عبدالله څنګه او څه لپاره واک کې شریک شو؟


که څه هم په ښکاره هیڅوک دا نه مني چې اسمان کې وریځې نه وي او باران دې وشي، خو ډیری وخت په ټولنیزو چارو، په تېره بیا سیاسي چارو کې داسې تېروتنه کیږي او خلک بې له دې چې د یوې پېښې د کېدو شاته لاملونه او چاپیرال ته پام وکړي فکر کوي چې دا یا هغه پېښه ولې داسې وشوه او څنګه چې دوی فکر کوي، ولې هغسې ونه شول.
د سولې شورا مشرتوب او په حکومت کې د عبدالله انډیوالانو ته چې د اساسي قانون وراخوا جلا تګلار پالي، غوړه ونډه کومه ناڅاپي پېښه نه ده. د داسې څه پېښېدل، په کور دننه او بهر د ټاکلو سازشونو، فشارونو، د ګټو د ټکرونو او توطیو او بلخوا د ژمنو افغانانو د په وخت نه پاملرنې، غفلت، بې پروايۍ، مضر احتیاط اوکمزوري مدیریت په پایله کې، بیخي طبیعي ښکاري!
عبدالله عبدالله په یادو لاسته راوړنو کې خپله کومه ځانګړې اتلولي نه ده کړې، بلکې په تېرو دریو دورو کې یانې د ۲۰۰۹ کال، د ۲۰۱۴ کال او بلاخره د ۲۰۱۹ کا په ټاکنو کې د افغانانو تېروتنو، بېغورۍ او د دیموکراسۍ د پلویانو څپڅانده دریځ؛ د افغاني معاصرتاریخ دغه شیاد ته هر ځل د مسخره لوبې لار هواره کړې او په دغه دورو کې د دغه پردیپال په لاس، تر لاسه شوي ډېر فرصتونه په اوبو لاهو شوي دي.
په ۲۰۱۹ کې لومړی ټاکنو سره په مخالفت درېدل او وروسته د ټاکنو د پایلو نه منل چې هغو کې عبدالله او ډلې يي ماته خوړلې وه، نوموړي څخه د بهرنیانو ملاتړ هغه لا زړور کړ چې منتخب حکومت سره موازي حکومت اعلان کړي او وروسته يي د همدغه موازي حکومت په مټ ځان د منتخب حکومت سره په ونډه کې شریک کړ.
که په دغه ویجاړګره لوبه کې بهرنیان څرګند لاس لري، افغانان هم له مسوولیته ځان نه شي بچولی، دا لیکنه هم په دغه ټکي راڅرخي!
افغان پیپر بریښناپاڼې پخوا لیکلي ول، پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکټر سپنتا او ضرار احمد مقبل کابل کې د روسيې او ایران سفارت ته لیږلي ول چې د دغو هېوادو له چارواکو د عبدالله عبدالله د موازي حکومت لپاره مالي مرسته وغواړي. په یو بل خبر کې لولو د وري میاشت په څلورمه، پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د وروستي کورني کړکیچ په اړه د روسيې او ایران د څرګندونو هرکلی کړی. کرزي دا څرګندونې هغه مهال کړې وي چې افغان حکومت په دې اړه د ایران د توند دریځ چې ظاهرا د عبدالله په ملاتړ نیول شوی وو، انتقاد کړی او ویلي یې ول چې له ایرانه یې د داسې برسیرن او سطحي بیان تمه نه لرله، تاند.
په ټاکنو کې د افغانانو پیکه ګډون، د دیموکراسۍ نورو مخالفینو او هم د جهادي مافیا په مخکښتوب اسلامي جمعیت ته چې عبدالله يي استازولي کوله؛ پلمه په لاس ورکړه چې له هرخوا په ټاکنو ورودانګي او د افغان ولس او نړۍ په وړاندې يي بدنامي کړي. همدارنګه تر ټاکنو مخکې او بهیر کې يي په دې اړه د رسنیزې او مدنې مبارزې کمزورتیاوې او برسیرن چلند هم له پامه نه شي غوځېدای!
د عبدالله او دولت ساز ټیم تر منځ د حامد کرزي، سیاف، کریم خلیلي او یونس قانوني منځګړتوب هم د ټاکنو د پایلو په مسخره کولو کې خپله ونډه اداکړه او ولسمشر غني يي اړکړ چې د ټاکنو د پایلو او ښېګڼو پرځای زیات غوږ د جهادي مافیا د پخوانۍ اهل حل وعقد شورا ورته، جرګې پریکړې ته ونیسي.
په بهرنیو لاملونو کې د امریکا او روسيي پټو خپلمنځي معاملو هم ټاکنې له خپل قانوني بهیر او پایلو کږې کړي او د عبدالله لپاره په یو طلایي چانس بدلې شوې. د روسيې د بهرنیو چارو د وزارت ویانده میرمن زاخاروا په یو رسنیز کنفرانس کې وايی«قابل تذکر میدانم و نباید فراموش کرد که بحران و تقابل ناهنجاری که مابین (غنی وعبدالله ) بوجود آمده، امریکا خود در این بحران دست دارد؛ زیرا امریکایی ها خود قصدآ و به شکل علنی پیروزی یکی را (غنی) به رسمیت شناختند؛ در حالیکه این عمل شان مخالف توافقات قبلی بین روسیه، چین، امریکا و پاکستان که در برگیرنده یک حکومت همه شمول را مدنظر داشت صورت گرفته است. بنآء روسیه بار دیگر از امریکا میخواهد برای بیرون رفت از بحران موجود بازیگران اصلی و اقدامات همآهنگ جهانی را درنظر داشته باشند.» منبع: تاس. برگردان، عطا صفوی.
دلته څرګندیږي د خپلو ګټو لپاره امریکا او روسیي څنګه په ګډه د افغانانو ګټې بابیزه او د رایو په پایله يي ملنډې ووهلې!
د تسنیم خبري رسنۍ په لیکنه هم چې د ایران د سپاه پاسداران اندیښنې خپروي؛ په کابل د روسیي د ولسمشر پوتین ځانګړی استازی څمیر کابلوف ویلي ول چې ماسکو په کابل کې هممهال د دواړو نویو دولتونو( اشرف غني او عبدالله) سره عادي اړیکې پالي!
هغه مهال هم کله چې په کابل د ایران سفیر، ټاکنو کمیسیون ته د څار په موخه تګ راتګ کاوه او په کور دننه يي مخه ونه نېول شوه، د عبدالله لخوا د ټاکنو د پایلو په «نه منم» کې يي خپل منفي نقش ولوباوه.
طبیعي ده کله چې ټاکنې په کور دننه د لوبغاړو او د هغو د بهرنیو ملاتړو لخوا پیکه وځلول شي او په وړاندې يي ګډه توطیه وشي، پایلې يي هم پیکه راوځي او د داسې پایلو پر بنسټ یو پیکه او بېخونده حکومت جوړشي.
عبدالله ته د سولې شورا په سپارلو کې د پیکه شویو ټاکنو فکټور یوازې نه دی، دلته بل فکټور چې ښای تر هغه هم مهم وي، باید پام کې ونېول شي.
پر افغان حکومت د طالبانو، پاکستان، ایران او ماسکو فشار چې عبدالله ته به د سولې شورا سپارې تر نورو لاملونو مخکې شمېرلی شو. د ټاکنو لانجمنول، یوازې حکومت کې د عبدالله لپاره د غوړې برخې په موخه نه ول، بلکې د سولې شورا هم خامخا باید نوموړي ته رسېدلای وای. د دې لپاره مخکې تر مخکې کار پیل شوی وو.
تسنیم رسنۍ زیاتوي« کابلوف به «بلومبرگ» گفت: طالبان به ‌خوبی درک می‌کند که وقتی به دولت ملحق شوند باید برای منافع ملی کار کنند و برای این منظور آن‌ها نیازمند روابط خوب با روسیه هستند. وی افزود که دولت «اشرف غنی» برای ورود به گفت‌وگوهای بین‌الافغانی تمایلی ندارد زیرا آن‌ها (اشرف غني) نگران هستند که گفت‌وگوها منجر به خروجشان از قدرت شود
مخکې له دې چې ولسمشر غني عبدالله ته د سولې شورا وړاندیز کړي، د ایران او روسيي لخوا به د امریکا په خوښه، عبدالله دې چوکۍ ته چمتو شوی وي. طالبان خپلو وروستیو څرګندونو کې که څه هم د سولې شورا په چوکاټ کې عبدالله سره خبرې نه تاییدوي، خو نوموړي سره په یوه بېل دریځ کې خبرو ته خپله زیاته لیوالتیا نه پټوي.
طالبان په افغان حکومت کې د ماسکو، تهران او اسلام په لمسون، له ولسمشر غني څخه سر ټکوي، نه په حکومت کې له عبدالله او نورې جهادي مافیا څخه!
له عبدالله عبدالله څخه تازه خپل ټول زاړه انډیوالان خپه دي او له ټولیز بنسټه يي چې پخوا هم د لنډه غرو یوه ډلګۍ وه، څه نه دي پاتې. نوموړي اوس یوازې له یادو دري هېوادونو (روسیي، ایران، پاکستان) څخه، هغه هم امریکا او لوېدیځ سره د سیالۍ په لامل، د پیرزوینې او خیرات کچکول تر غاړې ګرځوي!
د ۲۰۲۰ کال د مۍ ۲۰ مه
سرلوڅ مرادزی