅکله هم څوک په بډه نه شي وهلي او بلاخره ویل کیږي، که د هرچا لخوا وي.

د ارګ بل دلیل« د ۳۴اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه بیانیه » هم کمزوی دلیل بريښی. کله چې د دې ۳۴ اسلامي هېوادو په سر کې اصلي لوبغاړې امریکا، تېرو مجاهدینو ته ترهګر وايی، سبا به دغه هېوادونه هم یو په بل پسې ورته څرګندونې له چا پټې نه کړی او لکه طوطیان به په بیان راشي.

ارګ او موجوده نظام د ټولو افغانو د سرښندنو او د پرمختللې نړۍ د ګډو هڅو پایله ده او نه ښای د جهاد او مجاهدینو په نوم په رنګ بایللي خم کې ورغوټه کړل شي.

ارګ ته پکار دي د جهاد په نوم له ویجاړیو او ورانکاریو ځان خوندي وساتی او د افغانانو د ګټو په پار، لکه د نورو پشان د هغه په وړاندې غوڅ او څرګند دریځ غوره کړی.

د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ ۴ مه

سرلوڅ مرادزی