په داسې حال کې چې طالبانو د افغانستان رسنیو او مدني ټولنو ته گواښ کړی او ویلي یې دي چې بریدونه به پرې وکړي، مدني ټولنې او رسنۍ وایي چې د طالبانو د گواښونو دلیل د دغو بنسټونو څرگند رول دی چې د عامه خبرتیا په برخه کې یې لري. د دوی په وینا که طالبان داسې بریدونه وکړي د هغوی په وړادنې به د خلکو کرکه زیاته شي.

طالبانو د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره رسنیو او مدني ټولنو ته خبرداری ورکړی چې په دغو بنسټونو باندې به د "اسلامي او شرعي ارزښتونو ضد" فعالیتونو او د بې حجابۍ، فساد او فحشا د ترویجولو په خاطر بریدونه وکړي.

خو د خبریالانو څخه د دفاع د بنسټ رئیس صدیق الله توحیدي وایي طالبانو دمخه هم په عامه ټولنو کې پر خبریالانو باندې بریدونه کړي چې د روژنالیستانو د مړینې او ټپي کیدو سبب شوي دي.

ښاغلی توحیدی وایي چې د طالبانو دغه عمل د هغوی په وړاندې د ولس کرکه زیاتوي " د بیان د آزادۍ او د مدني ارزښتونو د اصل نه منل ددې ډلې له مشخصاتو څخه دي او هغوی دغه عمل ته دوام ورکړي ستره اشتباه به وکړي او د خلکو او د هغوی ترمنځ واټن به زیات شي"

ښاغلي توحیدي وویل د افغاسنتان اساسي قانون د اسلامي احکامو او شرعې له مخې جوړ شوی دی په داسې حال کې چې طالبان په داسې هیواد کې پټ ځایونه لري چې پخپله په فحشا کې ښکیل دی " هیرا مندوي په لاهور او د پاکستان په نورو ښارونو کې ځانگړی ځای دی چې څرگنده عشرت کوونکي او مشهور مراجعین لري. په داسې حال کې چې په افغانستان کې داسې څه نشته."

له بلې خوا مدني بنسټونه او رسنۍ دې نهادونو ته د ځانمرگو او ترهگرو د پل د رسیدو له امله اندیښنه څرگندوي، خو وایي چې د طالبانو دا کړه به د رسنیو او مدني ټولنو د فعالیت مخه ونه نیسي.

د تصویرونو د ټولنیزې او فرهنگي موسسې مشره معصومه محمدي د آشنا رادیو ته وویل چې د طالبانو د دې خبرداري دلیل په عامه پوهاوي کې د رسنیو او ټولنیزو بنسټونو مؤثریت دی.

هغې وویل " په دې برخه کې باید دولت، امنیتي ځواکونه او پخپله رسنۍ جدي امنیتي تدابیر ونیسي. خو دا په دې معنی نه دي چې دا خبرداری دومره جدي وگڼو چې زمونږ د کار مخه ونیسي."

په تیرو میاشتو کې د طالبانو د بریدونو په زیاتیدو سره د امنیتي وضعیت په هکله اندیښنې زیاتې شوی دي او خلک امنیتي بنسټونه په بې کفایتۍ ملامتوي.

امنیتي اندیښنې

خو د کورنیو چارو د وزارت امنیتي مقامات وایي چې نه یواځې د رسنیو او مدني ټولنو د امنیت تامین بلکې د افغانستان د ټولو وگړو د امنیت تامین د امنیتي ځواکونو مسولیت دی اود  طالبانو دغه گواښ امنیتي ځواکونه د خلکو د امنیت د نیولو لپاره نور هم بیداره کوي او د خلکو اړیکې د امنیتي ځواکونو سره نژدې کوي.

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نجیب الله دانش وایي " دا ډول موضوعگانې له پروپاگند پرته بل څه نه دي. اوس د افغانستان خلکو دغه ترهگر او د افغانستان د خلکو دښمنان نفرین کړي دي او اوس هغوی ورخطا شوي او هر لور ته لاس اچوي. او امنیتي ځواکونه د افغانستان د خلکو د امنیت لپاره خپله ټوله هڅه کوي."

طالبانو په دغه اعلامیه کې د استقلال په لیسه کې د فرانسې په فرهنگي مرکز باندې د پروني برید پړه په غاړه اخیستې ده چې د افغاسنتان د جمهوري ریاست، په کابل کې د امریکا د سفارت، او د ملگرو ملتونو د ماموریت له لورې غندل شوی دی.

دامریکا غږ