// دغه کرښې مې له لندن مېشتو افغانانو سره

د هېوادمشر اشرف غني ته د هرکلي په پلمه کښلې وې، خو د وخت تنگسيا يوازې د افغان سياسي استازي ( سفير) استازي زموږ د ټولو ورغلولپاره بسنده وبلل شوه.//

د افغان درانه ولسمشر او نورو ښاغلو او اغلو!

که ښاغلي او اغلې ماته له افغاني دودسره سم د يوه سپين ږيرې په توگه د استازۍ اجا زه راکوي، تر هر څه له مخه به د افغان ولس د يوه داسې ټولمنلي مشر د غوراوي مرغه ښه(مبارکي)ووايم او غلته يې د را تگ او ليدوکتو هرکلی او مننه وکړم!

په ټول ايمان و باور، دا غوراوی د ډېري ولس له ځانخبرۍ او نيم ځانخبرۍ راڅڅېږي چې ښاغلی او منلی اشرف غني د يوه کمساري او نټه (انکار) نه منونکي پو هيال او سياستوال په توگه کولای شي، له ورتپلي جنگ، جنايت او جهله يې تر بل هر افغانه ښه ترا د ژغور و ازادۍ لارې چارې وروسنجوي.

افغان ولس له تاريخي پلوه هغه رنځور بوډا ته ورته دی چې له پېړيو پېړيو راهيسې پکې پر لپسې بيلابېلو رنځونوځاله کړې او کرو نيکه بڼه يې را خپله کړې ده، او په دې توگه د يوڅانگيز نه، بلکې د اشرف غني غوندې څو څانگيز در ملگر ته اړتيا لري.

ډېر به پرشا نه ځو، د همدغې يوويشتمې پېړۍ په درشل او بيا په تېر ديارلس کلن تش په نامه دولتي پېر کې افغانستان نه يوازې د حکو متولۍ لږه کۍ ځانگړتياوې راخپلې نه کړای شوې ، بلکې ترسو ماليا راروسته د نړۍ له روسته پاتې او د اداري فساد له پلوه يو بېسارې هېواد وبلل شو.

که خبره يوازې پر سياسي پوهه وای، ښاغلی حامد کرزی ترې هم بې برخې نه وو، خو په پای کې يې خپله ناکامي ومنله چې يې دهغو ملياردونو اقتصادي مرستو د تس نس(حيف ميل) کېدااو اداري فساد له مخنيوي سره د ((و خوره- مه مره)) هومره د وږو تږو غم وخوري او پر نړيوال کچ له لوړترينې جنگي ماشينرۍ او زرگونو زرگونو ازمايلو جنگياليو او نورو پوځي- رغاونيزو مرستو سره، يو پرتليز(نسبي)امنيت رامنځته کا ندې!

اشرف غني ته په دېرش مېليوني ټولنه کې دادومره هيلې او اسرې ځکه راټوکېدلې چې د ده زده کړې او ازمايښتونه (تجربې) تر هرڅه له مخه پر سياسي اقتصاد او ټولنپوهنه راټولېږي او له دې سره د ټو لنې او حکومتولۍ پر ټولنوټيزه (اجتما عي- سيا سي) بېخبنا مقوله. په دې مانا چې ده د بېروت امريکايي پوهنتون له ماستري زده کړو، او د کابل پوهنتون له اسيستانتۍ راهيسې په دغه برخه کې پانگوالي او نا پانگوالي اقتصادي سېستمونه هممهاله تر څېړنې، شننې او پرتلنې لاندې نيولی دی. همدا خبره ده چې په اداري او کادري کړنلارکې د ور تپلو(تنظيمي) برخوالو پر وړاندې د((جهاديت)) پرځای پر ورته څانگيزه وړتيا (مسلکي اهليت) ډېر ټينگار کوي!

په دې توگه اشرف غني له دومره نړيوال نوم و نښان سره تر بل هر افغانه ، پر دې ښه ترا پوهېږي او د دې جوگه دی چې د اقتصادي بېخبنا له سمبالتيا سره چې مخبنا په ځان پسې راکاږي، څنگه د ولږې او ورسره ورسره امنيتي ربړې او ستو نزې هوارې کړي، او هممهاله رښتينی ((افغاني- ملي يووالی)) ښه ترا پوخ او پيا وړې کاندې!

مينه او مننه

اکسفورډ ۳ دېسېمبر۱۴