کابل افغانستان

۱۶/مرغومی/۱۳۹۷

F

د وطن ګوند د غړو د پوهاوی سراسری کمیټی

د نوبتی غونډی د پریکړو تفصیل

F

د ۱۳۹۷ کال د مرغومی د میاشتی په ۱۴ نیټه چه د ۲۰۱۹ میلادی کال د جنوری د میاښتی له ۴ نیټی سره برابره وه د وطن ګوند د پوهاوی سراسری کمیټی ناسته دمحترم انجینر نظرمحمد په مشرئ دکابل په ښار کی جوړه شوه                                                                                                     

د غونډی برخه والو په آجندا کی د شاملو موضوع ګانو او له دی جملی د : ا – د هیواد  د روانو حالاتو ۲ – په راتلونکی کال کی د جمهوری ریاست ټاکنی او د هغوی په هکله د پوهاوی سراسری کمیټی دریځ  ۳ – د پوهاوی سراسری کمیټی د ځانګو د کړنو د څرنګوالی ارزونه  ۴ – د افغانستنان د مبارزو ځوانانو د سازمان د لیکو د پیاوړتیا او د پوهاوی بهیر کی د هغوی د رول د لوړتیا ، په هکله اوږدی او ټول اړخیزه خبری اتری وکړی او د هر مطلب په اړوند په ځانګړی توګه په لاندی شرحه پریکړی وشوی .                                                                                                           

د غونډی برخه والو د آجندا د لومړنی مطلب په اړه جه د هیواد روانو حالاتو ته ځانګړی شوی وو بیاهم تر ډیره بریده د مخکنئ فوق العاده ناستی موضوع ګانی چه په هیواد کی د سولی د خوندیتوب  د څرنګوالی او د سیمی او نړئ د هیوادونو په دریځونو را څرخیدی په تکراری ډول او یو څه زیات تفصیل سره خبری وکړی او په پایله کی ټولو په ګډه دا ومنله چه د سراسری کمیټی د مرغومی د میاشتی د لومړئ نیټی د فوق العاده ناستی پریکړی د اوس دپاره ټولو پوښتنو ته ځواب وائی او نورو ځانګړو پریکړو ته سمد ستی کومه اړتیا نه لیدل کیږی ، خوددی تر څنګ دا هم و پتییل شوه تر څو په راتلونکی کی د هیواد ، سیمی اونړئ د اړینو اواړونده پیښو او حالاتو تحلیلی ارزونی لکه چه د سراسری کمیټی د مرغومی د میاشتی د ۱۲ نیټی په خپره شوی خبر پاڼه ( اطلاعیه ) کی ورته اشاره شویده په جلا توګه د (سراسری کمیټی لید لوری) ترعنوان لاندی په داسی توګه سره چه د ګوند د غړو او مینه والو شریک شوی نظرونه هم په پام کی نیول شوی وی د ټولنیزو شبکو له لاری نشر ته وسپارل شی.                 

د آجندا د دوهم مطلب په اړوند چه د جمهوری ریاست راتلونکو ټول ټاکنو ته ځانګړی شویوو د سراسری کمیټی د غونډی برخه والو په ګډه په دی خبره ټینګار وکړ او اړینه ئی وبلله تر څو د وطن ګوند غړی اومینه وال د نورو ملی ،  مترقی او سوله دوستو ځواکونو سره په شریکه د وړ نوماند په پلوئ او د ګډ دریخ په درلودلو سره د ټاکنو په بهیر کی پراخ ګډون وکړی . او داچه ټول ټاکنی دری میاشتی و ځڼډیدی ددی کافی فرصت شته چه د هیواد د لوړو ګټو په پام کی نیولو سره وړ نوماند تشخیص او ورته ګډ کمپاین وشی .                                                                                                   

د غوڼدی برخه والو د آجندا د دریم مطلب په هکله چه د پوهاوی سراسری کمیټی د څانګو د کړنو د څرنګوالی د ارزونو دپاره په پام کی نیول شویوو د اوږده بحث او خبرو اترو نه وروسته په لاندی توګه پریکړی وکړی :                                                                                                 

الف : د تشکیلاتو څانګی د کاری ګروپ کړنی مثبی او ګټوری و ارزول شوی خو د پاتی ټولو څانګو کړنی نیګمړی او غیر قناعت بخښونکی و بلل شوی .                                                          

ب : په غونډه کی د څا نګو د دندو په لایحو او د غړو په ترکیب له سره کتنه وشوه او د چارو د سمون په خاطر لازمی سپارښتنی وشوی چه باید تر راتلونکی ناستی پوری عملی شی .                       

ج : پریکړه وشوه چه د سراسری کمیټی په راتلونکی هره ناسته کی باید کم تر کمه د یوی څانګی د کړنو راپور وړاندی او په کره توګه و ارزول شی .                                                                            

د : د تشکیلاتو څانګی ته دنده وسپارل شوه تر څو په پوهاوی بهیر کی د ګوند د غړو او مینه والو د فعال او آغیزمن ګډون په موخه  په راتلونکو څو اونیو کی د یوی پراخی ګوندی غوڼډی د جوړیدو د پاره لازم تدبیرونه  ونیسی ، او د کمیټی په را تلونکی ناسته کی دی د غونډی د رابللو نیټه ، ځای او په غونډه کی د ګډونوالو اټکلی شمیرهم  روښانه شی.                                                          

د سراسری کمیټی د غونډی برخه والو د ناستی د څلورم او وروستنی مطلب په اړه چه د افغانستان د مبارزو ځوانانو د سازمان د لیکو د پیاوړتیا او په پوهاوی بهیر کی د هغوی د رول د غښتلتوب په تړاو په آجندا کی په پام کی نیول شویوو د نظرونو د تبادلی نه وروسته ئی پریکړه وکړه چه :                  

۱ – د سازمان د لیکو د پیاوړتیا په منظور دی په لومړنی ګام کی پخپله د سراسری کمیټی غړی د خپلو کورنیو او خپلوانو ځوانان  سازمان ته د غړیتوب به خاطر ور و بیژنی .                                  

۲ – د مبارزو ځوانانو د رهبری هیئت دی خپل دوه تنه فعال غړی د مشورتی رایو د حق په درلودلو سره د پوهاوی سراسری کمیټی ته د غړیتوب په منظور ور و پیژنی او د کمیټی په ټولو کړنو کی دی فعاله او اغیزمنه برخه واخلی .                                                                                            

غونډی خپل کار په دی هیله چه د سولی په خاطر روانی هلی ځلی مثبتی پایلی ولری ، روان میلادی او راتلونکی لمریز کال زموږ په هیواد کی دسولی او امن کال وی پای ته ورساوو.                    

و من الله توفیق