فیصله نامهٔ مرکز تفاهم و هماهنگی ملی، صلح و دموکراسی

افغانستان در مورد جرگهٔ ملی صلح

F

مرکز تفاهم وهماهنگی ملی، صلح و دموکراسی افغانستان
(مرکز هماهنگی ملی) فیصله نامهٔ

F

بسم الله الرحمن الرحیم

F

محترم رئیس جرگهٔ ملی مشورتی و اعضای جرگه سلامها و تمنیات نیک مارا پذیرا باشید.

مرکز تفاهم و هماهنگی ملی، صلح و دموکراسی افغانستان (مرکز هماهنگی ملی) به ابتکار یک تعداد هموطنان دلسوز برای اتحاد افغانهای پاک و فعال سیاسی، اتحادیه های صنفی، علمآ کرام، جمعیت های مدنی و قومی اخیرآ تآسیس گردیده است.

مرکز تفاهم ملی قبلآ نیز اقدام رییس جمهور را برای دعوت کردن این جرگهٔ ملی مشورتی تآیید کرده، و حالا هم از تشکیل آن حمایت مینماید. ما به مثابه اعضآی بامسولیت مرکز تفاهم ملی برای انسجام بهتر کار جرگهٔ ملی همکاری و نظریات خودرا با مسؤلین تنظیم جرگه شریک نموده بودیم. اینکه در تشکیل جرگه مشکلات و نارسایئها بوجود آمد و به پیشنهاد همکاریهای ما توجه لازم صورت نگرفت و سهم اشتراک اعضآی مستحق ما مناسب نه بوده، مراتب اعتراض خودرا محفوظ میداریم.

بصورت مجموع شرکت وسیع زنان و جوانان و مردم عامهٔ کشور و تجرید دزدان، خائنین، و جنگسالاران را به فال نیک گرفته این را با امیدواری برای نجات و پیشرفت کشور و زوال خائنین، دزدان و جنگسالاران شدیدآ تآیید مینمائیم.

ما از اعضای و رهبری جرگه تقاضا مینمایم تا در فیصله های خود با در نظرداشت مفهوم اصلی صلح به دولت در موارد ذیل مشوره داده شود:

۱-- برای به میان آمدن یک صلح دوامدار به دولت آنگونه پیشنهادهای واضح و قاطع ارایه نمائیند که در عمل برای هر افغان سالم و مستقل قابل اجرآ بوده و رد کردن آنها برای مخالفین در حکم خودکشی سیاسی شان باشد؛

۲- علاوه بر آن امید است این جرگه به مثابه چانس آخر برای آن عده هموطنانیکه فریب خورده و موقف ضد ملی اختیار کرده اند امکان عودت در جبههء منافع ملی را میسر سازد و از انانیکه مانند همیشه در مقابل ملت در صف جنایتکاران، و دشمنان وطن قرار میگیرند نیز خواسته شود تا اعتراف به اشتباه نموده و از ملت تقاضای عفو نموده، و برایشان شرایط یک عفو مناسب ارایه نماید.

۳ـ با استفاده از فرصت، این جرگه ملت را متوجه درک وظایف تاریخی آن برای تجرید و محکوم نمودن خائنین ملی، وطن فروشان، دزدان، جلادان، جهاد فروشان، بدنام کننده‌گان اسلام و گروههای مافیائی نموده، و صفوف شان را با مردم مظلوم کشور برای حفاظت و تقویت نظام متحد سازند.

۴ـ مرکز هماهنگی ملی برای موفقیت مزید این جرگه پیشنهادهای خودرا برای صلح یکبار دیگر در یک ضمیمهٔ این فیصله نامه تقدیم مینماید تا جرگه از آنها در فیصله های خود استفاده نمایند.

با احترام

سکرتریت شورای عالی مرکز هماهنگی ملی

کابل - قلعهٔ فتح الله خان - در وسط سرکهای سوم و چهارم - وزیر آباد پلازا - طبقه دوم - اپارتمان ۲ الف

د افغانستان د سولۍ او ولسواکۍ د ملې تفاهم او همغږی مرکز [ د ملی همغږۍ مرکز]

دریز لیک

بسم الرحمن الرحیم

د افغانستان د ملی مشورتی جرګی محترم ټولمشر [ریس] او درنو غړ و ته سلامونه او نیکې هیلي.

د افغانستان د سولۍ او ولسواکۍ د ملې تفاهم او همغږی مرکز [ د ملی همغږۍ مرکز] په هیواد کی د افغانی پاکو او ملی فکره سیاسیونو، علماو، مدنی او اجتماعې ټولنو قومې او صنفی اتحادیو او شوراګانو، د یووالې په غرض د یوه ابتدایی ملې تحریک په توګه د یوشمیر په وطن زړه سواندوافغانانو په نوښت تازه منځ ته راغلی دی.

د ملې همغږۍ مرکز له مخکې نه هم د هیواد په دی حساسه مرحله کی د ولسمشر له خوا د دی ملی مشورتې جرګی د رابللو اقدام په کلکه تآیید کړی او اوس هم تری خپل پلوی اعلانوی. مونږ د خپلې ټولنې د بامسؤلیته انسانانو په توګه د دی جرګی د لا ښه سمون لپاره په هیواد کی دننه او بهر د خپلو نمایندګیو له لاری د دی جرګې په اړه خپله همکاری د جرګې مسؤلینو ته وړاندی کړی او وړاندی کوو. دا چی د جرګی په جوړښت کی ستونزی او نیمګړتیاوي شته، او زمونږ همکاریو ته لازمه توجه ونشوه، او زمونږ د مستحقو ملګرو ونډه پکی محدوده شوه، مونږ پدی اړه خپل اعتراض خوندی ساتو.

په مجموع کې پدی جرګه کی د ښځو، ځوانانو او د عامو افغانانو پراخه ونډه او د یو شمیر په ملت ملنډو وهونکو خاینینو، غلو او جګړه مارو تر‌‌‌‌‌‌ډيره حده نشتون یو نیک فال، د دی ملت د بیا سالمې جوړونې او ژغورني او پرمختګ اود خاینینو د زوال زیری راکوی، نو یی په کلکه تآییدوو.

مونږ د جرګی د محترمو غړو او مشرتابی نه هیله لرو چي په خپلو فیصلو کی د ابرومندانه سولۍ مفهوم ته په پام کی نیولو سره دولت ته په لاندی برخو کی روښانه، غوڅي او رغنده مشوري ورکړي:

۱-- د یوی تلپاته او ابرومندانه سولۍ د راتللو لپاره دی داسی نیک، غوڅ او رغنده وړاندیزونه دولت ته کړي چې منل یی هرسالم او خپلواک افغان ته ممکن او عملي وي، اما ردول یی د هر شخص یا ډلی لپاره د سیاسی ځان وژنی په قیمت تمام شی.

۲ - د دی تر خوا هیله لرو چی دا جرګه به د اخری چانس په توګه هغو افرادو او ډلو ته چې یی په شعوری یا لا شعوری توګه د ملت ضد دریز نیولي، داسی سپارښتنی ولری چې یو شمیر ته چې غولیدلي دي، د سولۍ او ملې ګټو ته د رابللو او ژمنتیا سپارښتنه وکړي، او یو شمیرهغو ته چې همیش یی په قصدی توګه د دی ملت په وړاندی د خیانتونو، جنایتکاریو او پردی پالنې دریځونه غوره کړي، هم د اعتراف کولو، عفوی غوښتلو او مناسب عفوه کولو غوڅ پيغام او زمینه برابره کړی.

۳- دا جرګه دی ټول ملت ته د هغوی د تاریخی مکلفیتونو د سم درک او د ملې خاینینو، جلادانو، جهاد خرڅونکو، اسلام بدناموونکو او وطن پلورونکو مافیاوی ‌‌‌‌‌‌ډلو او افرادو نه د رابیلیدو او د دوي په وړاندی د خپلو مظلومو خلکو سره په یوه واحد صف کی د سولۍ، واقعې ازادۍ، خپلواکۍ او پرمختګ لپاره د خپل نظام په ساتنه او سمونه کی د ګ‌‌‌‌‌‌ډی اوفعاله ونډی اخستنې غږ وکړئ.
۴- د ملې همغږۍ مرکز د دی جرګۍ د لا بریا لپاره د سولۍ په اړه خپل وړاندیزونه په مل پاڼه کی بیا دراستوی او له تاسو هیله لرو چې دغو وړاندیزونو نه په خپلو فیصلوکی ګټه واخلئ.

په درناوی

د افغانستان د ملې همغږۍ د مرکز د عالی شورا سکرتریت

کابل – قلعه فتح الله خان - د دریم او څلورم سرک تر منځ – وزیر اباد پلازا، دوهم پوړ، ۲ الف اپارتمان