فرانس پریس خبري اژانس د سرتاج عزیز له خولې ویلي چې د پیښور د سې شنبې د ورځې حمله د پاکستان لپاره د سپټمبر یوولسمه (۹/۱۱) وه.

د سپټمبر پر یوولسمه القاعده شبکې پر امریکا تروریستي بریدونه کړي ول. له دې حملو وروسته امریکا د نړیوال ايتلاف په مشرۍ په افغانستان کې د طالبانو رژیم وپرزاوه، القاعده او طالبان یې پاکستان ته پسې واخیستل.

سرتاج عزیز وویل، هماغه راز چې د سپټمبر یوولسمې امریکا بدله کړه، د دسمبر شپاړسمې د پاکستان په پالیسۍ کې لوی بدلون راوست.

ظاهراً د سرتاج عزیز اشاره دې ته ده چې نور به د طالبانو له ملاتړه لاس اخلي او خپلو جیوپولیټیک او سیاسي هدفونو ته د رسېدو لپاره به طالبان نه استعمالوي.

فرانس پریس خبري اژانس وايي، له ډېرو کلونو راهیسي پر پاکستان تور دی چې د سخت دریځو پالنه کوي او دوه مخې پالیسي لري، خو په دې مرکه کې سرتاج عزیز په زغرده وویل چې د پېښور د پوځي ښوونځي له حملې وروسته دا مفکوره ختمه شوې ده.

«پر دې ډلې (طالبان) بریدونه کوو، پر دې ډلې د حملې نه کولو امتیاز تقریباً پای ته رسېدلی دی. موږ نور دې نتیجې ته رسېدلي یوو چې په نهایت کې دا ټولې ډلې د یو بل ملاتړ کوي او که څوک د هغوی ترمنځ توپیر وکړي، په حقیقت کې دغو ډلو ته مهلت ورکوي چې په مستقبل کې موږ ته خطرناکې دي.»

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان ته د افغان ولسمشر اشرف غني له سفره وروسته سرتاج عزیز په یوه مرکه کې افغان طالبانو ته په اشارې ویلي و چې له هغو طالبانو سره کار نه لري چې پاکستان ته ګواښ نه پېښوي. سرتاج عزیز وروسته خپله خبره بېرته واخیسته، ویې ویل چې خپله خبره یې سمه نه وه رسولې.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف هم په پېښور کې د سیاسي ګوندونو د مشرانو په غونډه کې اعلان وکړ چې نور به پاکستان د ښو او بدو طالبانو توپیر ونه کړي او تر څو چې حتي یو ترهګر هم پاتې وي، د هغو پر ضد به جګړه روانه وي.