F

سرلوڅ مرادزی

F

لویه جرګه: د سولې او نوي افغانستان په لور بېساری ګام!

F

د سولې لویه جرګه په دې موخه پرانیستل شوه چې هېواد کې څلويښت کلنه جګړه ختمه کړي، هېواد د تلپاتې سولې په لور راهي کړي او افغانان د هېواد په بیا ودانۍ کې په یو ټغر را ټول کړي. دغه جرګې ته د ثور ۹ مه نېټه ځکه په پام کې نېول شوې ښکاري چې دلته د ثور د ۷ مې او ۸ مې پېښو په توپیر؛ رامنځته شویو ناخوالو، تربګنیو، جګړو او ویجاړیو ته د پای ټکی کېږدي او د نوې افغانستان د بنسټ ډبره چې هلته تلپاتې سوله واکمنه وي افغانان بیرته یو موټي او د هېواد په بیا رغونه کې بوخت وي، کېښودل شي.

داسې ښکاري چې د ثور د ۹ مې نېټې، د سولې لویي جرګې، د همداسې موخو په ترسره کېدو کې د نوې افغانستان د بنسټ ډبره کېښوده!

۳۲۰۰ تنه د افغان ولس ریښتیني استازي چې ډیری يي د هېواد ځوان قشر، پوهان، د شهیدانو د کورنیو غړي او میرمنې وي، په پلازمېنه ــ کابل د جرګو په خیمه کې سره جرګه شول او په پنځو ورځو خبرو اترو، یو بل سره په سلا او مشوره يي خپل ۲۳ فقره یز پریکړه لیک یانې د سولې لارنقشه، حکومت ته مخکې وړاندې کړه.

د سولې لویه جرګه په داسې نظم تر سره شوه چې مخکې يي ساری نه وو لېدل شوي. ټولو افغانانو ته دې مبارک او نیکمرغه وي!

لويي جرګې، تر هر څه مخکې د طالب بندیانو خوشې کول او د دوه اړخیز اوربند وړاندیز وکړ. څنګه چې افغان حکومت اوربند ته ژمن دی، که طالب چارواکي هم اوربند په تېره بیا د روژې په میاشت کې پلی کړي، داسې چلند به د سولې او نورو اختلافي چارو په اړوند د حکومت او طالبانو ترمنځه د بې باورۍ فضا چې په کور دننه ټاکلو کړیو او ځینو بهرنیانو رامنځته کړې او لا ورته لمن وهي، له منځه یوسی. د لويي جرګې یوه موخه هم دا وه چې د حکومت او افغان استازو لخوا، طالبانو سره د خبراترو په اړه د بې باورۍ چاپېریال ختم کړي او تر نورو لومړي په دې برخه کې عملي ګام پورته کړي. د لويي جرګې دا وړاندیزونه لکه، له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش؛ سملاسي او دوه اړخیز اوربند؛ طالبانو ته افغانستان کې سیاسي دفتر ورکول؛ د اساسي قانون او د ښځو او بیان ازادي؛ د طالب بندیانو خوشې کول او یا تبادله د حکومت لخوا په پراخ تندې ومنل شول او په دې اړه ولسمشر غني هم لويي جرګې ته په خپله اختتامیه وینا کې د پلیتوب ډاډ ورکړ.

ولسمشر غني د ښه نیت او روژې میاشتې ته د درناوۍ په پار «د طالبانو د ۱۷۵ بندیانو د خوشې کولو اعلان وکړ او زیاته یې کړه، که طالبان چمتو وي حکومت د اوربند په اړه هم بحث ته چمتو دی.» ولسمشر غني دا هم زیاته کړه « له طالبانو غواړم چې کابل یا نورو ولایتونو ته خپل استازي را واستوي، چې دا بندیان ور وسپارو. هغه دا هم وویل، چې د بندیانو خوشي کول یې د روژې ډالۍ ده او وبه لیدل شي چې طالبان څه ډالۍ لري.»

لويي جرګې په خپلې پرانیستې او بریالۍ پای سره په طالبانو کې د ځینو متحجرو څېرو او یا په کور دننه د هغو کړیو وړاندوینې هم په اوبو لاهو کړې چې يي انګېرله ګنې لویه جرګه، د ولسمشرې پیر د غځېدو او یا د ټولټاکنو لپاره د کمپاین په موخه تر سره کیږي. منفي پال او بد بین کسان او ډلې تل په تورو عینکو کې پېښو او اشخاصو ته ګوري او هر څه د خپلو شخصي او تنګو ګټو په تله کې تلي!

په دې منځ کې به هغه کسان پښیمانه وي چې ولې يي د لويی جرګې جوړېدو سره، مخکې له مخکې مخالفت وکړ او بې ګودره په اوبو ورګډ شول. لويي جرګې په خپل نظم او پریکړو سره د هېواد د لوړو ارزښتونو او ټولو افغانانو د ګټو په خونیتوب کې ستر ګام پورته کړ او په دې توګه يي د ټولو افغانانو درناوی وکړ.

د اشنا تلویزیون سره مرکه کې ښاغلی حضرت عمر زاخېلوال وايی«د مشورتې لويي جرګې مخالف نه دی، خو جرګه باید په خپل وخت شوی وای»

داسې څرګندونې د خلکو د ذهنونو د خړپړولو او د ځان د سپیناوي لپاره ترسره کیږي، ګنې د لويي جرګې کومه پریکړه بېوخته ده!

ایا پروسکال د روژې میاشت کې افغان حکومت چې زاخېلوال هغه مهال اسلام کې د افغانستان سفیر وو، اوربند اعلان نه کړ او بیا يی طالبانو ته د غځېدو وړاندیز ونه کړ؟ چا بیا اوربند مات کړ، حکومت که طالبانو؟ ښکاره ده چې طالبانو!!

ویل کیږي چې زاخېلوال په دې وروستیو کې په پټه اسلام اباد ته سفر کړی او داسې څرګندونې د دې سفر سره بې تړاوه نه دي!

افغان حکومت تل د اوربند او سولې په چارو کې لومړی قدم پورته کړی، خو په کور دننه د سولې مخالفین او په طالبانو کې پردۍ کړۍ د اوربند او سولې سره مخالفت کوي او شرموونکې دا چې پړه يي هم بیا پر افغان حکومت وراچوي!

د سولې بل مخالف عطا محمد نور بیا وايی، چې خپل پلویان يي لويي جرګې ته د دې لپاره لېږلي ول، څار وکړي چې هلته د ولسمشرۍ مهال ونه غځیږي او د ټاکنو په اړه کمپاین و نه شي. خو پوښتنه دا ده چې د دې دواړو چارو د څار لپاره عطانور باید خپله جرګې ته ورغلی وای او هلته يي خپله اصلي غوښتنه چې سولې سره مخالفت دی، بیان کړی وای!

شف شف ویلو ته څه اړتیا ده!

عبدالله عبدالله هم په لویه جرګه کې د سولې په مخالفت د خبرو د نه جرئت په لامل ترکيي ته وتښتید او د تل پشان يي د«نه منم» لار خپله کړه. که د نورو هغو کسانو څخه چې ځانونه پخپله په افغانستان کې مطرح او بانفوذه کسان بولي، پوښتنه وشي چې تاسو ولې د سولې لویه جرګه بایکاټ کړه، ځواب به يي د عطا نور او عبدالله عبدالله څخه هم ټيټ او پرېوتی وي او د شرمېدلو خبرو پرته به، بل څه د ویلو ونه لري!

له بده مرغه، د دې ډلو او اشخاصو څرګندونې او کړه وړه د طالبانو د ځینو متحجرو ککریو څخه چې وايی«د سولې په نوم مشورتي لویه جرګه د حکومت نمایشي ناسته او د ولسمشر غني ناکامه هڅه وه او د روژې میاشت کې جګړه ډېر ثواب لري!»، څه توپیر نه لري. دواړه د یوې سکې دوه مخونه دي او په دواړو ډلو کې د سولې او امنیت مخالفین او دښمنان، پوخ ځایګی لري!

اوس د دې وخت دی، که د سولې د لويي جرګې مخالفین، د جرګې د پریکړو او د سولې لارنقشې څخه بله منلې او ګټوره لارنقشه لري، افغانانو ته دې وښۍ او حکومت ته دې وړاندې کړې.

د ۲۰۱۹ کال د مۍ ۳ مه

سرلوڅ مرادزی