ښاغلی نجیب سرغندوی 

د پښتوادب تاریخی پس منظر ته یوه کتنه
دریمه برخه

دلڼډې کیسه لیکنې تاریخي پس منظر


په لومړي بحث کې د پښتو کیسه لیکنې څرنگوالي ته په عام ډول کتنه وشوه او ومو ویل چې په پښتو کې د رمان یا د اوږدو داستانونو د لیکنې ځای لا تراوسه پورې تش پاتې شوی، خو ددغې تشې په پرتله د لڼډو کیسو لیکنې دود له یوې پیړۍ نه وړاندې نه دئ، او پیل ئې هم ډیرمحدود او دگوتو شمار په حدودو کې پاتې شوئ، چې بیا په راوروسته کلونو کې ئې د پام وړ پرمختیا درلودلې ده او په دغه ډگرکې خورا د پام وړ آثار وړاندې شوي دي.
لکه چې ومو ویل پښتو لڼډه کیسه لیکنه ډیراوږد تاریخ نه لري، هم په افغانستان کې او هم په لره پښتونخواکې. سمه به وي كه ووایو چې پښتو لڼډه کیسه لیکنه په دواړو پښتني ادب کې په یو وخت کې راڅرګنده شوه. په دې برخه کې به وروسته به وغږیږو، خو لومړئ باید روښانه کړو چې لڼډه کیسه څه شئ ده او كومې ځانگړتیاوې لري.
په اوس وخت کې لڼډه کیسه د هرې ژبی په ادب کې لوی او څرگندځای لري. لڼډه کیسه د داستاني ادب هغه بڼه ده چې تر رومان او اوږد داستان ئې حجم لږ دئ او لیکوال دهغې په ترڅ کې د ژوند یا د یوې پیښې یوه برخه انځوروي، حال داچې په اوږد داستان او یا رومان کې لیکوال د یوه او یا څو شخصیتونو د ژوند بیلابیل اړخونه په پام کې نیسي او په دې کار کې د تورو اوکلماتو په کارولو کې لوی لاس لري.
لڼډه کیسه هغې کړکۍ ته ورته والئ لري چې دیوې لڼډې مودې لپاره د یوه شخصیت اویا څو شخصیتونو د ژوند په لور پرانیستله کیږي او لوستونکي ته همدومره امکان په لاس ورکوي چې له همدې کړکیه هغه څه چې د پیښېدو په حال کې دي، هغه وویني. په لڼډه کیسه کې شخصیت یواځې ځان څرگندوي خودغه شخصیت ته ډیره لږه وده ورکوله کیږي اولږ بدلون مومي.
که په نړیواله سطحه کې د لڼډو کیسو د تاریخ جاج واخستل شي، نو ویلئ شوچې لڼډه کیسه لیکنه د نولسمې پیړۍ په لومړیو کلونو کې په لویدیځه نړۍ کې راپیل شوله او ډیرژرئې دنړۍ په گوټ گوټ کې پلویان پیداکړل.
امریکائی لیکوال ادگار الن پوEdgar Allan Poe (۱۸۴۹-۱۸۰۹) او روسي لیکوال نیکولای واسیلوویچ گوگول Nicolai Wasilovich Gogol (۱۸۵۲-۱۸۰۹) د لڼډې کیسه لیکنې لومړني نوښتگران بلل شوي دي. الن پو د "سور مرگ" ترنامه لاندې خپله لومړنۍ لڼډه کیسه ولیکله او دغې لړۍ ته ئی دوام ورکړ، په داسې حال کې چې گوگول د "بالا پوش" په نامه خپله لومړنۍ لڼډه کیسه ولیکله چې وروسته بیا د ریالیستیک داستان لیکنې د باني په توگه وپیژندل شو او روسي داستان لیکونکی داستایوفسکي ډیر پرځای ویلي ؤ چی "موږ ټول د گوگول د "بالاپوش" له لاندې راوتلي یو". دهغه مقصد دا ؤ چې گوگول، په روسیه کې د لڼډې کیسه لیکنې سالار بلل کیږي.
په دې توگه ښائي وویل شي چې د نولسمې پیړۍ په لومړیو لسیزو کې د نړۍ په داستاني ادب کې د لڼډې کیسې په نامه یو نوئ څپرکئ راپیل شو، چې دهمدغو دوه و سترولیکوالو له نوم سره تړاو مومي.
له دغه پېرراهیسې دلڼډو کیسه لیکنو دود راپیل شو او دادئ تراوسني پیررارسیدلئ او د هرې ژبې د ادب په اډانه کې ئې غوره او دپام وړ ځای ترلاسه کړئ دئ. آلن پو د لڼډې کیسه لیکنې پیژندنه په دغو لاندې کرښو کې داسې کړې ده:
"
لڼډه کیسه هغه روایت دئ چې سړئ وکولای شي هغه په یوه ناسته کې(نیم ساعت تردوه ساعتونوپورې) ولولي. دهغې ټول جزئیات باید چې د یوه موضوع په باب وي او یو واحد اثر ذهن ته القا کړي." یعنې داچې په لڼډه کیسه کې د شخصیتونو شمیرلږ دئ او د همدغو شخصیتونو په وړاندې تگ کې د ژور کیدو او د هغو تحلیل اوتجزئې ته د بشپړې پاملرنې لپاره پوره فضا شتون نلري. یا په بله وینا په لڼډه کیسه کې د ټولنیزو حالاتو دقیق پرمختگ او بدلون وارزول شي. په لڼډه کیسه کې یوه پیښه داسې ټاکله کیږي چې د کیسې داصلي قهرمان شخصیت زیات جوت او څرگند کړي او فرعي پیښې ښائي چې په هره برخه کې له دغې موخې اوحالت سره مرسته وکړي.
"
دغه ډول ؤ چې کیسه لیکنه په نولسمه پیړۍ کې وهستول شوه. دهمدغې پیړۍ په لومړیو کې، کالنیو او بیلابیل ادبي بحثونو او شخړو داسې وسیله د لوستونکو په واک کې ورکړ چې د لڼډو کیسو له لارې لوستونکو ته ځان وروپیژني. له همدې وجهې نه ؤ چې په نولسمه پیړۍ کې تر بل هروخت زیاتې لڼډې کیسې ولیکلې شوې او بیشمیره لوستونکي ئې ځان ته راوکښل، ان تردې چې نور دکیسو لوستونکو ته د اوږدو داستانونو او رمانونو پرځای لڼډو کیسو لوستلو ته ترجیح ورکوله .
داهم له پامه ونه غورزول شي چې د دوو پورتنیو لیکوالو د کار په دوام پسې، دوه راتلونکو لیکوالو لکه “گی دو موپاسان”(فرانسوئ) او انتوان چخوف(روسئ) د لڼډو کیسه لیکنو په ډگر کې پرراتلونکو لیکوالوسترې اغیزې ښندلې دي، خوددوی په څنگ کې يو شمير نور ستر لیکوال هم دې ډگرته راووتل لکه هنری جیمزجویس، ارنست همینگوی، سالینجر، ویلیام فالکنر داستایوفسکی، تورگنیف، لئوتولستوی، ماکسیم گورکي او نور چى نومونه او آثارئى خپل تلپاتى ارزښت تر ننه پوری خوندي ساتلئ دئ۔
دلڼډې کیسه لیکنې پر تاریخی پس منظر له دغی ځغلنده کتنې وروسته کولای شو د پښتوداستاني ادب او په تیره بیا د لڼډې کیسه لیکنې دنیاگۍ ته ورننوزو او د لرې او برې پښتونخوا د لڼډې کیسه لیکنې تاریخ په لڼډ او مختصر ډول ترڅیړنې لاندې ونیسو. (نوربيا)