I

کابل ـ افغانستان

I

د وطن ګوند د سراسری شورا د رییس استعفا

او د ګوند دنوی رییس د وړاندیز په اړه د ګوند د رییس یادداشت

دسراسری شورا اومی غونډی ته

نیټه ۳۱/۳/۱۳۹۸

I

ډیرو درنو او محترمو ملګرو !

I

نن یو وار بیا ستاسی حضور ته د ګوند دمشر تابه څخه خپلی استعفا وړاندی کوم . لکه چی می مخکی هم ویلی دی زما دا استعفا دګوند څخه یا په ګوند کی دفعال او مسولانه کار څخه د استعفا په معنی نه ده .

د وطن ګونددبیا رغیدنی نه وروسته یعنی د ۱۳۹۱ کال دمیزان له میاشتی را په د یخوا ستاسی د لورینی او اعتماد پر بنسټ د ګوند د مشرتابه مسولیت را په غاړه دی . په دی اوږدی مودی کی ما خپل وخت او خپله تجربه په ډیر صداقت سره ګوند ته وقف کړ. او خوشحاله یم چی په ډیرو مواردو کی ستاسی مرستی او حمایت د ستونزو او ناخوالو سره په مبارزه کی زما ملا راوتړله . زه ستاسی ټولو ملګرو نه او په خاصه ټوکه د اجرائیه هیآت له غړو څخه د پراخی مرستی او ملاتړ په خاطر منندوی یم . له څه مودی را پدیخوا چی ما په مسلسله ټوګه د استعفا مسله  مطرح کوله تر هر څه دمخه ما هغه تشکیلاتی زاړه اعتقادات په نښه کړی وو چی ګواکی دګوند دمشرتابه  د بدلون تر شا حتمآ باید په ګوند کی اختلافات او پر مشرتابه ژوره بی باوری پرته وی . بی ځایه او غلطه انګیرنه داسی وه چی د ګوند مشر باید خپل اعتبار له لاسه ورکړی تر څو دتعویض مسله یی مطرح شی .   زه په دی عقیده یم چی دګوند په مشر تابه کی دملګرتیا او اعتماد د فضا په چوکاټ کی بدلون دیوه نوی تحرک لامل ګرزیدی شی، چی موږ ورته په اوسنی  وخت کی خورا ضرورت لرو .

په ډیر ویاړ سره ویلی شم چی زموږ ګوند ( دوطن ګوند ) یو نوښتګر ګوند وو او دی . راځی چی دا نوښت هم موږ دخپل ګوند په نامه ثبت کړو چی د ګوند په مشرتابه کی بدلون ، د مخکینی مشرتابه  دټول اعتبار او احترام په حفظ دملګرتیا ، ګوندی وحدت او اعتماد د روښانی بیلګی  په حیث د مثال نمونه وګرځوو .

مخکی له دی چی زه خپل مشخص وړاندیز مطرح کړم غواړم په یوه ټکی تاکید و کړم چی زموږ ګوند واحد او د اتنیکی او جغرافیی پر بنیاد په قطعی ډول سره نه بیلیدونکی ګوند دی، زموږ د ګوند ملګری او سازمانونه د هیواد او نړی په هر ګوډ کی چی دی دګوند سره په رابطه کی مساوی اعتبار ، مساوی مکلفیتونه  او برابر حقونه او صلاحیتونه لری .

زه په دی باور یم چی زموږ فرصت طلبه بد خواهان به د راتلونکی بدلونونو څخه د خپلو کرغیړنو مخوڅخه په ګټه اخیستنی  او دګوند پر ضد به پراخو تبلیغاتو ته ملا وتړی . زه دوی ټولو ته لا دمخه اعلان کوم چی دپخوا نه لازیات به خپل فعال شتون په اجرائیه هیآت کی ساتم او دګوند مشرتابه سره دفرصت طلبه عناصرود عزائمو خلاف او په ګوندی چارو کی د هرډول تشی  دډکولو په خاطر د هراړخیزی مرستی ژمنه تازه کووم.

ما په مستقیم او غیر مستقیم ډول دګوند داجرائیه هیات  دغړو او دسراسری شورا د یوی برخی غړو سره په مشوره ددی  موقف د  تر لاسه کولو په خاطر د څو ملګرو  نوملړ ترتیب او وړاندی کړ ، له ټولو ملګرو سره چی مشوری تر سره شوی او په تیره بیا د هغو ملګرو سره چی نومونه یی په نوملړ کی شامل وو  په ګډه دی نتیجی ته  ورسیدو چی ددی مقام د احراز لپاره د دی درنی او صلاحیت لرونکی غونډی ته دداسی یوه ملګری نوم پیشنهاد کړای شی چی زموږ په ګوند کی داوږدی مودی او په بیلابیلو شرایطو کی داوږدی ډاډ منی تجربی لرونکی وی .

تاسی ملګری عبدالبشیر پیوستون ښه پیژنی . دده په دپلماتیکی ساحه کی تجربه او دوطن ګوند دتشکیلاتی پاشلتیا نه را په دیخوا په هیواد او دهیواد څخه بهر ، دګوند دبیا راټولیدنی هوډمنه مبارزه ، ددوی نوښتګری هڅی اود هر څه نه زیات دګوندی ملګرو سره په سلا مشوری کی عمل کول ، د ملګرو ددی پیشنهاد بنسټ جوړوی او پر دی بنیاد دادی  د وطن ګوند سراسری شورا دریاست او دګوند مشرتابه  د مقام دسمبالتیا لپاره د ملګری پیوستون نوم ستاسی درانه حضور ته وړاندی کووم او له تاسی څخه ددی وړاندیز د ملاتړ غوښتنه کوم .

په درناوی

میر افغان باوری

دوطن ګوند د سراسری شورا رییس