د ۱۳۹۸ کال د تلي د میاشتی ۳ نبټه

د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر دماشتی ۲۵ نیټه

 

 

 

 

دوطن ګوند د سراسری شورا د اجرائیه هیئت اعلامیه

I

دداکتر نجیب الله د شهادت د درویشتم تلین په مناسبت

درویشت کاله د هیواد دپخوانی جمهور رئیس او دوطن ګوند د رئیس داکتر نجیب الله له شهادته تیریږی . موږ په داسی حال کی چی د دی  سترشخصیت  فکر او انګیرنوته دخپل ګوند دلارپرانیستونکی او لارښود په سترګو ګورو او قدر یی کوو ، ددی غمیزی   په مناسبت دهغه کورنی ، دوستانو، ملګرو ، دوطن ګوند غړو او دافغانستان ولس ته تسلیت وایو او دلوی خدای له درباره دسولی او ملی پخلاینی دی ستر منادی ته دقرب الهی او جنتونو استدعا لرو .

یو له هغه ویاړونو نه چی تاریخ دده په نامه خپلی حافظی ته سپارلی دی دسولی ، ملی مصالحی اوبین الافغانی پوهاوی زغرد،  پریکنده او روښانه سیاست دی .

ددی سیاست او فکر عملی او تاریخی ارزښت له دی څخه معلومیږی چه د « شمال دناتار » دمجریانو نه نیولی  بیا د « جبل السراج »دمزدورو ګوډاګیانو او هان د قدرت پر ګديۍ ناستو ډلو ټپلوتر منځ ددی طرحو او تفکر د مالکیت پر سر مسابقه  روانه ده او هر یو یي خپل ابتکار ګڼي .

دورستیو کلونو حوادث په ګوته کړه چی شهید داکتر نجیب الله  او دهغه انګیرنو ته د خلکو داحترام او ویاړنی سره جوښت  په بی ساری توګه یو لړناځوانمردانه او ناولې هڅی په لاره اچول شوي  دي تر څو ددی ستر شهید دنامه نه دانحراف او ناوړه ګټی اخیستنی دپوښښ په  توګه کار واخلي .

دا دی  اوس دوطن ګوند دنامه او تاریخی حیثیت په ښکاره او مستند مخالفین ، د « چارآسیا » ددرګاه دمتولیانو سره اوږه په اوږه له یوی خوا دوطن ګوند دتضعیف او د اذهانو دمغشوشولوپه خاطر او له بلی خوا د مکار سیاست بازار ته دخرڅلاو په نیت دوطن ګوند سره په دښمنی کی دګوند څخه د ټوټو د غوڅولو او دموازی جوړښتونو هڅې د بل هر وخت په پرتله ګړندې شوې دې .

مونږ دخپل شهید لارښود روح  سره یو وار بیا  ژمنه کوو چه هم هغه شان چه مو د ۱۳۹۱ کال دتلی په ينځمه نیټه دکابل په ښار کی دوطن ګوند عمومی مجمع جوړه او خپل ویاړلی ګوند مو یو ځل بیا د هغه د آرمانونو او تعلیماتو پر بنسټ دسیاسی معادلاتو  دډګر جوګه کړ ،  دهر ډول انحراف او ناوړه ګټې اخستونکو په مقابله کی ددی ستر شهید د آرمانونو ، انګیرنو او ګوند نه ساتنه کوو .

موږ دوطن ګوند ټولو غړو ، اودهغه ملګرو په ګډون چه ناوړه ګټه اخیستونکو معامله ګرانو د هغوې د ګوندی صداقت نه ناوړه ګټه پورته کړی غږ کوو چه زموږ د شهید لارښود داکتر نجیب الله د ارمانونو نوښتګره او خلاقه سرته رسول او دانحرافاتو سره دمبارزی مطمئنه لار  د وطن ګوند پر محور راټولیدل دی .

په ګوند کی د وحدت  تر نامه لاندی د نویو ټوټو را منځته کول په ډیر ښه حالت کښی دګوندیانو د اذهانو مغشوشیدل او دګوند په کمزورتیا بدلیږي .

ګرانو ملګرو ، دوطن ګوند غړو!

راځئ چی په ګډه او اوچت غږ ووایو  چی زمونږ لپاره شهید نجیب الله دلاری ملګری ، سیاسی لارښود  او دتفکر او انګیرنی دقطب نما حیثیت لری . زموږ حساب  دسیاسی بت پرستانو څخه  او دهغو سیاسی بتانو څخه چی تاریخ مات کړیي او لایی  ماتوی

 په پوره ټوګه جلا ده  .

زما ملګریه ، زمونږ ملګریه ، زمونږ نجیبه !

آرام  ویده شه ، ستا ګوند  او ستا لاره ژوندۍ ده  . ستا د آرمانو په لاره  کی نه کاڼې  او تیږې  خنډ کیدای شي او نه ددی لاری لارویان د لوړو ژورواو ګړنګونو نه ډاریږې  .

په درنښت

عبدالبشیر پیوستون د وطن ګوند  د سراسری شورا رئیس