F

سرلوڅ مردازی

F

ګلبدین او پاکستان!

F
کله چې څوک هېواد کې د پاکستان تېرو ویجاړیو او تباهیو ته ګوري، سملاسي يي ګلبدین سترګو ته دریږي او بیا کله چې څوک د ګلبدین د بیان ژبې څرګندونو او اعمالو ته ځیر شي، سم صفا په افغانستان کې د پنجاب د شوونیستي او ملیتاریستي ګټو ویاند او ساتندوی ښکاري.
ګلبدین او پاکستان سره دوه نه جلاکېدونکي نومونه او د یوې سکې دوه مخونه دي. ګلبدین هغه هینداره ده چې پاکستان پکې د خپلو ټولو چټلیو سره په بشپړه توګه ځلیږي او پاکستان هغه ځای دی چې د ګلبدین پشان مجاهدینو، طالبانو، القاعده او داعشیانو د روزنې، پالنې او صدور ټاټوبی او ام البلاد دی!
پاکستان په ګلبدین او ګلبدینیانو ښه ښکاري او ګلبدین په اسلام اباد او پنجاب کې په اوسېدو ښه ښکاري، نه په کابل او افغانستان کې!
د هند او پاکستان د وروستۍ جګړې په اړه چې د کشمیر پر سر د دوه هېوادو خپلمنځي تاریخي شخړه ده، ګلبدین د پنجاب د ګټو د ویاند پتوګه چې نورو ته د بې پریتوب توصیه هم کوی، خو خپله نه یوازې د هند په وړاندې ښکاره دریږي، بلکې د دې پېښې او په عام ډول د پاکستان مخالف افغانان ټول بې شعوره ګڼي!
د ګلبدین په بیان شعوری او پوه افغانان، هغه کسان دی لکه ګلبدینیان چې د پنجاب ګټو ته ژمن وي. ګلبدین چې اوسیږي کابل کې خو اروا او اندیښنه يي ټوله د پنجاب ګټو سره ده، هېروي چې د همدې شخړې په پلمه، پاکستان پر افغانستان هوايي لار بنده کړه او افغان سوداګر اړ شول چې په ایران د اوږدې هوايي لارې او په زیات لګښت خپل مالونه هند ته ورسوۍ. دا چې پاکستان د سوداګرۍ د نړیوالو قوانینو په خلاف پر افغانستان د کراچۍ او واګې بندرونه تړلي او په خپله خاوره، افغان سوداګرو ته لار نه ورکوي، ایا کله هم ګلبدین بیان ورکړ؟
دا چې د ګلبدین اعلامیه وايی، پاکستان په کشمیر کې د ازادي غوښتونکو خلکو ملاتړ کوی او اشغال شوی، کله هم ګلبدین د کوزو پښتنو په ملاتړ چې پنجاب اشغال کړی، ورته اعلامیه خپره کړه؟ همدا اوس پنجاب پر ډیورنډ تپلې کرښه ۱۶۰ زره پوځ اچولې، پر کرښه يی اغزن سیم لګولی او ځای ځای يی د کنترول دروازې لګولې، ګلبدینیانو کله کوم غبرګون وښود؟
همد نن چې د کوزې پښتونخوا په زرګونو پښتانه د پنجابي پوځ لخوا لادرک او یا په زندانونو کې اچول شوي او پښتنې بي بیانې د پنجابي وحشي پوځ د جنسي هیلو لپاره له کورو تښتول کیږي، ایا ګلبدین بې خبره دی؟
تر ټولو بده دا، د پښتنو د ژغورنې غورځنګ« PTM » چې د پنجابي وحشي پوځ په وړاندې يي د کوزو پښتنو د همداسې غوښتنو په پار سر راپوته کړی، د ګلبدین اعلامیه يي د هند تحریک بولي!
ګلبدین په بلوڅو وروڼو هم چې د خپلو روا ملي حقوقو لپاره د پنجابي بربریت په وړاندې مبارزه کوي، د هند د ملاتړ تور لګوي. ګلبدین یوازې د پنجاب د خوښۍ لپاره د کشمیر ترهګر، ازادي غوښتونکی غورځنګ بولي، خو د پنجاب په وړاندې د پښتنو او بلوڅو غورځنګونه بیا د هند توطیه بولي!
هند په افغانستان کې د دوه میلیاردو ډالرو په ارزښت بنسټیزې پروژې په پښو درولې، ګلبدین دې یوه کوچنۍ پروژه چې په تېرو ۱۸ کلونو کې پاکستان په افغانستان کې جوړه کړې وی، د بېلګې پتوګه افغانانو ته په ګوته کړي؟
پاکستان بیا د هند په مټ همدغه جوړې شوې پروژې په بمونو الوځولې، انجیران او مسلکي پرسونل يي وژلی او له بده مرغه دا لړي تر ننه ادامه لري!
د افغان ملي پوځ هغه وسلې چې په ۱۹۹۲ کال، ګلبدینیانو او نورو مجاهدینو پاکستان ته وچلولې او د عادي اوسپنې په بیه يي په پنجابي اردو خرڅې او یا وړیا ورکړي، ګلبدین څه ځواب وايي؟ د ملت خزانه او ملي شتمنۍ څه ته وايی؟ ګلبدین ولې په دې اړه په یوه اعلامیه کې افغانانو ته وضاحت نه ورکوي؟
څونه چې پر پاکستان نړیوال فشار زیاتیږی، څونه چې د ترهګرو په ملاتړ پراسلام اباد کړۍ تنګیږي او څونه چې په سیمه یزه او نړیواله کچه پنجاب افشا او رسواکیږي، پنجابي ګوډاګیان په همغه اندازه په سپینسترګۍ او بېشرمۍ د خپل غلام بادار په چوپړ کې نڅیږي!
د اسلام اباد د ګټو په ملاتړ کې د ګلبدین وروستۍ اعلامیه د افغان د ملي ګټو او د افغان دولت د رسمي سیاست سره په ښکاره ټکر او ضدیت کې ده. ګلبدین او ګوند يي په دې اعلامیه کې د افغانستان پر لوړو ګټو کلک ګوزار کړی، ځکه ګلبدین باید لومړی د افغان ملت څخه بځښنه وغواړي او که دا نه کوي او په لجالت بیا هم تر خپلې پنجابي اعلاميي ملاتړ کوي، ګوند يي باید منحل او خپله د لاڅېړنو لپاره څارنوالۍ ته ورښکل شي.
د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۳ مه
سرلوڅ مردازی