د خلیلزاد نوې معما

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ښاغلي زلمی خلیلزاد وايی د ګډ دښمن پر وړاندې د افغان حکومت او طالبانو همکاري اړینه ده. نوموړي دا څرګندونې د روان عیسوۍ کال د مۍ په ۱۲ مه، د کابل په لوېدیځ دشت برچې کې د ښځو او نویو زېږېدلو ماشومانو په سل بستریز روغتون او د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د جنازي پر لمانځه تر بریدونو وروسته په ټویټر لیکلي دي. نوموړی زیاتوي د داسې یو ګډ دښمن پر وړاندې چې دا ډول جنایتونه کوي او د کوویډ ــ ۱۹ پر وړاندې د مبارزې په موخه د طالبانو او افغان حکومت همکاري اړینه ده

د دغه پېښو په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم طالبان او افغان حکومت دې ته هڅولی چې د دغه بریدونو عاملین محاکمه کړي او په اعلامیه کې چې په دې اړه يي خپره کړې، یوه برخه کې ویل کیږي« طالبان او افغان حکومت د قانون منګلو ته د دغو بریدونو د عاملینو د سپارلو لپاره باید یو بل سره همکاري وکړي «
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی پمپیو هم له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې په ګډه او همکارۍ سره د دې بریدونو عاملان د عدالت مېز ته راکاږي.
خو د پېښو بهیر بل څه ښۍ. له کووید ــ ۱۹ پرته، چې هغه هم د امریکايي چارواکو او خلیلزاد په وینا د افغان حکومت او طالبانو ګډ دښمن ګڼل کېدای شي، نور په هیڅ برخه کې امریکايي چارواکي د افغان حکومت او طالبانو ګډ دښمن نه شي په ګوته کولي. افغان حکومت او طالب ګډ دښمن نه لري؛ بلکې طالب، افغان حکومت خپل دښمن بولي! طالب نه یوازې افغان حکومت خپل دښمن بولي، بلکې طالب افغانان هم خپل دښمن بولی!
کله چې طالب په هېواد کې یوه خونړۍ پېښه لکه پورته یادې دواړه پېښې ترسره کړي، امریکايي چارواکي په کور دننه او بهر د خلکو د پام اړولو لپاره د پروپاګینډې یوه نوې بڼه رسنیو ته څڅوي.
طالب د ښوونځي، مدرسې، پوهنتون، روغتون، سرک، ودانۍ او ابادۍ دښمن دی. طالب په تېرو څو لسیزو کې د ورانۍ او ویجاړۍ پرته، بل څه نه دي ترسره کړی. طالب د افغانانو د بې عزتۍ، سپکاوۍ او ټولوژنې مسوول دی. په داسې حال کې چې افغان حکومت ابادي او طالب ویجاړي کوي، څنګه کېدای شي دواړه یو ډول وارزول شی.
موږ له خلیلزاد غواړو افغان حکومت او طالبانوته ګډ دښمن په ګوته کړي. افغان حکومت د سیمې هېوادو یا په نړیواله کچه ځینې هېوادو سره په یو لړ چارو کې اختلافات او سیالي لري، خو دا د دښمنۍ په مانا نه شي تعبیرېدای. دا چې ویل کیږي په سیاست کې دایمي دوست او دښمن نشته، بلکې دایمي ګټې طرحه دي داسې حکم حتی د پنجاب په تړاو هم چې د افغانانو تاریخي مخالف او رقیب دی، ریښتینولي لري. بلخوا افغانان او افغان حکومت چې پنجاب سره د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او پوځي تیري په لامل ژور ختلافات لري او طالبان د پنجاب د ملیشه دنده ترسره کوي څنګه کېدای شي، دواړه دې پر نورو اختلافي چارو سربېره د پنجاب په اړه هم ګډ دریځ ولري؟
بلخوا طالبان افغان حکومت سره خپله دښمني نه پټوي او ښکاره وايی چې افغان حکومت يي دښمن دي، په داسې حال کې چې د پنجاب سره ښکاره دوستي پالي او د پنجاب په مټ هېواد کې جګړه مخې ته وړي. د ایران، روسيي او ځینې نورو هېوادو په اړه هم د افغان حکومت او طالبانو دریځ ژور توپیر لري. دغه هېوادونه په یوه یا بله بڼه افغان حکومت سره اختلافات او سیالي لري او پیاوړتیا ته يي نه پریږدي، خو د افغان دولت په وړاندې له طالبانو په نا مشروع او ناقانوني توګه ملاتړ کوي. دلته هم د افغان دولت او طالبانو ګډ دښمن چې امریکايي چارواکي يي افغانانو ته ځلوي، نه په سترګو کیږي.
اوس پوښتنه دا ده،دغه معما چې خلیلزاد او نور امریکايي چارواکي يي دې وروستیو کې رسنیو ته ورلیږي، ولې په ښکاره ټکو افغانانو ته نه په ډاګه کوي؟
بیا هم له خلیلزاد پوښتنه، د افغان حکومت او طالبانو ګډ دښمن څوک دی؟
ایا منظوردلته پنجاب دی که بل هېواد؟
ایا طالبان دوستان دی؟
په طالبانو کې افغانانو او افغان حکومت سره د دوستي کوم دلایل او نښې، خلیلزاد په ګوته کولای شي؟
جنایتونه چې خلیلزاد ترې غږیږي، له طالبانو پرته بل څوک کوي؟
د تاند بریښناپاڼې په لیکنه د مۍ په ۱۳ مه، د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، طالبانو له امریکا سره د سولې تر هوکړې وروسته پر افغان لوري ۳۷۰۰ بریدونه کړي دي چې په دغو بریدونو کې ۴۶۹ ملکیان وژل شوي او ۹۴۸ ملکیان ژوبل دي. ملي امنیت زیاتوي د شمېرو له مخې طالبانو په دوه نیمو میاشتو کې پر افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ۳۷۱۲ بریدونه کړي دي.
له طالبانو د امریکايي چارواکو دا غوښتنه چې د تروریستي پېښو عاملین دې محاکمه کړي، څونه پرځای او عملي ده؟ ایا هغه څوک چې پخپله د یو جرم عامل دی، ځان محاکمه کولای شی؟
ایا د پمپیو دا غوښتنه چې افغان حکومت او طالبانو ته یو شان وايی« د دې بریدونو عاملان د ې د عدالت میز ته راکاږي»، عملي او منطقي ده؟
که امریکا غواړي چې له افغانستان خپلې پښې سپکې کړي، لکه په تازه څرګندونو کې چې ترمپ وايی«د افغانستان حکومت دې ځان خپله وساتي، موږ هلته جګړه نه کوو»، خو نورې پلمې دې نه لټوي او افغانان دې له ګاونډیانو سره په دایمي دښمنۍ نه اچوي!
امریکا او خلیلزاد افغانانو سره د پیریانو په ژبه غږیږي.
افغانان ټګي او دوه مخي نه، بلکې په هره برخه کې وضاحت غواړی!
د ۲۰۲۰ کال د مۍ ۱۴ مه
سرلوڅ مرادزی