سرلوڅ مرادزی

F

پنجاب اوس هم د ستراتېژیک کنډو تګلار پالي!

F

کارغه مرداري خوري او مښوکه څنډي!

F

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي پخوانیو مجاهدینو سره په غوڼده کې چې د پنجاب لخوا د افغانستان په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې د ګډون لپاره لاهور ته تللی، ویلي«پاکستان کې هیڅوک له افغانستانه د ستراتېژیک کنډو(Strategic Depth) پتوګه د ګټې اخیستنې تګلار نه پالي او داسې خبرې یوازې د دوه هېوادونو ترمنځ د ورانپوهاوي په موخه تبلیغیږي»

خو قریشي په ورته وخت کې داسې هېواد یا کومه ډله او شخص نه په ګوته کوي چې هغوی دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ده په خبره د ورانپوهاوي زهرجن تبلیغات خپروي.

بیخي ښکاره ده په داسې حرکاتو، قریشي د کنفرانس ګډونوالو یانې پخوانیو مجاهدینو ته په سترګو کې ننوځي او درواغ وايی په داسې حال کې چې مجاهدین پوهيږي په ۸۰ یمه لسیزه کې هم پاکستان له دوی څخه داسې یوه غوښتنه درلوده.

« جهاد افغانستان، دفاع پاکستان!»، هم حقیقت کې همدې موخې ته د رسېدو په لار کې هڅه وه. د هند د احتمالي خطر په وړاندې، افغانستان څخه د ستراتېژیک کنډو پتوګه ګټه، لومړي د پنجابي پوځیانو او ISI لخوا وړاندې شوې او وروسته ملکي حکومتونو هم د پوځ سره یوځای د هغې ملاتړ کړی. ویل کیږي چې پوځ کې لومړی سړی لوی درستیز جنرال اسلم بیګ وو چې داسې تګلار يي وړاندې کړې.

د اسلام اباد واکمنانو تل هڅه کړې لومړی هندي خطر او یا نور خیالي خطرونه وزیږوي او بیا ورته د مخنیوي او مقابلې لپاره بېلابېلې لارې وړاندې کړی. افغانستان څخه د ستراتېژیک کنډو پتوګ ګټه هم په دې لړ کې شمېرلی شو!

له ستراتېژیک کنډو سربېره پاکستان له افغانستان څخه څو نورې ناروا غوښتنې هم لري:

پاکستان غواړي افغانستان د هند سره داسې اړیکې ولري چې د پنجاب په زړه او خوښه وي. اسلام اباد غواړي زموږ د هېواد پر بهرنۍ پالیسي کنترول ولري، لکه د برتانوي هند په مهال چې هلته افغانستان یوازې په کور دننه نیمه خپلواکي درلوده او بهرنۍ پالیسي يي برتانوي هند انځوروله. له هغه ځایه چې پاکستان د انګریز په لاس جوړ شوی هېواد دی، په سیمه او په تېره بیا د افغانستان په اړه د انګریز د ځایناستي او زړو پالیسیو پېښې کوي.

دې سره په تړاو اسلام اباد هڅه کوي، کابل کې داسې یو حکومت چارې پرمخ یوسي چې د اسلام اباد تر جغ لاندې وي.

په لاهور کې يي د پخوانیو مجاهدینو غونډه هم په دې موخه وربللې چې د پردې ترشا د مجاهدینو او طالبانو ترمنځ یو ډول جوړجاړی رامنځته کړي او د ولسمشر غني د منتخب حکومت په وړاندې يي وکاروي. په همدې لامل عمران خان د پاکستان لومړی وزیر په سپینسترګۍ او بېشرمۍ سره افغانستان کې د منتخب حکومت پرځای د موقت حکومت خبرې کوي.

پخواني سناتور افراسیاب خټک په لاهور کې  روانې غونډې ته په اشاره سره وايی«لومړی وزیرعمران خان په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو په اړه له خپلې طرحې تېر شوی نه دی»

افراسیاب همدارنګه زیاتوي د خبرو او د ستونزو د حل ځای باید کابل وی، نه لاهور او یا بل ځای!

البته تېر مهال په ۸۰ یمه او ۹۰ یمه لسیزه کې هم د همدې مجاهدینو ترمنځ اسلام اباد ورته غونډې جوړې کړې وې چې پایله يي کورنۍ جنګونه او د افغانستان ویجاړی وه. له دې غونډې هم د شرارت او منافقت پرته، بله کومه بریا نه تر سترګو کیږي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو خبره چې اسلام اباد يي د طالبانو په خوله کې ورڅڅوي او طالب جان يي طوطي وار تکراروي هم د افغانستان د بهرنۍ پالیسي په اړه د اسلام اباد لاسوهنه او تیری ګڼل کیږي. په داسې حال کې چې پاکستان، امریکا او نورو لوېدیځو هېوادو سره تړونونه لري، خو غواړي د طالبانو په مټ افغانستان له نړیوالو پراخو اړیکو راوګرځوي، لومړی يی ګوښه کړي او بیا يي وځپي!

د افغانستان په بازار او سوداګرۍ یو طرفه کنترول او د منځنۍ اسیا انرژۍ ته ازادانه لاسرسي د اسلام اباد له زړو هېلو ګڼل کیږي. د افغانستان اوبو، معدنونو او نورو شتمنیو ته سراښتوب هم اسلام اباد میلیتاریستي لارو ته هڅوي.

همدارنګه د پولې پتوګه د ډېورنډ کرښې منل خو د اسلام باد په زړه تور داغ دی چې د ۷۰ کلونو راهیسې يي سربداله کړی او دغه ارمان به د خپل جعلي هېواد د پای سره یوځای ګور ته یوسي.

افغانستان ټولو ګاونډیانو او پنجاب سره هم د ښه ګاونديتوب اصولو ته ژمن دي. ښه ګاونډيتوب د یو بل حاکمیت ته په درناوۍ، نه لاسوهنې او نه تیري سره پالل کیږي.

تر هغو چې اسلام اباد د افغانستان په اړه خپله زړه او زنګ وهلې استعماري پالیسي بدله نه کړی، افغان حاکمیت ته درناوي ونه کړي، له لاسوهنو او تیریو لاس وانخلي، هیڅ غونډه به د دواړو هېوادو اړیکې ښې نه کړي.

په داسې حال کې چې د روانې عیسوي میاشتې په پای کې افغان ولسمشر اشرف غنی اسلام باد ته په رسمي سفر روان دی، افغانان له اسلام اباده غواړي چې افغانستان سره په اړیکو له سره کتنه وکړي، د ستراتېژیک کنډو خوبونه پریږدي، د طالبانو او نورو ترهګرو له ملاتړه لاس واخلی، افغان حاکمیت ته درناوي وکړي او د متاقبلو ګټو پر بنسټ اړیکې ورغوي او وپالي.

د ۲۰۱۹ کال د جون ۲۳ مه

سرلوڅ مرادزی