د وطن گوند د ننګرهار د ولایتی شورا اجراییه هیات

د خواشنیی پیغام

مرحوم  الحاج معلم احمدشیر زرګر


په ډیر خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی د وطن ګوند د سرتاسری شورا او د ننګرهار ولایتی شورا د اجراییه هیات غړی الحاج معلم احمدشیر زرګر د اوږدی ورپیښی ناروغی له کبله نن ددی فانی دنیا څخه سترګی پټی کړی او روح یی حق تعالی ته وسپاره.
الحاج احمدشیر زرګر د ننګرهار ولایت د خیوی ولسوالی د شګی په قریه په یو کاسبه کورنی کی دنیا ته سترګی غړولی وی.
مرحوم چی د پوره ذکاوت او پوهی درلودونکی شخصیت وو دننګرهار د دارالمعلمین د فراغت نه ورسته د افغانستان په مختلفو ولایتونو کی د ښوونکی د مقدسی دندی د پنځه څلوویښت کالو په تکمیل سره تقاعد شوی وو. چی بی شمیره شاګردان یی د معارف په ډګر کی روزلی
مرحوم الحاج معلم احمد شیر په وطن او خلکو مین شخصیت وو
مرحوم د پخوانی وطن ګوند غړیتوب درلوده او د وطن ګوند د بیا رغښت لپاره او په تیره بیا د وطن ګوند دعالی مجمعی په دایریدو کی [دمیزان پنځمه 1391]شپه او ورځ تکلیفونه وګالل او فعال نقش یی درلود .
د مرحوم په جنازه او ماتم کی د وطن ګوند د ننګرهار ولایتی شورا غړو او کدرونو برخه اخیستی وه
د وطن ګوند دننګرهار ولایتی شورا د اجراییه هیات د مرحوم مړینه د پخوانی مخلص ښوونکی په توګه د معارف په ډګر کی او د وطن ګوند،افغانانو او ټول هیواد لپاره لویه ضایعه بولی او د الله ج نه ورته جنتونه او کورنی ته یی د صبر جمیل غوښتنه کوی
اناالله وانالیه راجعون