دکابل مخ په وینو سور ټپي ټپي شو ګورۍ
سلګې وهي ستونی وچ په سر یې نشته خولۍ

لاس یې تړلی په پښه ګودمخ یې سپیره ګورمه
لاس یې نیولی په اوږه ورته ژړیږي ببۍ

کنډر یې وران ټول رټل شوي هم په خپلوو ، پردو
جامې شیکیدلې،لوڅې پښې ،ګریوان کې نشته تڼۍ

دا څه حال راغی په دې شاه ،پاچا زمونږ د څیرې
زمونږه ویاړ زمونږه مخ کابل شمله هم پګړۍ

ګورۍ کابل ساتۍ دا زړه دی هم پوخ سر،دبدن
دغه هنداره هم څیره ده دا به خود هم منۍ

نور یې وژغورۍ پردي مه پریږدۍ کابل وساتۍ
سرحد خو وایې چې ورنوې کړۍ زړه یې شړۍ

مسکو

امرالدین سرحد

۱۵ -۱۲- ۲۰۱۴