پاکستان، د طالبانو یو طرفه مینه او د سولې نوې لوبه

 

 

یکشنبه، د میزان ۱۴مه: انډیپینډنټ ورځپاڼې کره کړه چې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي له رسمي ناستو شاته له عمران خان، شاه محمود قریشي او د آی ایس آی له مشر فیض حمید سره د بندو دروازو ناستې کړې دي، خو زلمي خلیلزاد ته د امریکا د حکومت له لوري اجازه نه ده ورکړل شوې چې له طالب پلاوي سره وویني.

 ورځپاڼه وايي، په پاکستان کې تازه له ډیر تود هرکلي برخمن شوی ملا برادر هغه څوک دی چې تر یو کال وړاندې پورې د پاکستان بندي و او په ډېر حقارت په زندان کې ساتل کېده.

همدا راز هغه تصويرونه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپاره کړي دي، داسې ترې ښکاري چې ملا برادر په پاکستان کې ۸ کلن زندان او کړاوونه یې هېر کړي دي او اوس بیا د یو طرفه مینې په اساس د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او استخباراتي ادارې آی ایس آی مشر ته په ډېره لیوالتیا ورغاړې وځي.

پاکستان ته د طالبانو د سفر تر ټولو سخته له غبرګونونو سره مخ شوې صحنه دا وه چې قاري امیرخان متقي پاکستاني چارواکو ته په ډېر عجز د طالب پلاوي ډالۍ تسلیموي، په داسې حال کې چې شاه محمود قریشي د دغو ډالیو په اخیستلو کې له بې پروايي کار اخلي.

 په دې سفر کې د طالبانو په پلاوي کې ۱۲ کسان وو او داسې ښکارېده چې شېرمحمد عباس ستانکزی په کې نشته او په کابل کې مېشت پخواني طالب چارواکي ملا عبدالسلام ضعیف هم ویلي و چې طالبانو ته احتیاط پکار وو ځکه پر پاکستان هیڅ باور نه شي کېدای.

د افغان حکومت یوه استخباراتي سرچینه تاند ته وايي، هغه طالب پلاوی چې پاکستان ته تللی و په کې درې ډوله طالبان موجود وو، د پاکستان طالبان، د امریکا له زندانه را ایستل شوي طالبان او هغه طالبان چې کورنۍ یې په پاکستان کې د استخباراتو لخوا تر فشار او یرغمل لاندې دي.

دغې استخباراتي افغان سرچینې تاند ته د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د پلاوي نومونه بېل په بېله اخیستي دي او ویلي یې دي چې زلمي خلیلزاد له دوی سره د پاکستاني چارواکو له اصرار سره سره لیدنه نه ده کړې: (( پاکستاته په تللي طالب پلاوي کې ملا فضل اخوند، محمد نبي عمري، عبدالحق وثیق، خیر الله خیرخوا هغه طالبان وو چې امریکایانو له ګوانتانامو خوشې کړل او ورته یې وویل که سوله نتیجه ورنکړي تاسې بیا زندان ته ځئ.))

سرچینه چې خپل نوم د ملحوظاتو له مخې نه وايي، خو د خپل ماموریت کوډ شاهین ۲۲ ښيي، همدا راز وايي، امیرخان متقي، شیرمحمد عباس ستانکزی او سهیل شاهین د پاکستان د استخباراتو تر مستقیم اثر لاندې بولي او زیاتوي چې نه پوهېږي ملا غني برادر له دې درې کسیزې پاکستانۍ طالبې ډلې څخه یو کس امیرخان متقي ولې پاکستان ته بیولی او نور یې نه دي په سفر کې ملګري کړي: (( سهیل شاهین او ستانکزی د جګړې په تشدید ټینګار لري او هغه طالبان دي چې د پاکستاني استخباراتو  په وینا یې د طالبانو له منځه د مذاکراتو د سبوتاژ سناریو مخته یوړه، موږ ته رسېدلي معلومات ښيي چې ملا برادر دوی څنډې ته کړی و او ملا برادر د کویټې شورا په مرسته د یرغمالو طالب کورنیو استازیتوب پر غاړه اخیستی او پاکستان ته تللی دی))

په پلاوي کې د نورو کسانو مطیع الحق خلیل، عبدالسلام حنفي، شهاب الدین دلاور، سید رسول حلیم او نبراس الحق عزیز نومونه راغلي دي چې د سرچینې شاهین ۲۲ په وینا دا د هغو طالبانو په ډله کې راځي چې د قطر په دفتر کې کوم خاص رول نه لري او کورنۍ یې په پاکستان کې مېشت دي مګر د پاکستاني استخباراتو ورکړې تګلاره د مجبوریت له مخې تاییدوي یا یې نقش تر ډېره سمبولیک دی.

سرچینه د تاند خبریال له یو بل کس سره هم مخامخ کوي، چې ګډه وډه ږیره لري او په رسنیو ډېر کم راڅرګندېږي، دا کس ځان د افغانستان د ملي امنیت ریاست د جنرالۍ په بست کې اوپراتیفي چارواکی بولي او وايي، دوی ته د رسېدلیو معلوماتو په اساس پاکستان تر ډېره هڅه وکړه چې د ټاکنو پایلې د بحران خواته بوځي او د افغانانو او امریکایانو پام یو ځل بیا په یو حساس وخت کې د یو منتخب حکومت پر ځای انتقالي نظام ته وګرځوي: (( پاکستان په سمبولیک ډول طالبان په اسلام اباد کې کېنول، خلیلزاد ته یې وښودله چې موږ پر دوی اوربند هم منو خو مذاکرات بیا پیل کړئ، اما خلیلزاد ورته ویلي چې دی د مذاکراتو لپاره نه دی را استول شوی، بلکې ماموریت یې دا دی چې پاکستان د ټرمپ ادارې ته ورکړې ژمنې تعقیب کړم.))

د حکومت دغه امنیتي سرچینه هم ټینګار کوي چې پاکستان فکر کړی که یو منتخب حکومت رامنځته شي، پاکستان به بیا طالبان په هغه قیمت خرڅ نه کړای شي، چې پخوا یې پرې معامله کولی شوای.

تاند