ښاغلی نجیب سرغندوی

 

پښتوکیسه لیکنه او تاریخی پس منظر

لومړی برخه


ژوند پخپله یوه اوږده، له ماجراگانو او بیلابیلو پیښو ډکه کیسه ده. دا هم سم دی که وویل شی چی هر وگړئ ځانته کیسه لری. ځینی کسان دژوند په یوټاکلی پړاو کی قلم راواخلی او دخپل ژوند کیسه ولیکی او هغه پیښی او حالات ئی چی په خپل شخصی اوټولنیز ژوند کی تجربه کړی وی، لیکی. داکیسی، کله د تاریخ پاڼوته لاره مومي او تاریخی ارزښت پیداکوی. ددی مثالونه او بیلګی دنړۍ په کچه خوراډیر اوپریمانه دی. خو خبره په کیسه او کیسه لیکنو پوری ده چی نن سبا د هری ژبی او ادب مهمه او ستره، په زړه پوری او دپام وړ برخه جوړوی.
زموږ په افغانی ټولنه کی هم کیسه لیکنه یا داستان لیکنه دهیواد په بیلابیلو ژبو او په تیره بیا په دوو رسمی ژبو پاړسی او پښتو کی خپل وړ ځای او مقام ترلاسه کړئ دئ.
د دی لیکنی د اوږدیدو د مخنیوي په پار یواځی په پښتو ژبه د داستان او کیسه لیکنی پس متظر ته یوه لڼډه کتنه کوو ترڅو ووینو چی د پښتو ادب اوژبی د دغه مهم باب څرنگوالئ او څومره والئ په کوم حال کی دئ.
هسی خو کیسه او نکل زموږ په پښتني دود او د ژوندانه په ارت ډگر کی له لرغونی زمانی خپل وړ ځای او مقام درلودلئ دئ. زموږ په وگړنی ادب کی داسی بیلگی شته چی د تیری زمانی کړه وړه، دودونه او رواجونه انگیرنی او روایتونه موږ ته د کیسو، نکلونو، نارو، لڼډیو اوپه نورو ډولونو کی راپاته دی چی داپخپله د اوسنی داستان او کیسه لیکنی دالهام او هڅونی اصلی زیرمی جوړوی.
دغه لرغونی کیسی چی اکثره ئې شفائی وی او ډیرئ ئی د ښځینه او نارینه مشرانو له خولی ماشومانو او تنکیو ځوانانو او پیغلو ته ویل شوی، سینه په سینه له یوه نسله و بل ته لیږدیدلی او تر موږه پوری رارسیدلی دی چی داسلسله په توپیر سره تراوسه هم دوام لري او تردی وروسته به هم دوام مومی او یقینا چی زموږ د ټولنی فولکلوری پانگه جوړوی او د یو قیمتی ارزښت په بڼه ورته کتل اوساتل کیږی.
کیسه لیکنه او بیا په پښتو کی کیسه لیکنه له سلو کلو نه اوړي. په دغه کابو سل کلنه موده کی دپښتو ادب د غوړیدنی او ودی بهیر دروښانتیا، ویښتیا او اوښتون دورانونه چی په مجموعی توگه د مشروطه غوښتونکی غورځنگ له پیل سره سمون خوری، پیلیږی او د دموکراسۍ له لومړنۍ تجربی تیریږی او بیا د دوهمی دموکراسۍ ترپایه او دهغی نه راوروسته کلونه هم احتواکوي. دغه یادی شوې دری دوری کیدای شی چی د کیسه لیکنی د راټوکیدو او غوړیدا دوری هم یادی شی او داځکه چی په همدغو دورو کی او په تیره بیا دوه وروستیو دورو کی پښتنی ادب، شعراو داستان هم، خپل پرمختیائي بهیرتعقیبوی. په دی بهیرکی پښتو لڼډی کیسی، د شعراوشاعرۍ په څنگ کی، راټوکیږي اوپه دی ډگرکی خورا بااستعداده او تکړه نومیالی سرپورته کوي. ددغو نومیالیولیکوالو دلڼډو کیسو ډیرشمیره آثار ډیرژرپه ټولنه کی لاره باسی او د خلکو په ذهن او دماغ کی ځای نیسي.
لکه چی پورته وویل شو، د نن ورځی کیسه او داستان په حقیقت کی دهماغوپورته یادو شوو فولکلوری کیسوپرمختللی بڼه جوړوي. خو پاتی دی نه وي چی دغه کیسه لیکنه ترنن پوری د لڼډو کیسو په اډاڼه کی محدوده پاتی شوی او نن سبا که په افغانستان کی د پښتوکیسه لیکنی تاریخ ته وروگرځو، نوویلئ شوچی پښتو کیسه لیکونکویواځی د لڼډو کیسو لیکلو ته پاملرنه درلودلی ده او که په دی دوران کی له کوم منځنی داستان او یا تاریخی داستان یا رمان سره مخامخ کیږو نو د گوتو شمیره هم نشی پوره کولئ( یواځی په افغانستان کی).
هغومره چی لڼډی کیسه لیکنی په پښتو کی پرمختگ کړئ او په دی ډگر کر کی د پام وړ نومیالو سرپورته کړئ دئ، له بده مرغه رمان لیکنی ته لږه پاملرنه شوې او یاهیڅ پاملرنه نه ده شوی. په خواشینۍ سره چی په دې ډگر کی لاسته راوړنه په نشت کی شمیرل کیږی ځکه موږ په اوس وخت کی داسی داستانی آثرونه په دې ډگر کې نلرو چی د مینه والو تنده پرې ماته شي.
که د مرحوم ابراهیم عطائی د تاریخی رمان نه چی د میوند جگړی پیښی ئی د یو تاریخی رمان په اډانه کې مینه والو ته ډالۍ کړئ او یا د مرحوم نورمحمد تره کی د منځنیو داستانونو لکه څړه، دبنگ مسافری او یا څو نورو ورته آثارو ورتیر شو، په پښتو ژبه کی نوری داسې بیلگی نشو لیدلای چی موږ پری دلته وغږیږو. دغه نیمگړتیا تر یوی کوچنۍ کچی په پاړسی ژبه کی تر سره شوې او موږ له داسی تازه، په زړه پوری او د پاملرنې وړآثارو سره مخامخ کیږو چی نن سبا د پاړسی دري ژبی تاج او د افغاني ټولنې ویاړونه او ارزښتناکه پانگه جوړوي. خو دغه تشه په پښتو ژبه کی ډیره محسوسه ده. باید وویل شی چی ددغی تشی د ډکولو لپاره زموږ دپښتولیکوالونه ستړي کیدونکو هلوځلو ته اړتیالري، داهیله یواځی په هیلو او امیندونو نه پوره کیږی او په دی برخه کی د پښتو لیکوالو دنده بلله کیږی چی خپل استعدادونه، امکانات او هڅی د رمانونو په هستولو کی وکاروي او دغه تشه ډکه کړي.
زموږ لیکوال کولای شي د نړۍ د سترو لیکوالانو آثار ولولي او که ئې لوستلي وي نو کیدای شی چی دغه بهیر په پښتو ژبه کی دهمدغو سترو او جاودانی آثارو نه په الهام اخستنی سره راپیل کړي او دغه تجربه وآزمائي.

(نوربیا)