سرلوڅ مرادزی

F

خلیلزاد په تقدم او تاخر کې تېروتلي دی!

F
د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د مارچ په ۱۴ مه، امریکا ته د سفر په مهال، طالبانو سره په خبرو اترو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازي، زلمي خلیل زاد په هغه دریځ نیوکه وکړه چې نوموړی يي طالبانو سره په دوحه کې د پټو دروازو ترشا مخې ته وړي. سي بي ایس نیوز وایي، ښاغلي محب ورته ویلي:«موږ فکر کوو چې یا زل (د زلمي خلیلزاد د نوم لنډه بڼه) – سفیر خلیلزاد نه پوهېږي چې څرنګه خبرې وکړي یا ممکن د ده دا کار کوم بل علت ولري. څه چې دی کوي د داسې معاملې سبب کېدای نه شي چې په نتیجه کې یې په افغانستان کې سوله راشي.» نوموړې رسنۍ دا هم لیکلي، محب تور لګوي چې«خلیلزاد د ولسمشر غني د حکومت د منزوي کولو او ځان، واک ته د رسولو هڅه کوي» او زیاتوي محب همداراز ویلي «د حکومت په شمول په افغانستان کې داسې تصور دی چې ښای دا خبرې (د قطر) د دې لپاره دي چې یو موقت حکومت جوړ کړي او بیا به یې دی (خلیلزاد) وایسرای شي»
د ښاغلي محب د نوموړو څرګندونو وراخوا او د افغان دولت د اندیښنې سربېره، طالبانو سره په دوحه کې د خلیلزاد د پټو خبرو اترو په اړه، ټول افغانان په اتفاق او یوه خوله اندیښنه لري!
بېځایه نه ده چې د امریکا په استازیتوب د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ خبرو ته افغانان یوخوا د بسوګۍ واده وایي(یانې چې دا واده نه ترسره کیږي) خو بلخوا دا اندیښنه هم پرځای ده، کېدای شي د واده پرځای افغانان پر یوه بل لوی ناورین واوړي!
افغان دولت او افغانان د داسې ناورین نښې نښانې هم ویني!
خلیلزاد وايي قطر کې طالبانو سره، په څلورو موضوعګانو خبرې کوي. افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو ایستل، طالبانو لخوا دا ژمنه چې پرامریکا به برید نه کوي، اوربند او بین الافغاني خبرې اترې.
خلیلزاد دا هم وایي، چې په لومړیو دوه مسلو توافق شوی او یوازې پر پریکړې لاسلیک پاتې دی، په داسې حال کې چې په دوه نورو یانې اوربند او په بین الافغاني مسلو به وروسته خبرې کیږي.
د افغانانو له لوري اندیښنه دا ده، کله چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې چې بین الافغاني خبرې يي بولي ونه شي، نو اوربند شونی نه دی او کله چې خبرې اترې او اوربند دواړه نه وي؛ بیا جګړه ده، طالبان دي او تروریزم!
دلته یوه ټوکه رایاده شوه:
یو ملا خپل شاګرد ته د تیمم کولو عملي درس ورکاوه. ملا چې کله د تیمم لپاره پر دوه پښو کیناست او دواړه لاسونه يي خاورو ته یووړل، تیز(باد) ترې لاړ. ملا ځان ناګاره ونیو، تیمم ته يي ادامه ورکړه او کله چې له تیمم څخه خلاص شو، له شاګرده يي پوښتنه وکړه چې د تیمم طریقه دې سمه زده کړه؟ شاګرد وویل هو بیخي پرې پوه شوم، خو په یوه څه پوه نه شوم او هغه دا چې لومړی خاوره لمس کړم او بیا تیز واچوم او که نه، لومړی تیز واچوم او بیا وروسته خاوره لمس کړم! له فیسبوک څخه
اصولآ لومړی باید خبرې اترې او اوربند د مخه وشي او وروسته د هغو پر بنسټ او پایله کې امریکايي پوځیان له هېواده ووځي او یوازې طالبان نه، بلکې په هغه دولت کې چې طالبان هم پکې مدغم وي، د امریکا په ګډون ټولو هېوادو او په تېره بیا ګاونډیو ته ډاډ ورکړل شي چې له افغان هېواده به هیچا ته ګواښ متوجه نه وي، لکه نن چې افغان دولت، داسې ډاډ ټولو هېوادو ته په ډاګه اعلان کړی.
د افغانستان ستونزه یوازې د خلیلزاد په پڅ او ناڅرګند رول کې هم نه ده، بلکې ستونزه د افغانستان د جګړې او سولې په اړه د امریکا په ناسمه تګلار او د سیمې لپاره د امریکا په اوږدمهاله او پټو پلانونو کې نغښتې ده.
ایا نړۍ ته لومړی درجه پاکستان چې د ترهګرو بېلا بېلې ډلې روزي او نړۍ ته يي صادروي، ګواښ او تهدید دی، که برعکس د پاکستان تولید، طالبان!
نړۍ په یوه خوله د تروریزم مرکز پاکستان بولي، امریکا هم کله ناکله چې فشار پرې راشي وايي چې پاکستان ترهګر پالي. د القاعده مشر بن لادن هم اسلام اباد ته نږدې په ایبټ اباد کې پیدا او په اصطلاح ووژل شو، ملا منصور هم پاکستان کې په درن الوتکو بمبار او لمنځه یووړل شو. په تېره اونۍ کې د جیش محمد د ډلې په ګډون، پاکستان کې په ۷۰ نورو تروریسټي ډلو عمران خان اعتراف وکړ، د طالبانو مشران چې قطر کې امریکایانو سره په اصطلاح د سولې خبرې مخته وړي، په الوتکو کې له پاکستانه قطر ته ځي راځي، خو امریکا په خپله خاوره د ګواښ او برید تمه او ډار د تروریزم د مرکزــ پاکستان څخه نه لري، برعکس د پاکستان د یو چړي او غلام ــ طالب سره د تړون مسوده تیاروي چې ښای بله اوونۍ يي په قطر کې لاسلیک هم کړي!
د افغانستان په دننه هم، یا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جان کیري، یا په کابل کې د خپلو سفیرانو او یا د خلیلزاد په لاس، په تېرو ۱۸ کلونو کې امریکا د یوه پیاوړي مرکزي حکومت ماڼۍ جوړېدو او درېدو ته پرېنښوده!
د جان کیري په لاس حکومت په دوه برخو ویشل، چې افغان حکومت ونه شي کولای افغانانو ته وړ خدمات وړاندي کړي، د جګړې په میدان کې غوڅ بري تر لاسه کړي، سوله او امنیت چې د افغانانو لومړۍ غوښتنه ده تامین کړي او په نړیوال سنګر د ښه او وړ نوم څښتن شي.
یوازې تېره اوونۍ، کله چې مرکزي حکومت غوښتل، په مزار کې د امنیتي چارو یوعادي قومندان تبدیل کړي او محلي جنګسالار عطا نور چې د داسې تبدیلۍ مخه يي نېوله، په خپل ځای کینوي، کابل کې د امریکا سفیر جان بس خوله پرانیسته چې د امریکا وسلې څوک په هېواد کې د امنیت لپاره نه شي کارولی او حکومت ته يي لارښوونه دیکته کړه چې د خبرو اترو له لارې ستونزه حل کړي. کله چې مرکزي حکومت د واک بېلا بېلو ټاپوګانو ته چې د هر ډول فساد زیرمې ګڼل کیږي، ګوتې نه شي وروړلای، له دې څخه افغانان د امریکا په وړاندې کومه انتبا اخلي!
په قطر کې د تړلو دروازو تر شا خبرې چې ویل کیږي، هلته له افغان دولت پرته، امریکایانو سره د قطر او پاکستان چارواکو هم حضور درلود او په دې اړه د ناټو غړو هېوادو هم شکایت وکړ، چې امریکا نه یوازې افغان دولت بلکې خپل نور ملګرې هم له دې خبرو ګوښه کړي، په کومه مانا تعبیرېدای شي؟
که په تېرو ۱۸ کلونو کې چې خورا اوږد مهال دی، یوخوا په هېواد دننه د مرکزي حکومت د پیاوړتیا په مخنیوي او د واک د ټاپوګاونو په ساتلو کې د امریکا د چلند شالید وشاربو او بلخوا د طالبانو او د هغوي د اصلي ساتونکي او روزنکي پاکستان په اړه د امریکا دوه مخیز دریځ وڅېړو، په اسانه مالومیږي چې امریکا کې د ځوان افغان ښاغلي حمدالله محب څرګندونې، ریښتینې دي او د افغانانو د څلویښت کلونو رنځونو ترجماني کوي.
د امریکا په خبرو او عمل کې لوی تضاد ښکاري، خدای مه کړه چې د طالبانو په نوم افغانستان بیا پاکستان ته ورحواله کړي.
افغانانو ویښ او بیدار اوسۍ، یوازې خپلمنځي یووالي مو له ټولو ښکاره او پټو توطیو ژغورلی شي!
د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۱۸ مه
سرلوڅ مرادزی